د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۱۱

ملګري ملتونه نن د افغانستان د بشري وضعیت په اړه د لوړې کچې غونډه جوړوي


ارشیف، د ملګرو ملتونو د بشر حقونو شورا یوه غونډه
ارشیف، د ملګرو ملتونو د بشر حقونو شورا یوه غونډه

ملګري ملتونه د افغانستان د بشري وضعیت په اړه د لوړې کچې غونډه جوړوي. د نننۍ غونډې مشري د دې سازمان عمومي منشي انتونیو ګوترش کوي.

د وزیرانو په کچه دې غونډه کې به افغانستان سره د بېړنیو بشري مرستو په لارو چارو خبرې کېږي.

دا غونډه چې ګډونوال‌یې د همدې سازمان د غړو هېوادونو وزیران دي په جنوا کې د افغانستان په وخت د مازدیګر په څلور نیمو بجو پیلېږي او درې ساعته دوام کوي.

غونډه کې پر دې خبرې کېږي چې د بې‌وزله افغانانو د لاسنیوي لپاره څنګه سملاسي مرسته وشي.

تر اوسه د غونډې د څرنګوالي ډېر جزئیات نه‌دي خپاره شوي، خو برخه‌وال به‌یې مخامخ جنوا کې سره جرګه کېږي او د انلاین ګډون اسانتیاوې هم په‌کې په پام کې نیول شوې دي.

دا غونډه داسې مهال جوړېږي چې په افغانستان کې د طالبانو له راتګ مخکې نیمایي وګړو چې ۱۸ ملیونه کېږي، مرستو ته اړتیا درلوده.

د جګړې او بې‌وزلۍ له امله یو شمېر بې‌ځایه شوې کورنۍ
د جګړې او بې‌وزلۍ له امله یو شمېر بې‌ځایه شوې کورنۍ

د ملګرو ملتونو د راپور له مخې د طالبانو د راتګ پر مهال جګړو او بې‌ځایه کېدنو دا اړتیا نوره هم ډېره کړې ده.

دې سازمان ویلي، یوازې د همدې ۲۰۲۱ کال له پيله تر اوسه څه باندې پنځه لکه او ۵۰ زره کسان له خپلو اصلي مېنو بې‌ځایه شوي دي.

د ملګرو ملتونو عمومي منشي انتونیو ګوترش له دې غونډې مخکې ویلي چې افغانستان له یوه بشري ناورین سره مخامخ دی او د ملګرو ملتونو وجهي صندوق (IMF) ته په‌کار ده چې هغه شااوخوا ۴۴۴ ملیونه ډالر چې پر کابل د طالبانو له واکمنېدو راهیسې یې کنګل کړي، استثنایي ازادې کړي یا یې افغانستان ته د ورکولو لپاره مېکانیزمونه جوړ کړي.

په همدې حال کې د سره صلیب نړیوالې کمېټې مشر پیټر مورېر ویلي، د طالبانو مشرتابه ډاډ ورکړی چې افغانستان کې خپلو فعالیتونو ته دوام ورکولای شي.

مورېر چې تېره اوونۍ په درې ورځني سفر افغانستان ته تللی د سویس لي ماتین (Le Main) ورځپاڼې ته ویلي، سفر یې له لاسته راوړنو ډک و.

مورېر په کابل، کندهار او لښکرګاه کې له خپلو همکارانو سره کتلي او ویلي یې دي، افغانستان کې د پخوانیو دوو میاشتو پرتله امنیت هم ډاډمن شوی دی.

د سره صلیب نړیوالې کمېټې مشر پیټر مورېر
د سره صلیب نړیوالې کمېټې مشر پیټر مورېر

نوموړي زیاته کړې، له هغو عامو افغانانو سره چې ده خبرې کړي، ورته‌یې ویلي چې د یوې اوږدې جګړې د پای ته رسېدو هیلې ورته پیدا شوې دي.

ملګري ملتونه او سره صلیب کمېټه داسې مهال له افغانانو سره د مرستو په لارو چارو خبرې کوي چې طالبانو مرستندویه مؤسسو او ادارو ته د امنیت د ټینګښت او خوندیتوب ډاډ ورکړی دی.

  • له ملګرو ملتونو او بشري ادارو د یو شمېر افغانانو غوښتنه

دا په داسې حال کې ده چې یو شمېر افغانانو پر ملګرو ملتونو او بشري ادارو غږ کړی چې دغه مرستې په مشروط ډول د ښاریانو په ځانګړي ډول د ښځو اساسي حقونو په مراعتولو له طالبانو سره وشي.

سونیا احمدي د ټولنیزو چارو او ښځینه حقونو فعاله ده.

دا چې په وروستیو کلونو کې یې د ښځو د حقونو لپاره مبارزه کړې وایي، ټولې لاسته راوړنې په یوه شپه کې تر خاورو لاندې شوې.

سونیا په ملګرو ملتونو غږ وکړ چې دغه مرستې باید د ښځو د حقونو د خوندیتوب لپاره مشروطې وي، نه د طالبانو د پیاوړي کولو لپاره.

دا زیاتوي: "هغه مرستې چې له افغانستان سره کېږي باید یوازې بشري مرستې وي، نه دا چې طالبان پیاوړي کړي. دا مرستې باید د اتباعو په ځانګړي ډول د ښځو بنسټیزو حقونو د تضمین لپاره وي او مېرمنې باید غلې پاتې نه‌شي."

کابل کې یو شمېر وسله‌وال طالبان
کابل کې یو شمېر وسله‌وال طالبان

په ورته وخت کې، افغان خبریال نذیر نوري وايي چې په اوسني حکومت کې د بیان ازادي له ګواښ سره مخ ده او ورځ تر بلې محدودېږي.

دا وايي چې له افغانستان سره بشري مرستې باید د نړیوالو ادارو تر څارنې لاندې افغانستان ته راشي او مرستې په دې شرط وشي چې د اتباعو حقونه خوندي وي.

ښاغلی نوري وايي: "د بیان ازادي په نوم لاسته راوړنه چې په تېرو ۲۰ کلونو کې یې وده وکړه د اوسني رژیم له‌خوا له ګواښ سره مخ ده او هره ورځ وضعیت کړکېچن کېږي، بیان ازادي نوره هم محدودېږي، د بیان ازادي باید خوندي شي، له اوسني رژیم څخه باید وغوښتل شي چې دغه لاسته راوړنه خوندي کړي، خبریالانو ته باید سپکاوی ونه‌شي او رسنۍ باید بندې نه‌شي."

په همدې حال کې هغه خلک چې ازاد کاروبار کوي په هېواد کې له مالي ناورین څخه اندېښمن دي.

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې مرستیال یونس مومند وايي چې د افغان صادراتو له بیا پیل سره سره د یو ځانګړي هېواد له‌خوا د افغانیو کنګل کېدل د افغانستان په بازارونو کې د پیسو جریان محدود کړی دی.

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې مرستیال یونس مومند
د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې مرستیال یونس مومند

ښاغلي مومند وویل: "نن موږ په سوداګرۍ خونه کې غونډه درلوده او له نړیوالې ټولنې مو وغوښتل، کوم هېواد یا سازمان چې د افغانستان پانګې کنګل کړي باید ژر تر ژره‌یې ازادې کړې."

له تېر نږدې یوه میاشت راهیسې چې طالبان واک ته رسېدلي، عامه خدمتونه تر ټولو ټیټې کچې ته رسېدلي، بانکونه لاهم عادي حالت ته نه‌دي ګرځېدلي او د پیسو جریان محدود شوی چې دې خپله بې‌کارۍ او بې‌وزلۍ ته زمینه برابره کړې ده.

XS
SM
MD
LG