د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۶ زمری ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۱۴

ملګري ملتونه: د افغانستان نيمايي وګړي د ژوندي پاتې کېدو لپاره مرستو ته اړتيا لري


ارشیف، خوست کې بې‌وزله کورنیو سره مرستې
ارشیف، خوست کې بې‌وزله کورنیو سره مرستې

په ملګرو ملتونو کې د بشردوستانه چارو مرستيال افغانستان ته د خپل سفر په ترڅ کې ويلي چې د افغانستان نيمايي وګړي د ژوندي پاتې کېدو لپاره مرستو ته اړتيا لري.

مارتین ګریفیتس په خپله ټويټرپاڼه لیکلي چې له داسې خلکو سره‌يې ليدلي چې د خپل هېواد پرېښودو ته اړ شوي دي.

د ښاغلي ګریفیتس په خبره ''د افغانستان نيمايي وګړي له اقتصادي او بشري ناورين سره مخ دي او مرستو ته اړتيا لري.''

په ملګرو ملتونو کې د بشردوستانه چارو مرستيال مارتین ګریفیتس
په ملګرو ملتونو کې د بشردوستانه چارو مرستيال مارتین ګریفیتس

جنت ګل د کابل ښار په يوه څنډه کې د سړک پر سر چرګان پلوري، خو اوس‌يې روزګار د پخوا په څېر نه‌دی.

عمر يې ۵۳ کاله دی او د کورنۍ ۱۲ غړو سرپرستي ورله غاړې ده.

دی وايي، له تېرو دوو اوونيو راهيسې يې د چرګانو په پلورلو کې د پام وړ کموالی راغلی او ان اړ شوی چې نور له دې کاره لاس په سر شي.

جنت ګل وايي چې پخوا به‌يې هره ورځ ۷ يا ۸ چرګان پلورل، خو اوس دوه يا درې پلوري چې د کورنۍ لګښت‌يې نه‌شي پوره کولای.

جنت ګل زیاتوي: ''مخکې ښه و ۷ يا ۸ چرګان خرڅېدل، اوس حتی دوه يا درې هم نه‌خرڅېږي، فاميل مې زيات دی او خرڅ نه‌شو پوره کولای، طالبان چې راغلي نظام او ټول بازارونه خراب دي، مخکې خلکو پيسې لرلې او معاشونه‌يې اخيستل، اقتصاد ښه و."

په افغانستانکې له تېرو درېيو اوونيو راهيسې د واک تشه رامنځته شوې چې د دولتي او خصوصي ادارو تړل کېدو له امله يوه لويه برخه خلک بې‌کاره شوي دي، دې وزګارتيا د خلکو په ژوند منفي اغېزه کړې او د فقر کچه‌یې پورته کړې ده.

کابل کې یو شمېر وسله‌وال طالبان
کابل کې یو شمېر وسله‌وال طالبان

۴۵ کلنه زري ګل د بادغيس ولايت اوسېدونکې ده. دې چې د خلکو په کورونو کې جامې وينځلې او ډوډۍ يې پخوله وايي، په دې ورځو کې هېڅوک د کار لپاره احوال نه‌ورکوي.

زري ګل چې ناروغه هم ده وايي، له دعا او د خدای له مرستې پرته نور هېڅ نه‌لري.

زري ګل زیاتوي: "ستونزې مو ډېرې دي، بس وږي او بې‌پيسو ناست يو، لمونځ کوم او دعا کوم چې خدای دې د خير يو دروازه راخلاصه کړي، که ګاونډيانو له ما سره مرسته وکړه ښه کنې هېڅ."

دا په داسې حال کې ده چې د سره صليب او سرې مياشتې نړيوال فدراسيون هم ويلي چې جګړه، وچکالي او کرونا ويروس د دې لامل شوي چې ۱۸ مليونه افغانان بشري مرستو ته اړ شي.

د روېټرز خبري د راپور پر بنسټ دې فدراسيون د يوې اعلاميې په خپرولو سره له نړیوالې ټولنې د بېړني اقدام غوښتنه کړې.

ارشیف، بادغیس کې یو شمېر بې‌ځایه شوې کورنۍ
ارشیف، بادغیس کې یو شمېر بې‌ځایه شوې کورنۍ

په اعلاميه کې ويل شوي چې لسګونه زره افغانانو خپل کورونه پرېښي او ځيني نور بيا د ښارونو په کمپونو کې خوراکي توکو او سرپناه ته اړتيا لري.

له دې وړاندې هم په افغانستان کې د ملګرو ملتونو ځانکړي استازي ويلي و چې نږدې ۱۸ مليونه افغانان بشري مرستو ته اړتيا لري.

خو طالبانو بيا ويلي چې ډېر ژر به ټول‌شموله حکومت جوړ او وضعیت به عادي شي.

XS
SM
MD
LG