د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۳۱

ارزګان کې روغتیاپالان: روغتون کې برښنا، درمل او خواړه نه لرو


د ترینکوټ روغتون
د ترینکوټ روغتون

په ارزګان ولایت کې روغتیا پالان اندېښنه ښیې که نړیوال ورسره د روغتیا برخه کې مرستې ونه کړي نو انساني ناروین به رامنځته شي.

د دغه ولایت د ولایتي روغتون مشر امین الله توخي ازادي راډيو ته وویل، هغه پروژه چې د ارزګان د مرکز او ولسوالیو ټولو روغتیايي مرکزونو ته یې خدمتونه وړاندې کول، له هغې سره قرارداد پای ته رسیدلی چې له امله یې مالي ستونزې رامنځته شوي.

نوموړی وايي، په روغتون کې اوس مهال برښنا، خواړه او درمل نه لري.

دي وايي:" له موږه د خلکو غوښتنه د روغتیایي خدماتو وړاندې کول دي، موږ سره چې کومې موسسې مرسته کوله هغوی خپل قرارداد پای ته رسولی، موږ روغتون کې برښنا، د ناروغاونو لپاره خواړه او درمل نه لرو او ډاکټران تښتېدلي دي."

د ارزګان ولایت د ولایتي روغتون مشر امین الله توخي
د ارزګان ولایت د ولایتي روغتون مشر امین الله توخي

د توخي په خبره چې له تېرو درېیو میاشتو د روغتیا څانګې پرسونل هېڅ معاشونه هم نه دي اخېستي، خو بیا هم یو شمېر خپل کار ته ژمن دي.

ډاکټر حبیب الله باوري د جراحي برخي متخصص ازادي راډيو ته وویل چې د امکاناتو او معاشونو د نشتوالي سره- سره بیا هم خپلې دندې ته دوام ورکوي.

باوري وایي: "موږ امکانات نه لرو، یو شمېر هغه جراحي چې د مور مړینه په کې زیاته ده موږ يې پرته له اکسیجنه لاسي څراغ ته کوو، دا کار د خپل وطن د خلکو سره د مرستې لپاره کوو."

په ورته وخت کې یو شمېر هغه کسان چې ناروغان يې روغتون ته راوړي، هم له ګڼو ستونزو سره مخ دي.

کریم الله وایي: "نن مې څلورمه ورځ ده، ولایتي روغتون ته مې ناروغ راوړی. درمل، اوبه، او برښنا نشته، شپې لاسي څراغ لګوم، ډاکټر هم عملیات لاس څراغ ته کوي."

د روغتیا پالانو د شمېرو له مخې ولایتي روغتون ته په ورځني ډول تر ۳ سوه پورې ناروغان راوړل کېږي.

XS
SM
MD
LG