د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۲۴

ملګري ملتونه: څو اوونیو کې به د افغانستان د خوراکي توکو زېرمې خالي شي


د خوراکي توکو یو زېرمتون
د خوراکي توکو یو زېرمتون

د ملګرو ملتونو په وینا په څو اونیو کې به په افغانستان کې د خوراکي موادو هغه زېرمې خالي شي چې له هغو بې وزلو افغانانو سره مرستې کېږي.

د ملګرو ملتونو یوه جګپوړي چارواکي خبرداری ورکړ چې ښایي روانه سېپټمبر میاشت په افغانستان کې د خوراکي موادو د کمبود یو بحران رامنځته شي.

د ملګرو ملتونو د بشري مرستو سیمه ییز همغږه کوونکی رمیز الاکبروف وایي، د افغانستان له درېیو یوه برخه خلک خوراکي موادو ته بېړنۍ اړتیا لري. الاکبروف زیاتوي چې ژمی را روان دی، سخته وچکالي ده، نو د افغانانو د خوړو لپاره ډېرو پیسو ته اړتیا شته.

الاکبروف خبرداری ورکړ، که اضافي مرستې ونه شي د سېپټمبر تر اخره به په افغانستان کې د خوراکي موادو زېرمې تشې شي.

د ملګرو ملتونو د بشري مرستو سیمه ییز همغږه کوونکی رمیز الاکبروف
د ملګرو ملتونو د بشري مرستو سیمه ییز همغږه کوونکی رمیز الاکبروف

الاکبروف پرون له کابله د ملګروملتونو غونډې ته د ویډیو کنفرانس له لارې وویل: "لکه څرنګه چې مې پخوا ویلي و، د سېپټمبر تر اخره، هغه مواد چې د خوړو نړیوال پروګرام یې په دې هېواد کې لري، هغه خلاصېږي. له موږ سره به مواد نه وي. موږ بیا نه شو کولی چې هغه ضروري خواړه چمتو کړو، ځکه چې موږ به په څه نه لرو. د دې لپاره چې اوسنی حالت وساتو، موږ لږ تر لږه دوه سوه میلیونه ډالرو ته یوازې د خوړو په برخه کې اړتیا لرو، څو تر ټولو محتاجو خلکو ته خواړه برابر کړو."

تر دې مخکې پرون د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوتریش ویلي و چې افغان ښځې، ماشومان او نارینه تر بل هر وخت د نړیوالې ټولنې مرستې او ملاتړ ته اړتیا لري او په خبره یې د بشري مرستو د پوره کولو وخت دی.

د ملګرو ملتونو د خوراکي موادو د پروګرام 'ډبلیو.اېف.پي' له اټکل سره سم په افغانستان کې د بیړنیو مرستو لپاره یو اعشاریه درې میلیارډه ډالرو ته ضرورت شته چې تردې دمه د دې پیسو یوازې نهه دیرش فیصده ترلاسه شوي دي.

نن نولسمه ده چې طالبانو کابل نیولی دی، خو د دې سربېره چې د دوی ویاند ذبیح الله مجاهد تېره اوونۍ ژمنه کړې وه چې په افغانستان کې به ټول بانکونه ژر تر ژره پرانېستل شي، لا هم لوی بانکونه او د اسعارو د تبادلې مرکزونه په بشپړ ډول نه دي خلاص شوي.

د امریکا په مېرلنډ پوهنتون کې د اقتصاد استاد شاه محرابي چې له ۲۰۰۲ میلادي کال راپه دې خوا د افغانستان د مرکزي بانک د بورډ غړی دی د ولسمشر بایډن له ادارې غوښتي دي چې د بشري بحران د مخنیوي لپاره دې طالبانو ته اجازه ورکړي چې د افغانستان له کنګل شوې زېرمې د میاشتې له سلو تر یوسل او پنځه ویشت میلیونه ډالرو پورې وباسي.

ذبیح الله مجاهد ژمنه کړې وه چې ټول بانکونه به ژر پرانېستل شي، خو لا هم په بشپړ ډول نه دي خلاص شوي.
ذبیح الله مجاهد ژمنه کړې وه چې ټول بانکونه به ژر پرانېستل شي، خو لا هم په بشپړ ډول نه دي خلاص شوي.

محرابي رویټرز اژانس ته په مرکه کې وویل چې روانه اوونۍ دی غواړي چې په دې اړه د امریکا د کانګرس له غړیو سره خبرې وکړي او تمه لري چې ډېر ژر به د امریکا د خزانې وزارت له چارواکو سره دا مساله وڅیړي.

د افغانستان د مرکزي بانک نژدې نهه میلیارده او پنځه سوه میلیونه ډالر له تقریباً یوې میاشتې راهیسې د امریکا د متحد ایالاتونو حکومت کنګل کړي دي.

امریکایي رسنیو د امریکایي چارواکو په وینا خبر ورکړی دی چې د دې زېرمې د کنګل کېدو علت دا دی چې واشنګټن غواړي پر طالبانو فشار راولي، څو خپلې ژمنې پرځای کړي.

واشنګټن له طالبانو غواړي چې په افغانستان کې د القاعده په څېر ترهګرو ته پناه ځای ورنه کړي، ټولشموله حکومت جوړ کړي او د ښځو او نجونو حقونه رعایت کړي.

XS
SM
MD
LG