د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۱۳

پر افغانستان د نړیوالو مرستې ودرېدې؛ نړیوال بانک هم وځنډولې


نړیوال بانک
نړیوال بانک

له افغانستان سره د نړیوالو په سلګونو میلیونه ډالر مرستې چې ټاکل شوې وه دا اوونۍ کابل ته وسپارل شي، وځنډېدې.

وروسته تر دې چې د اګسټ په پنځلسمه طالبان کابل ته داخل شول، یو شمېر نړیوالې موسسې اندېښمنې شوې چې دا ډله به بشري حقونه تر پښو لاندې کړي او اقتصادي چارې به داسې مخته یونه سي چې وده یې تر یوه بریده د ډاډ وړ وي.

نړیوال بانک هم له هغو سره یوځای شو چې د طالبانو له لوري د کابل تر نیولو وروسته یې له افغانستان سره خپلې مرستې درولي دي.

نړیوال بانک له دوه زره دوهم کال راپه دې افغانستان ته تر پنځه میلیارده او درې سوه میلیونه ډیر ډالر چمتو کړې دي.

دې بانک سي اېن بي سي ټلوېزیون ته په ایمیل کې خبر ورکړی دی چې د افغانستان وضعیت ته ژوره اندېښنه لري؛ په ځانګړي ډول د ښځو وضعیت ته نو دغه هېواد ته مو د پیسو پر ورکړه لاس نیولی دی.

نړیوال بانک دا هم ویلي دي چې د افغانستان وضعیت دقیق څاري او له نړیوالې ټولنې او خپلو شریکانو سره په دوامدار ډول په مشورو دی.

نړیوال بانک تېره اوونۍ اقتصادي سرچینو ته د طالبانو د لاس رسي مخه هم ډب کړه.

په واشنګټن کې مېشته دغه موسسه غواړي چې له افغانستان سره د خپلو مرستو تر پيل مخکې په کابل کې د واکمن حکومت په اړه وضاحت ترلاسه کړي چې نړیوالو منل شوېو بشري حقونو ته دا حکومت څومره درناوی کوي.

د اګسټ په پنځلسمه طالبان کابل ته داخل شول، یو شمېر نړیوالې موسسې اندېښمنې شوې.
د اګسټ په پنځلسمه طالبان کابل ته داخل شول، یو شمېر نړیوالې موسسې اندېښمنې شوې.

دا موسسه همدا راز دې ته ګوري چې د افغانستان نوی حکومت تر یوه بریده د اقتصادي رشد د ساتلو توان لري که نه؟

طالبانو دغه ښار ۱۱ ورځې مخکې ونیو او تراوسه په پلازمېنه کې اداري کارونه دریدلي دي، ان بانکونه بند دي.

د طالبانو ویاند د سې شنبې په ورځ ژمنه وکړه چې له چهارشنبې به ټول بانکونه پرانیستل شي او راکړه ورکړه به پيل شي، خو دا ژمنه تر اوسه نه ده عملي شوې.

په بهرنیو هېوادونو کې ګڼو افغانانو د افغانستان دننه خپلو خپلوانو او دوستانو ته د ویسټرن یونین بانک له لارې پیسې استولې، دې بانک هم له افغانستان سره بانکي راکړه ورکړه ځنډولې ده.

ټاکل شوې وه چې روانه اوونۍ د پیسو نړیوال صندوق د افغانستان حکومت ته څلور سوه پنځوس میلیونه ډالر وسپاري، خو دې نړیوالې موسسې په کابل کې د طالبانو د واکمنیدو له امله دا مرسته وځنډوله.

اروپایي ټولنې هم افغانستان کې خپل پرمختیایي کارونه درولي، د اروپایي کمېسیون مشرې اورزلا فون دیرلاین د سې شنبې په ورځ وویل: "په راتلونکې کې له افغانستان سره په پرمختیایي چارو کې زموږ مرستې له شرایطو سره تړلي دي، له بنسټیزو ارزښتونو سره دا مرستې غوټه شوي دي، لکه بشري حقونه، په ځانګړي ډول د ښځو حقونه."

د اروپایي کمېسیون مشرې اورزلا فون دیرلاین
د اروپایي کمېسیون مشرې اورزلا فون دیرلاین

ټاکل شوې وه چې اروپایي ټولنه د راتلونکو اوو کلونو په مخه له افغانستان سره یو اعشاریه اوولس میلیارډه ډالر مرستې وکړي.

طالبانو ژمنه کړې ده چې بشري حقونه به د ښځو د حقونو په ګډون د اسلامي شریعت له اصولو سره سم ورکوي، خو د اروپایي ټولنې مشره وایي، ترهغو له افغانستان سره مرستې نه کووچې نوي حکومت عملي ګامونه نه وي اخیستي.

بل لورته اروپایي ټولنې روانه اوونۍ اعلان وکړچې له افغانستان سره خپلې بشري مرستې سږکال له پنځوس میلیونه ایرو دوه سوه میلیونه ایرو ته زیاتوي.

اروپایي ټولنه غواړي چې په دې پیسو د افغانستان دننه او د افغانستان په ګاونډیو هېوادونو کې له اړمنو افغانانو سره مرستې وکړي.

په ورته وخت کې په بشري برخه کې د خوړو نړیوال پروګرام (ډبلیو.اېف.پي) په را روان ژمي کې افغانانو ته ژوره اندېښنه څرګنده کړې ده او له نړیوالو یې د لږ تر لږه دوه سوه میلیونه ډالرو مرستو غوښتنه کړې ده چې تراوسه د دې مرستو ژمنې نه دې شوي.

XS
SM
MD
LG