د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۳۶

ملګري ملتونه: هرو ۴ افغان کورنیو کې یوه، د هر څاښت خواړه کموي یا یې پوروي


ارشیف، عکس تزئیني بڼه لري
ارشیف، عکس تزئیني بڼه لري

د خوړو نړیوال پروګرام WFP په افغانستان کې د غذایي مواد د کمښت په اړه خبرداری ورکوي او وايي، په سلو کې نوي افغانان کافي خوراک نه شي کولی.

د اسیا پاسیفیک سيمې لپاره د خوړو د نړیوال پروګرام مرستیال مشرې انتیا ویب Anthea Webb پرون د وږي په ۱۹مه نېټه وویل چې د دې ادارې د سروې له مخې په هرو څلورو کورنیو کې یوې، لا مخکې یا د هر څاښت خوړو اندازه راکمه کړې او یا له نورو خلکو خواړه په پور اخلي.

مېرمن وېب وویل، د دې سروې پر اساس چې د اګسټ د ۲۱ مې او سېپټمبر د ۵ مې ترمنځ د افغانستان په واړه ۳۴ ولایتونو کې ترسره شوې ده میندې پلرونه، د دې لپاره چې ماشومان یې ماړه شي، خپله وږي پاتې کېږي.

د WFP دې چارواکې زیاته کړه چې له لوږې سره د مقابلې لپاره په افغانستان کې د کورنیو له خوا د دې ډول چلند موارد دوه ځلې زیات شوي: "هغه څه چې موږ موندلي دا دي چې د هغو کورنیو شمېر او کچه تقریباً دوه ځلي زیاته شوې چې له لوږې سره د مقابلې لپاره وروستۍ لارې چارې لټوي. د مثال په توګه یو څاښت خواړه نه خوري، یا لویان خپله برخه ماشومانو ته ورکوي او یا د دې لپاره چې خواړه ژر خلاص نه شي لږ خوراک کوي. نو اوس په هرو څلورو کې یوه کورنۍ، لږ تر لږه له یوې دې طریقې کار اخلي."

مېرمن وېب یادونه وکړه چې د خوړو نړیوال پروګرام اړو کورنیو سره د مرستې لپاره ۲۰۰ میلیونه ډالره بسپنې غوښتې ده او ځینو هېوادونو مثبت ځواب هم ویلی، خو هغې زیاته کړه چې ملګري ملتونه عملاً د مرستې سوال کوي څو په اکتوبر میاشت کې د افغانستان د غذایي موادو زېرمې ختمې نه شي.

د سروې له مخې په هرو څلورو کورنیو کې یوې، لا مخکې یا د هر څاښت خوړو اندازه راکمه کړې او یا له نورو خلکو خواړه په پور اخلي.
د سروې له مخې په هرو څلورو کورنیو کې یوې، لا مخکې یا د هر څاښت خوړو اندازه راکمه کړې او یا له نورو خلکو خواړه په پور اخلي.

د مېرمن ویب په وینا اوس چې له یوې خوا ژمی را روان دی او له بلې خوا د افغانستان اقتصادي وضعیت خراب دی، دا ستونزه په زیاتېدو ده: "د خوړو کمښت او بې کاري د هغو کورنیو لویه اندېښنه ده چې موږ یې سروې کړې. په داسې حال کې چې ژمی په چټکۍ سره را روان دی او د هېواد اقتصاد دړې وړې دی د دوی اندېښنه د توجېه وړ ده. اوس به اړو خلکو ته د مرستو د رسولو لپاره زموږ سیالي له وخت او واورې سره وي. که موږ د کال ترپایه ۱۴ میلیونه افغانانو ته د مرستو رسولو هدف په پام کې ونیسو نو باید تر نوامبر میاشتې پورې په هره میاشت کې نهه میلیونه کسانو ته ځان ورسوو."

د WFP دې چارواکې وویل، دا وضعیت ښيي چې ډېری افغانان د بشپړې بې وزلۍ پر مورګه ولاړ دي.

دا اندېښنې داسې مهال ښودل کېږي چې په افغانستان کې له یوې خوا سیاسي ابهام خلک پر راتلونکې بې باوره کړي او بل خوا د عامو افغانانو د اقتصادي توان کچه راټیټه شوې ده.

ملګري ملتونه افغانانو ته د بشري مرستو د هڅو په ترڅ کې په پام کې لري چې د راروانې دوشنبې په ورځ په جنیوا کې په یوه لوي کنفرانس کې له مرستندویو هېوادونو څخه شااوخوا ۶۰۰ میلیونه ډالره بسپنه راټوله کړي.

  • 16x9 Image

    احمد تکل

    احمد تکل (په انګرېزۍ کې Ahmad Takal) د چک جمهوریت په پلازمېنه پراګ کې د ازادې اروپا/ ازادۍ راډیو د افغانستان د څانګې خبریال دی. د افغانستان، پاکستان او سیمې په اړه راپورونه جوړوي. 

XS
SM
MD
LG