د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۳۴

ملګري ملتونه د افغانستان په اړه له نړیوالو سمدستي ۱۵ میلیونه ډالر غواړي


کابل کې افغان کډوال
کابل کې افغان کډوال

ملګري ملتونه په افغانستان کې د بشري وضعیت په اړه ژوره اندېښنه لري.

د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همږغۍ د دفتر یا اوچا ویاند ینس لېرک پرون سې شنبه(د وږي ۱۶مه) په جنیوا کې یوې غونډې ته وویل، په افغانستان کې د ناورین د مخنیوي لپاره د نړیوالو مرستې ته اړتیا ده.

لېرک زیاته کړه: "په افغانستان کې اساسي خدمتونه د له منځه تلو په حال کې دي، خوراکي مواد او لومړنۍ مرستې په ختمېدو دي. لکه څرنګه چې مو اورېدلي، د ملګرو ملتونو سرمنشي هم د بشري ناورین په اړه خبرداری ورکړی دی. موږ له نړیوالو مرستندویانو غواړو چې ژر او په خلاص لاس مرستې وکړي."

د اوچا دفتر ویاند دا هم وویل چې فوري مرستې، خوراکي مواد او لومړنۍ مرستې به نژدې ۱۱ میلیونه تنو ته برابرې شي.

ینس لېرک زیاته کړه، په دې مرستو کې به د ښځو او ماشومانو په شمول چې له خوار ځواکۍ سره مخامخ دي، د نژدې درې نیم میلیونه تنو د موقتې درملنې چاره وشي.

د اوچا ویاند ینس لېرک وویل، په افغانستان کې د ناورین د مخنیوي لپاره د نړیوالو مرستې ته اړتیا ده.
د اوچا ویاند ینس لېرک وویل، په افغانستان کې د ناورین د مخنیوي لپاره د نړیوالو مرستې ته اړتیا ده.

له بلې خوا د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې د ادارې یا فاو ريیس راین پاولسن وویل، له هرو درېيو افغانانو یو یې د غذايي مواد له نه مصونیت سره مخامخ دی.

د ده په وینا باید د مني کښتونه ژر پیل شي خو ویې ویل چې د دې کار لپاره فوري مالي مرسته پکار ده: "۱۵ میلیونه ډالره فوري مرستې ته سخته اړتیا لرو چې د غنمو د مني د کښت او همدا راز د څارویو د ژغورلو ملاتړ وکړو."

په افغانستان کې د خوراکي موادو د وضعیت په اړه خبرداری په داسې حال کې جدي ګڼل شوی چې تمه ده د سویس په جنیوا کې د روان سېپټمبر په ۱۳ مه له افغانستان سره د مرستو یوه لویه غونډه دایره شي.

تراوسه پورې د دې کنفرانس د برخه والو لېست او له افغانستان سره د مرستو د اندازې په اړه څه نه دي ویل شوي.

ددې راپور غږیزه بڼه ددې تړوني په کېکاږلو سره اوریدلی شئ:

هيله ده انتظار وکړئ
Embed

No media source currently available

0:00 0:02:02 0:00

XS
SM
MD
LG