د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۶ زمری ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۱۴

سره صلیب کمېټه: بشرپال سازمانونه او نړیوال بانک دې افغانستان سره مرستې بیا پیل کړي


ارشیف، د افغانستان غزني ولایت کې د سره صلیب کمېټې موټرونه او یو لاروی
ارشیف، د افغانستان غزني ولایت کې د سره صلیب کمېټې موټرونه او یو لاروی

د طالبانو له‌خوا د نظام نسکورېدو او د بشردوستانه مرستو محدودیت دا مهال ټولو برخو په ځانګړې توګه د افغانستان په روغتیایي سیستم سیوری غوړولی دی.

افغانستان د نورو ستونزو ترڅنګ دا مهال د کرونا ویروس له ګواښ سره هم لاس او ګرېوان دی.

د کابل افغان-جاپان روغتون سرطبیب طارق احمدي بیا د 'کووېډ-۱۹' ناروغانو د درملنې لپاره د دغه دولتي روغتون په ستونزو خبرې وکړې کوم چې له یوې میاشتې راهیسې ورسره مخ دي.

د ښاغلي احمدي په وینا، دوی د درملو او طبي تجهیزاتو له کمښت سره مخ دي او له بلې خوا، د افغان-جاپان روغتون کارمندانو معاشونه له درېیو میاشتو راهیسې نه‌دي ورکړل شوي.

ښاغلي احمدي د پنجشنبې په ورځ «۱۴۰۰ کال د وږې ۱۸» ازادي راډیو ته وویل: "د نړیوال بانک او نورو مرسته کوونکو ادارو لکه د روغتیا نړیوال سازمان او یونېسف له‌خوا د مرستو په بندېدو سره، کومو چې موږ سره د طبي تجهیزاتو په برخه کې مرسته کوله، اوس د دې ترڅنګ چې معاشونه نه‌ورکول کېږي، موږ د تجهیزاتو له کمښت سره مخ یو، د کرونا ناروغانو لپاره د افغان-جاپان روغتون تجهیزات باید بشپړ وي."

ارشیف، د کابل افغان-جاپان روغتون کې په کرونا ویروس یوه اخته ناروغ ته د ډاکترانو او روغتیايي کارکوونکي لارښوونې
ارشیف، د کابل افغان-جاپان روغتون کې په کرونا ویروس یوه اخته ناروغ ته د ډاکترانو او روغتیايي کارکوونکي لارښوونې

نړیوال بانک چې د دغه روغتون له تمویلوونکو څخه و، اوس خپلې مرستې درولې دي.

دا په داسې حال کې ده چې په افغانستان کې د سره صلیب نړیوالې کمېټې (ICRC) په نورو بشردوستانه سازمانونو او نړیوال بانک غږ کړی چې له افغانستان سره خپلې مرستې بیا پیل کړي او د روغتیایي سیستم ملاتړ ته دوام ورکړي.

د دغې کمېټې مشر پیتر مورېر چې افغانستان ته‌یې څلور ورځنی سفر درلود، وویل چې له افغانستان سره میلیاردونه ډالر بهرنۍ مرستې بندې شوي او په افغانستان کې د لوېدیځ تر ملاتړ لاندې حکومت له سقوط وروسته دغه هېواد له یو کړکېچن وضیعت سره مخ شوی دی.

نوموړي د دغه څلور ورځني سفر پر مهال له طالب چارواکو له هغې ډلې ملا عبدالغني برادر سره هم کتلي.

پیتر مورېر په یوه خبري ناسته کې وویل: "د سره صلیب نړیواله کمېټه هېڅکله د بندیزونو په اړه درېځ نه‌نیسي، خو د روغتیا سکټور لپاره د نړیوال بانک ملاتړ خورا اړین دی."

د سره صلیب نړیوالې کمېټې (ICRC) مشر پیټر مورېر
د سره صلیب نړیوالې کمېټې (ICRC) مشر پیټر مورېر

د سره صلیب او سرې میاشتې د ټولنو فدراسیون تر دې مخکي هم ویلي و چې جګړې، وچکالۍ او د کرونا ویروس ۱۸ ملیونه افغانان بشري مرستو ته اړ کړي دي.

پر دې سربېره، د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همغږۍ د سرمنشي مرستیال افغانستان ته د خپل سفر پر مهال ویلي و چې د دغه هېواد نیمایي نفوس بشري مرستو ته اړ دي.

همداراز د ملګرو ملتونو د اټکل له مخې ۱۸ ملیونه افغانان یا د افغانستان له نیمایي زیات وګړي د نړیوالو پر مرستو متکي دي.

ملګرو ملتونو د دغه سازمان پر غړو هېوادونو غږ کړی چې افغانستان ته د بشري مرستو لپاره یوه بېړنۍ غونډه راوبولي.

خو طالبانو بیا اوسنی کړکېچ لنډمهاله بللی او ویلي یې دي چې د حکومت په جوړېدو سره به وضعیت ډېر ژر عادي حالت ته راشي.

XS
SM
MD
LG