د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۳۷

۲ بریاوې او ۳ ماتې؛ د کرکټ نړیوال شل اووریز جام کې د افغانستان سفر پای ته ورسېد


د کرکټ نړیوال شل اووریز جام کې د افغانستان وروستۍ لوبه
د کرکټ نړیوال شل اووریز جام کې د افغانستان وروستۍ لوبه

د کرکټ د ۲۰۲۱ شل اووریز نړیوال جام سیالیو کې د افغان لوبډلې د سفر پای.

په دې سیالیو کې افغان لوبډلې سکاټلند او نامیبیا ته ماتې ورکړه، خو د پاکستان، هندوستان او نیوزیلنډ په وړاندې يې ماتې ومنله.

د کرکټ د ۲۰۲۱ کال نړیوال جام په سیالیو کې د افغان لوبډلې وروستۍ لوبه له نیوزیلنډ سره وه چې په اته وېکټو یې ماتې وخوړه.

دا لوبه تېره ورځ د ابوظبي په لوبغالي کې ترسره شوه، پچه‌يې افغان لوبډلې وګټله او په ټاکلو ۲۰ اوورونو کې ۱۲۴ منډې وکړې چې مقابلې لوبډلې یاد هدف د سیالۍ په ۱۸م اوور کې پوره کړ او په دې سره افغانستان په نړیوال جام کې خپل سفر پای ته ورساوه.​

د کرکټ نړیوال شل اوریزه جام کې افغانستان خپله وروستی سیالۍ د نیوزیلنډ پر وړاندې وبایلله
د کرکټ نړیوال شل اوریزه جام کې افغانستان خپله وروستی سیالۍ د نیوزیلنډ پر وړاندې وبایلله

د افغان لوبډلې دا سفر له خوښيو، ماتو او بریاوو سره مخ وو.

د سکاټلینډ او نامیبیا په وړاندې بریاوو افغانان خوښ کړل، خو د پاکستان، هندوستان او نیوزیلنډ په وړاندې ماتو خفه او نهیلي.

که څه هم په کور دننه او بهر وړاندوینې دا وې چې ښايي افغان لوبډله د دې سیالیو تر نیمه پایلوبې سفر وکړي.

خو اوس ښايي وویل شي چې افغان لوبډلې ته لا هم اوږد مزل ورله غاړې دی تر څو پیاوړې لوبډلې ماتې کړي.

د کرکټ افغان څارونکي وايي په دې سیالیو کې افغان لوبډله له تمې خلاف ولوبېده او لاسته راوړنې يې ښې نه‌وې.

د افغانستان د کرکټ ملي لوبډله
د افغانستان د کرکټ ملي لوبډله

لیکوال او د کرکټ افغان څارونکی بختیار ساحل وايي ټولو پنځه لوبو ته په کتو ویل کېدای شي چې د افغان لوبډلې د توپ وهنې ستونزه چې له کلونو راهیسې يې لري لا هم پر خپل ځای ده.

ساحل وایي: "په توپ وهنه کې ولیدل شو چې افغان لوبډله د وړو ټیمونو پر وړاندې تقریباً ښه ولوبېده، خو د غټو لوبډلو پر وړاندې د افغانستان بېټنګ په بشپړ ډول ناکام وو، هېڅ لوبغاړي ښه لوبه ونه‌شوه کړای یو نیم ښايي ښه لوبېدلای وي، خو په یو نیم لوبغاړي نه‌کېږي، ولیدل شول چې موږ اصلاً یو هم ښه توپ وهونکی نه‌لرو."

د کرکټ بل افغان مینه‌وال او څارونکی سمېع هلال هم ورته نظر لري، خو وايي نه‌یوازې دا چې په بېټنګ کې ستونزې ولیدل شوې، بلکې د فیلډنګ یا توپ ټولونې په برخه کې هم افغان لوبغاړي له ورته ستونزې سره مخ دي.

هلال وایي: "بله مهمه خبره دا ده چې زیاتره افغان لوبغاړي متحده عربي اماراتو ته وړل شوي وو، خو تر اخره ورته په لوبغالي کې د لوبېدو چانس ورنه‌کړل شو او یوازې اوبه‌يې چلولې، تر اخره چې کوم ۱۱ کسیز یا ۱۲ کسیز سکواډ ولوبول شو، پایله‌يې ښه نه‌وه چې دا د ځینو لوبغاړو په حق کې ظلم وو."

د کرکټ ملي لوبغاړی ګلبدین نایب هم ځینې ستونزې مني، خو متحده عربي اماراتو ته د لوبغاړو ناوخته تګ، له نړیوال جام وړاندې افغان لوبډلې ته د نړیوال کرکټ زمینه نه‌برابرېدل او د پراخو تمریناتو نه‌کول هغه لاملونه یادوي چې له امله‌يې افغان لوبډله له نیمه پایلوبو وړاندې له سیالیو بهر شوه.

ښاغلي نایب له نیوزیلنډ سره له لوبې وروسته په خبري کنفرانس کې وویل: "له اته نهه میاشتو موږ هېڅ نړیوال کرکټ نه‌و کړی، له سیالیو درې ورځې وړاندې متحده عربي اماراتو ته راورسېدو، نو په درې ورځو کې هېڅ نه‌کېږي، خو هو ستونزې شته، باید ډېر کار پرې وشي، بالېنګ مو ډېر ښه دی، خو په دې نه‌کېږي، د بېټنګ برخه کې هم باید ټاپ اډر ښه شي، په درې څلورو کسانو مېچونه نه‌شي ګټل کېدای، په دې برخه کې ډېر کار ته اړتیا ده."

د کرکټ ملي لوبغاړی ګلبدین نایب هم د کرکټ په برخه کې ځینې ستونزې مني
د کرکټ ملي لوبغاړی ګلبدین نایب هم د کرکټ په برخه کې ځینې ستونزې مني

خو نوموړی مینه‌والو ته ډاډ ورکوي چې افغانستان د نړیوالې درجه‌بندې پر بنسټ سره له اوسه د ۲۰۲۲م نړیوال جام شل اووریز سیالیو ته کوالیفای شوی، دوی به هڅه وکړي افغانانو ته بریاوې راوړي.

ګلبدین نایب افغان کرکټ بورډ اداره هم ګرمه وګڼله چې له نړیوال جام وړاندې له نړیوالو لوبډلو سره د سیالیو په کولو ونه‌توانېده.

دی وايي که کرکټ بورډ له سیالیو وړاندې لوبډلې ته له پیاوړو لوبډلو سره د لوبو زمینې برابرې کړې وی، نو ښايي اوس پایله بدله وی.

د ملي لوبډلې دې لوبغاړي د کرکټ له افغان مینه‌والو مننه وکړه چې د لوبډلې د هڅونې لپاره لوبغالي ته ورغلل او د دوی ملاتړ يې وکړ.

د کرکټ شل اووریز نړیوال جام د ۱۲ ټاپ لوبډلو پړاو د تېرې اکټوبر میاشتې په ۲۳مه په دوه ګروپونو کې د هندوستان په کوربه‌توب په متحده عربي اماراتو کې پیل شو.

افغانستان له هند، پاکستان، نیوزیلنډ، سکاټلند او نامیبیا سره ولوبېده.

په بل ګروپ کې بیا انګلنډ، اسټرالیا، جنوبي افریقا، وېسټ انډیز، سريلانکا او بنګله‌دېش له یو بل سره مخامخ وو.

د پاکستان او سکاټلند ترمنځ لوبه
د پاکستان او سکاټلند ترمنځ لوبه

نیوزیلنډ، پاکستان، استرلیا او انګلنډ د دې سیالیو نیمه پایلوبې ته وتلي دي.

لومړۍ نیمه پایلوبه د راروانې چهارشنبې په ورځ د پاکستان او استرالیا او دوهمه‌یې د پنجشنبې په ورځ د انګلنډ او نیوزلنډ ترمنځ‌ ترسره کېږي.

د دغه نړیوال جام پایلوبه د راروانې یکشنبې په ورځ د نومبر په ۱۴مه ترسره کېږي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG