د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۴۰

اسټرالیا له افغانستان سره یوازنۍ ټسټ لوبه وځنډوله


ارشیف، د اسټرالیا د کرکټ ټیم
ارشیف، د اسټرالیا د کرکټ ټیم

اسټرالیا له افغانستان سره د نومبر په وروستیو کې یوازنۍ ټسټ لوبه وځنډوله.

د اسټرالیا د کرکټ چارواکو نن تأیید کړې تر څو چې په افغانستان کې وضعیت نه‌وي معلوم له افغان لوبډلې سره یوازنۍ پلان شوې ټسټ لوبه ځنډوي.

د دې پرېکړې لوی علت پر افغانستان د طالبانو بیا واکمنېدل او ورسره راغلي تحولات یادېږي.

د اسټرالیا د کرکټ ادارې په اعلامیه کې راغلي چې "په افغانستان او نړۍ کې د ښځینه‌وو او نارینه‌وو د کرکټ د ودې لپاره ژمن یو، خو په افغانستان کې روان ناڅرګند حالت ته په کتو تر هغو چې وضعیت نه‌وي معلوم لوبه ځنډوو".

مخکې پلان دا و چې د افغانستان د کرکټ ملي ټیم به د نومبر په ۲۷مه له اسټرالیا سره خپله یوازنۍ ټسټ لوبه په هوبارټ ښار کې پیلوي.

د اسټرالیا د کرکټ مسؤلینو مخکې په سپټمبر کې د طالبانو له‌خوا د ښځو د کرکټ په بندولو باندې تُندې نیوکې کړې وې او ګواښ‌یې کړی و چې له افغانستان سره به ټسټ لوبه لغوه کړي.

د کرکټ د نړیوال شل اووریز جام تر پیل مخکې د کرکټ نړیوالې شورا ویلي و چې افغان ټیم د نورو لوبډلو په شان په نړیوال جام کې لوبېږي او دوی یې ملاتړ کوي.

که څه هم طالبانو ژمنې کړي چې د خپلې تېرې دورې سختې کړنې به نه‌تکراروي، خو په هېواد کې دننه او بهر ګڼ افغانان د روان وضعیت په اړه اندېښمن دي.

XS
SM
MD
LG