د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۰۷

نیمه پایلوبې ته د افغان کرکټ لوبډلې هیلې شته؛ هند هم لوبه کې ماته ورکړه


د افغانستان او هند دوه تنه لوبغاړي
د افغانستان او هند دوه تنه لوبغاړي

د شل اوورونو د کرکټ د نړیوال جام تېر اتل هند- افغان لوبډلې ته تېره شپه د شپږ شپېته منډو په توپیر ماتې ورکړه.

د دې ماتې سربېره په دې نړیوال جام کې نیمه پایلوبې ته د افغان لوبډلې هیلې شته خو د تېرې شپې له لوبې وروسته نیمه پایلوبې ته د هند مړه هیله راژوندۍ شوه.

د افغانستان کپتان محمد نبي د متحد عربي اماراتو په پلازمېنه ابوظبۍ کې پچه وګټله او د لومړي بېټنګ نوبت یې هند ته ورکړ.

هندي لوبغاړو ډېره تېزه لوبه وکړه. د هند د پیل دوو لوبغاړو یوسل او څلویښت منډې په ګډه جوړې کړې چې بیا روهیت شرما د جنت په توپ وسوځېده او نژدې دوه اووره وروسته راهول د ګلبدین نایب له لوري بورډ شو.

هند په ټاکلیو شل اورونو کې دوه سوه لس منډې جوړې کړې او یوازې همدا دوه لوبغاړي یې له لاسه ورکړل.

د افغانستان کپتان محمد نبي د لوبې پچه وګټله او د توپ اچونې پرېکړه یې وکړه.
د افغانستان کپتان محمد نبي د لوبې پچه وګټله او د توپ اچونې پرېکړه یې وکړه.

دا هدف اسانه نه و، په هر اوور کې تر لس ډېرې منډې پکار وې، نو د افغانستان د پیل لوبغاړو بېړه وکړه او ژر ژر وسوځېدل، بیا وروسته الرونډران ښه وځلېدل، کریم جنت دوه څلویښت ناسوځېدلی پاتې شو او محمد نبي په پنځه دیرش منډو وسوځېد.

د افغانستان لوبډلې یو سل او څلور څلویښت منډې وکړې او اووه لوبغاړې یې وسوځېدل. دا لوبه هند د شپږ شپېته منډو په توپیر وګټله.

د افغانستان د کرکټ بورډ د رسنیو د برخې مسوول او ویاند فرید هوتک ازادي راډیو ته وویل چې د هند پياوړې لوبډله افغانانو له څه ستونزو سره مخامخ کړې وه.

دی وايي: "د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې تراوسه په نړیوال جام کې څلور لوبې ترسره کړي دي چې په دوو لوبو کې یې خپلو سیالانو ته سترې ماتې ورکړې دي او په دوو نورو کې یې خپل سیالان له سختو ستونزو سره مخامخ کړل. افغان لوبډله به د نړیوال جام سیالیو په ترڅ کې خپله پنځمه لوبه د روانې میاشتې په اوومه نېټه له نیوزیلنډ سره ترسره کړي چې د هغې لوبې لپاره به په بشپړ چمتوالي افغان لوبډله د لوبې ډګر ته ښکته شي."

د افغانستان د کرکټ بورډ د رسنیو د برخې مسوول او ویاند فرید هوتک وايي، ملي لوبډلې په نړیوال جام کې څلور لوبې ترسره کړي دي
د افغانستان د کرکټ بورډ د رسنیو د برخې مسوول او ویاند فرید هوتک وايي، ملي لوبډلې په نړیوال جام کې څلور لوبې ترسره کړي دي

افغانستان او هند په دوهم ګروپ کې دي د تېر ماښام له لوبې وروسته د دواړو لوبډلو هیلې ژوندۍ پاتې شوې چې نیمه پایلوبې ته به لاره کوي.

که افغانستان خپله بله لوبه د نیوزیلنډ له پیاوړې لوبډلې وګټله نو دا چانس شته چې افغانستان نیمه پایلوبې ته ووځي او د الف ګروپ له لومړي ټیم سره چې غالباً انګلستان دی لوبه وکړي، خو که افغانستان له نیوزیلنډ څخه ماتې وخوړه نو له دې جامه به ووځي.

بل لورته د هند لپاره دا مهمه ده چې خپلې راتلونکې لوبې چې په ګروپ له سکاټلنډ او نامیبیا سره پاتې دي په لږ ډېر توپیر وګټي چې نیمه پایلوبې ته لار وکړي.

XS
SM
MD
LG