د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۰۶

د افغانستان او پاکستان د کرکټ لوبه؛ راشدخان له خلکو بښنه غوښتې


د افغانستان د کرکټ ستوري راشدخان
د افغانستان د کرکټ ستوري راشدخان

د افغانستان د کرکټ ستوري راشدخان له پاکستان سره په بېګانۍ لوبه کې د افغان لوبډلې د ماتې له کبله له خپله مینه والو بښنه غوښتې.

افغان لوبډلې تېره شپه د شل اووریز کرکټ په نړیوال جام کې په یوه هیجاني لوبه کې د پاکستان پر وړاندې په پنځو ویکټو ماتې وخوړه.

راشدخان پر خپله فیسبوکپاڼه په یو بیان کې ویلي چې په افغانستان او نړۍ کې له مینه والو ځکه بښنه غواړي چې ویې نه شو کړای خلکو ته هغه بریا راوړي چې هیله یې درلوده.

راشد همدا راز په شل اووریز کرکټ کې د سلو ویکټو د ترلاسه کولو د ریکارډ په خاطر د خپلو مینه والو د نېکو هیلو مننه کړې.

په همدې حال کې د افغان لوبډلې فاسټ باولر نوین الحق فرانسپرېس خبري اژانس ته ویلي دي چې ملي لوبډله هیله منه ده د پاکستان پر وړاندې له ماتې وروسته له نامیبیا سره په خپله راتلونکې لوبه کې بیا وځلېږي.

د افغانستان او نامیبیا لوبډلې سبا یکشنبې د کابل په وخت د ماسپښین په یوه نیمه بجه د ابوظبي په لوبغالي کې سره مخامخ کېږي.

XS
SM
MD
LG