د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۱۲

کرکټ؛ نن افغانستان د هندوستان سره سیالۍ لري


د افغانستان کرکټ لوبډله
د افغانستان کرکټ لوبډله

ټاکل شوې چې د کرکټ د شل اوورېزه نړیوال جام د سیالیو په لړ کې نن د افغانستان د کرکټ ملي لوبډله د هندوستان پر وړاندې د سیالۍډګر ته ښکته شي.

دا لوبه نن ماښام شپږ نیمې بجې په ابوظهبۍ کرکټ لوبغالي کې ترسره کېږي.

افغانستان له دې وړاندې سکاټلنډ او نامیبیا ته په لوی توپیر ماتې ورکړي دي خو، هندوستان بیا له پاکستان او نیوزلنډ ماتې خوړلې ده.

که افغانستان دا لوبه وګټي، نو د دې سیالیو نیمه پایلوبې ته يې د ورتګ چانس زیاتېږي، خو که هندوستان غواړي نیمه پایلوبې ته ووځي نو د افغانستان په ګډون باید خپلې راتلونکې دوه نورې لوبې په لوړ توپیر وګټي.

افغان کرکټ بورډ ویلي دي چې لوبغاړو د دې سیالۍ لپاره ښه تمرینات کړي او د لوبغاړو ټوله هڅه به دا وي چې دا لوبه وګټي.

د دې سیالیو د تېرې شپې په لوبه کې بیا پاکستان نامیبیا ته د ۴۵ منډو په توپير ماتې ورکړه.

پاکستان په لومړۍ توپ وهنه کې سیالې لوبډلې ته د ۱۹۰ منډو هدف وټاکه، خو نامیبیا ونه توانېده چې یاد هدف پوره کړي.

پاکستان په دې بریا سره د دې سیالیو نیمه پایلوبې ته لاره وکړه.

دوی له دې وړاندې افغانستان، هندوستان او نیوزلنډ لوبډلې هم ماتې کړي دي.

د دې سیالیو په بل ګروپ کې بیا انګلینډ تر ټولو ډېرې څلور سیالۍ ګټلي او نیمه پایلوبې ته لاره پیدا کړې ده.

XS
SM
MD
LG