د کرکټ د شلو اوورونو د نړیوال جام سیالیو په لړ کې نن افغانستان خپله مسابقه د نیوزیلنډ لوبډلې ته وبایلله.
د لوبې ټاس افغانستان وګاټه او د بټینګ کولو پرېکړه یې وکړه چې د اتو لوبغاړو په سوځېدو سره یې ۱۲۴ منډې وکړې.
نیوزیلنډ وتوانېد د ۲ لوبغاړو په سوځېدو سره هدف په اسانۍ پوره کړي.
له دې سره په دویم ګروپ کې د پاکستان تر څنګ نیوزیلنډ هم وتوانېد چې نیمه پایلوبې ته لار پیدا کړي.
نن بله مسابقه پاکستان او سکاټلنډ ترمنځ ده چې د مازیګر شپږنیمې بجې پیلېږي.
پرون د نړیوال جام د سیالیو په لړ کې اسټرالیا ویسټ انډیز ته او جنوبي افریقا انګلستان ته ماتې ورکړه.