د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
چهارشنبه ۱۰ مرغومی ۱۴۰۴ کابل ۰۳:۰۳

پاکستاني سوداګر وايي، د افغانستان د لارو بندېدو میلیونونه ډالر تاوان وراړولی دی


د افغانستان او پاکستان ترمنځ د سوداګري او ترنزیتي لارو د بندېدو له کبله د دواړو خواوو سوداګرو د میلیونو ډالرو زیان کړی دی.

د افغانستان او پاکستان ترمنځ له کابو دوو میاشتو راهیسي د لارو د بندېدو له کبله ترانزيټي بارونه او کانټېنرونه لا هم د کراچۍ په بندر کې بند پاتې دي۔

د پاکستان د سوداګرۍ او صنايعو خونې خبرداری ورکړی چې له ۱۰ زرو څخه زيات افغان او پاکستاني سوداګر له سختو مالي زيانونو سره مخامخ دي، ځکه چې د هغوی ترانزيټي مالونه د کراچۍ په بندر کې درېدلې دي.

پاکستاني رسنیو نن ( سې شنبې) وویل چې له دې امله تر ۱۰ زره زيات افغان او پاکستاني سوداګرو زیان کړی او ورځ په ورځ یې تاوان ډېریږي.

ایکسپریس ټريبيون ورځپاڼې راپور ورکړی چې د تورخم، سپين بولدک، چمن او غلام خان په ګډون د مهمو سرحدي لارو بندېدو د دواړو هېوادونو ترمنځ سوداګرۍ ته سخت زيان رسولی دی۔

د افغانستان- پاکستان د ترانزیت مرستیال ريیس ضیاالحق سرحدي وايي، په تېرو څه باندې ۸۰ ورځو کې له افغانستان سره د پاکستان د لارو د بندېدو له امله پاکستان ته د میلیونونو ډالرو زیان اوښتی دی:

«په یوه میاشت کې یوازې د تورخم د بندېدو له کبله تر ۴۵ میلیون ډالرو زیات زیات پېښ شوی دی. وروسته په تیرو ۸۰ ورځو کې د افغانستان او پاکستان په دوه اړخیز تجارت کې ۲۰۵ میلیون ډالره تاوان شوی دی، دا لوی بازار و، پر افغانستان سربېره منځنۍ اسیا هم ده.»

پاکستاني چارواکو ويلي چې له شاوخوا ۱۱ زره تر ۱۲ زره پورې ترانزيټي کانټېنرونه، چې افغانستان او د منځنۍ اسيا جمهوريتونو ته په لاره وو، د افغانستان او پاکستان ترمنځ د لارو د بندېدو له کبله د کراچۍ په بندر کې بند پاتې دي۔

سربېره پر دې، زرګونه لارۍ چې د دواړو خواوو د سوداګرو واردات او صادرات لېږدوي، په سرحدونو کې ولاړې دي، چې له امله يې ژر خرابېدونکي توکي خوسا کېږي او مالي زيانونه زياتېږي۔

ملګرو ملتونو په يوه راپور کې ويلي چې د پاکستان او افغانستان ترمنځ د لارو دوامدار بندښت د دواړو خواوو سوداګرو ته هره ورځ شاوخوا يو ميليون ډالر تاوان اړوي۔

افغانستان تر دې وړاندې د خپلې سوداګرۍ لپاره تر ډېره د پاکستان پر بندرونو او ترانزيتي لارو تکيه لرله، له همدې امله د دوو هیوادونو ترمنځ د لارو بندېدا د دې هېواد د وارداتو او صادراتو اقتصاد ته ستر ګوزار بلل کېږي۔

پخوا هم د سياسي تاوتريخوالي او امنيتي پېښو پر مهال ورته خنډونه رامنځته شوي، چې له کبله یې د افغانستان او پاکستان ترمنځ پر ترانزیت او سوداګرۍ د سوداګرو باور کم شوی دی.

د پاکستاني رسنیو پر اساس، سوداګر له دواړو لورو غوښتنه کوي چې ژر تر ژره سرحدي لارې بېرته پرانيزي، څو له نورو اقتصادي زيانونو مخه ونیول شي او پر هغو ټولنو بشري اغېزې رامنځته نه شي چې پر سوداګرۍ تکيه لري۔

کارپوهان خبرداری ورکوي چې که د افغانستان او پاکستان ترمنځ د تجارت لارې خلاصې نه شي او د اوږدې مودې لپاره تړلي پاتې شي، نو دا به په جنوبي او منځنۍ اسيا کې د عرضې زنځيرونه ګډوډ کړي، د سوداګرو لګښتونه به لوړ کړي او سيمه‌ييزه اقتصادي بې‌ثباتي به لا ژوره کړي۔

په اکتوبر میاشت کې پاکستان پر کابل او پکتیکا بمباري وکړه، ورپسې د افغانستان د طالبانو سرحدي ځواکونو له څو ولایتونو څخه هممهاله پر پاکستاني پوستو بریدونه وکړل. د طالبانو له بریدونو وروسته پاکستان له افغانستان سره خپلې ټولې لارې بندې کړې.

د پاکستان د دې اقدام په ځواب کې د طالبانو د ريیس الوزرا اقتصادي مرستیال ملاعبدالغني برادر اعلان وکړ چې که پاکستان خپلې لارې پرانیزي هم، دوی به یې تر هغو خلاصې نه کړي چې پاکستان کلک ضمانت نه وي ورکړی چې بیا به سوداګري لارې له سیاسي او امنیتي چارو سره نه تړي.

XS
SM
MD
LG