د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۷ غویی ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۱۶

د افغانستان-هند لوبه؛ راشد خان خلکو ته: د سیالۍ پرمهال نظم مراعت کړئ


د ملي لوبډلې وتلی ستوری راشد خان
د ملي لوبډلې وتلی ستوری راشد خان

د افغانستان د کرکټ ملي ټیم لوبغاړي له خپلو مینه والو غواړي چې د هند پر وړاندې د مسابقې د نندارې پر مهال نظم رعایت کړي.

افغانستان د شلو اوورونو په نړیوال جام کې د خپلې څلورمې مسابقې لپاره چې د کابل پر وخت د مازیګر څلورنیمې بجې د ابوظبۍ د کرکټ په سټډیوم کې پیلېږي، د دوشنبې په ورځ تمرینات وکړل.

د ملي لوبډلې وتلي ستوري، راشد خان پرون پر خپل ټویټر په یوه ویډیويي پیغام کې له هغو کسانو چې د نننۍ لوبې نندارې ته ورځي وغوښتل: "له تاسو دا هیله ده چې کله میدان ته راځئ له ځان سره ټکټ راوړئ، ټکټ واخلئ او هڅه وکړئ له ټکټ پرته رانه شئ. هغه ډول بې نظمي چې د دوبۍ د کرکټ په میدان کې وشوه چې ډېر کسان له ټکټ پرته راننوتل او هلته بې نظمي پیدا شوه. د ICC او ابوظبۍ د کرکټ پر پاڼه ټکټونه شته. له تاسو ټولو دا هیله وه. راځئ خلکو ته وښیو چې څومره بانظمه خلک یو."

افغانستان د کرکټ د شلو اوورونو په نړیوال جام کې تر اوسه درې مسابقې کړي چې له سکاټلنډ او نامیبیا څخه یې مسابقې ګټلي، خو پاکستان ته یې بایللې ده.

هندوستان بیا تر اوسه دوې مسابقې کړي چې یوه یې د پاکستان او بله د نیوزیلنډ په وړاندې وه چې دواړه یې بایللي او په دویم ګروپ کې په پنځم کتار کې دی.

بل خوا د اصغر افغان پرځای چې استعفی یې اعلان کړې او د نامیبیا پر وړاندې مسابقه یې وروستۍ نړیواله مسابقه وه شرف الدین اشرف لوبه کوي.

کرکټ بورډ پرون خبر ورکړی چې ځوان لوبغاړی اشرف به د افغانستان په ټیم کې د شل اووره مسابقو پر مهال شامل وي.

ټاکل شوې ده چې افغانستان د هند تر څنګ را روانه یکشنبه له نیوزیلنډ سره هم مخامخ شي.

که افغان لوبډلې له دې دواړو سیالیو یوه هم وګټله، په غالب ګومان به بل پړاو ته د رسېدو چانس ترلاسه کړي.

XS
SM
MD
LG