د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۸ مرغومی ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۰۶

اصغر افغان له نړیوال کرکټه استعفا وکړه


د افغانستان د کرکټ پخوانی لوبډلمشر
د افغانستان د کرکټ پخوانی لوبډلمشر

د افغان کرکټ ملي لوبغاړی او پخوانی لوبډلمشر وايي، د نامیبیا په وړاندې لوبه به يې د نړیوال کرکټ وروستۍ لوبه وي.

افغانستان د کرکټ په نړیوال شل اوورېزه جام کې له غرمې وروسته له نامیبیا سره لوبه لري.

نامیبیا له دې وړاندې خپله لومړنۍ لوبه له سکاټلنډه ګټلې ده.

اصغر افغان چې پر خپل رسمي فیسبوک د یو ویډیو له لارې خبرې کولې وویل، که څه هم دا ورته سخته ده، خو نویو ځوانانو ته د چانس ورکولو په هدف دا پرېکړه کوي.

ښاغلي افغان د کرکټ له افغان مینه والو مننه کړې چې په سخت وخت کې يې لوبډله ستایلې او ښې مشورې يې ورکړي دي.

اصغر افغان چې نږدې څلوردیرش کاله عمر لري خپله لومړنۍ یو ورځنۍ لوبه يې په ۲۰۰۹ میلادي کال کې يې سکاټلنډ او لومړنۍ شل اووریزه لوبه يې په ۲۰۱۰ میلادي کال کې د ایرلینډ په وړاندې ترسره کړه.

ښاغلي افغان تر دې دمه د افغانستان لپاره په ۱۱۴ یو ورځنیو لوبو کې ۲۴۲۴ او په ۷۴ شل اوریزه سیالیو کې ۱۳۵۱ منډې کړي دي.

دا شان يې په ۶ ټېسټ یا پنځه ورځنیو سیالیو کې ۴۴۰ منډې کړي دي.

اصغر افغان چې نږدې شپږ کاله په ټولو فارمټونو کې د افغان لوبډلې لوبډلمشر پاتې شوی مینه وال يې نوموړی د افغانستان لپاره بریالی کپټان بولي خو په وروستیو کې په ټولنیزو رسنیو په ځانګړی ډول فیسبوک کې د کرکټ زیات شمېر مینه والو له نوموړي د استعفا غوښتنه کوله چې باید خپل ځای ځوانو لوبغاړو ته پرېږدي.

افغان کرکټ بورډ د ښاغلي اضغر افغان استعفا تأیید کړې ده او په یوه اعلامیه کې یې لیکلي دي چې کرکټ بورډ د نوموړي د دغه پرېکړې هرکلی کوي.

په اعلامیه کې دا شان د افغان کرکټ لپاره د ښاغلي افغان هڅې ستایل شوې دي.

XS
SM
MD
LG