د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۲۳

د شل اووریز کرکټ جام؛ بنګله‌دېش د اسټرالیا په وړاندې په لوی توپیر ماتې وخوړه


د شل اووریز کرکټ جام د لوبو په لړۍ کې د بنګله‌دېش ټیم یو لوبغاړی
د شل اووریز کرکټ جام د لوبو په لړۍ کې د بنګله‌دېش ټیم یو لوبغاړی

د شل اووریز کرکټ جام د لوبو په لړۍ کې نن بنګله‌دېش د اسټرالیا په وړاندې په لوی توپیر ماتې وخوړه.

بنګله‌دېش لومړی بېټنګ وکړ په ۱۵ اوورونو کې یې واړه لوبغاړي وسوځېدل او د سیالې لوبډلې لپاره‌یې د ۷۱ منډو اسانه هدف ورکړ.

د اسټرالیا ځواکمنې لوبډلې یوازې په ۶،۲ اوورونو کې د ۲ لوبغاړو په سوځېدو سره ۷۸ منډې وکړې او سیالې لوبډلې ته‌یې د اتو وېکټو په توپیر په داسې حال کې چې ۸۲ بالونه‌یې لا پاتې وو، ماتې ورکړه.

نن همداراز د کابل په وخت د ماښام په شپږ نیمو بجو د سریلانکا او وېسټ اندیز د لوبډلو ترمنځ یوه بله لوبه هم په پام کې ده.

افغانستان د نړیوال جام په لړۍ کې خپله څلورمه لوبه پرون له هند سره وکړه چې ویې‌بایلله. د افغانستان بله لوبه به د نومبر په اوومه یعنې د راروانې یکشنبې په ورځ له نیوزیلنډ سره وي.

XS
SM
MD
LG