د بشر حقونو د څار نړیوال سازمان وایي، افغان حکومت د هغو جنسي ځورونو د قضیو له امله په عدالت ټینګولو کې پاتې راغلی چې زورواکي پهکې ښکېل دي.
دغه سازمان په خپل یوه تازه راپور کې د لوګر ولایت په یو شمېر ښوونځيو کې پر نارینه زدهکوونکو د جنسي تېري او همدا ډول د ښځینه فوټبال ملي لوبډله کې د جنسي ځورونو موضوعګانې رابرسېره کړې دي.
دغه سازمان زیاتوي چې په لوګر ولایت کې یو شمېر سیمهییزو چارواکو هڅې پیل کړي څو د ماشومانو د جنسي تېریو په اړه د څېړنو مخه ونیسي او په دې اړه یو شمېر ډيپلوماتیکو ادارو هم اندېښنه څرګنده کړې ده.
دغه سازمان په خپله تازه اعلامیه کې له افغان حکومت غوښتي چې د دې قضیو عاملین ژر تر ژره محاکمه کړي.
په اسیا کې د دغه سازمان مسؤلې پټرېشیا ګاسمن د پنجشنبې په ورځ «۱۳۹۸ کال د سلواغې ۲۴» ازادي راډيو ته وویل: "په افغانستان کې د جنسي تاوتریخوالي مخنیوی له ډېرې مودې راهیسې ستونزمن وو، خو ستونزې هغه وخت لاپسې پراخه کېږي کله چې مظنون قوي خلک وي، دا دوه وحشتناکې پېښې د جنسي تاوتریخوالي د معافیت پای ته رسولو لپاره د افغان حکومت د ژمنتیا یوه لویه ازموینه ده."
له دې سره د افغانستان د بشري حقونو سازمان هم ورته نظر لري او وایي چې په حکومت کې دننه داسې کسان موجود دي چې په خپله په بېلابېلو جنایتونو تورن دي.
د دغه سازمان مشر لعل ګل لعل په دې اړه ازادي راډیو ته وویل: "په حکومت کې د هغو جنګي مجرمنیو او د بشري حقونو په نقض تورنو کسانو شتون، د اساسي قانون نهپلي کېدل او همدارنګه د حکومت په ډېریو برخو کې کار اهل کار ته نهسپارل دي چې له املهیې په ټولنه کې عدالت تأمینېدلی نهشي."
دا په داسې حال کې ده چې تر دې وړاندې په ۲۰۱۸ کال کې د افغان ښځینه فوټبال یو شمېر لوبغاړو شکایتونه کړي وو چې د فوټبال ملي فدراسیون د مشر کرامالدین کریم له لوري له جنسي ځورونو سره مخ شوي دي.
همدارنګه تر هغې وروسته د ۲۰۱۹ میلادي کال نومبر میاشت کې ګاردین ورځپانې د لوګر ولایت د مدني ټولنې د مشر موسی محمودي او همکارانو له قولهیې یو راپور خپور کړی و چې په دغه ولایت کې په یو شمېر ښوونځیو کې له ۵۰۰ پر ډېرو هلکانو د ښوونکو له لوري جنسي تېري شوی دی.
د دغه راپور تر خپرېدو وروسته موسی محمودي او یو همکار یې د ملي امنیت ریاست له لوري ونیول شول، خو له زیاتو فشارونو وروسته بېرته خوشې کړای شول.
خو د افغانستان لویه څارنوالۍ دا خپور شوی راپور ردوي او وایي چې دواړه قضیو تهیې رسېدنه کړې او لاهم څېړنې روانې دي.
د دغې ادارې ویاند جمشېد رسولي ازادي راډيو ته وویل چې لویې څارنوالۍ ټولو هغو قضیو ته رسېدنه کړې چې دوی ته راجع شوي دي.
ښاغلی رسولي زیاتوي: "د افغانستان لویه څارنوالۍ د هغه بنسټ په توګه چې د قانون، عدالت او بشري قوانینو په رڼا پېښو ته د رسېدنې صلاحیت لري، دغې ادارې ټولو هغو پېښو ته چې ورته رسېدلي په عادلانه، شفاف او خپلواکه ډول څارلي او رسېدنهیې ورته کړې ده."
همدارنګه د جمشېد رسولي په خبره، د لوګر ولایت د نارینه زدهکوونکو د جنسي ځورونو په تړاو د څېړنو په هدف پلاوی ټاکل شوی چې لا هم څېړنې او ارزونې روانې دي.
د ښاغلي رسولي په خبره، د کرامالدین کریم دوسیه چې د فوټبال ښځينه لوبغاړو سره په جنسي ځورونو تورن دی محکمې ته استول شوې ده چې د نیولو حکمیې د محکمې له لوري شوی دی.
د کورنیو چارو وزارت ویاند نصرت رحیمي وایي چې د کرامالدین کریم د نیولو هڅې روانې دي.
له دې سره د بشر حقونو د څار نړیوال سازمان له افغان حکومت غواړي چې ژر تر ژره دې د دغو پښو د قربانیانو نه د ملاتړ او د شاهدانو د ساتنې لپاره اقدام وکړي.