د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۲۹ کب ۱۴۰۲ کابل ۱۰:۰۸

د فوټبال فدراسیون د قضیې د لا زیاتې پلټنې لپاره یو پلاوی اروپا ته ځي


د افغانستان د لویې څارنوالۍ نښان
د افغانستان د لویې څارنوالۍ نښان

د افغانستان لویه څارنوالي وايي، ټاکل شوې چې په فوټبال فدارسیون کې د جنسي ځورونې د ادعاوو د قضیې د زیاتې پلټنې لپاره یو پلاوی اروپا ته لاړ شي.

د افغانستان لویه څارنوالي وايي چې په فوټبال فدارسیون کې د جنسي ځورونې د ادعاوو په قضیه کې پرمختګونه شوي او د قضیې د بهرنيو اړخونو له بشپړېدو وروسته به يې ډېر ژر پایلې له خلکو سره شریکې شي.

د دغې اداري ویاند جمشېد رسولي د یکشنبې په ورځ په کابل کې خبریالانو ته وویل چې په کور دننه د قضیې په اړه یوه اندازه څېړنې بشپړې شوې او لا هم څېړنې روانې دي.

د افغانستان د لویې څارنوالۍ ویاند جمشېد رسولي
د افغانستان د لویې څارنوالۍ ویاند جمشېد رسولي

دی وایي:

"د پلټونکي پلاوي له نظره تر یوه حده په کابل کې تحقیقات بشپړ شوي، یوازې بېرونی اړخ یې پاتې، یو پلاوی بهر ته ځي، په ځینو اروپايي هېوادونو کې په دې اړه څیړنې کوي، که څه یې پیدا نه کړل، له خلکو سره به د دغې قضیې پایلې شریکې شي."

ښاغلی رسولي زیاتوي چې دغه پلاوی به په بهر کې شااوخوا ۲۰ ورځې له مهمو اشخاصو، بنسټونو او په قضیې کې له ښکېلو اړخونو پلټنې وکړي، خو دا چې یاد پلاوی به د اروپا کومو هېوادونو ته سفر وکړي، په اړه یې زیات جزیات ورنه کړل.

دا په داسې حال کې ده چې نږدې دوه میاشتې وړاندې د افغانستان د نجونو د فوټبال د ملي ټیم د ځینو لوبغاړو پر وړاندې د جنسي ځورونې په اړه د ګارډین ورځپاڼې د راپور تر خپرېدو وروسته، ولسمشر غني د افغانستان لویې څارنوالۍ ته حکم وکړ چې د دغو ادعاوو د څېړلو لپاره دې يو پلاوی وټاکي.

دغه پلاوي تر دې مهاله د خپلو څېړنو په لړ کې د فوټبال فدراسیون د رئیس کرام‌الدین کریم په ګډون، د دغه فدراسیون د مرستیال یوسف کارګر او د ځینو نورو مسؤلینو دندې ځنډولي او دوی یې ممنوع‌ الخروج اعلان کړي دي.

د افغانستان د فوټبال د ښځينه ټيم پخوانۍ مديرې خالدې پوپل د دغه ټيم روزونکې کيلي ليندسي او ځينو نورو لوبغاړو د افغانستان د فوټبال فدراسيون چارواکي د ښځینه فوټبالرانو په جنسي ځورونه تورن کړي دي.

ارشیف، د افغانستان د فوټبال د ښځينه ټيم پخوانۍ مديره خالده پوپل
ارشیف، د افغانستان د فوټبال د ښځينه ټيم پخوانۍ مديره خالده پوپل

د جنسي ځورونو په اړه خپاره شوي تورونه د افغانستان د فوټبال فدراسیون له‌ خوا رد شوي دي.

د افغانستان لویه څارنوالي وايي چې پلټونکي پلاوي امر کړی چې یوسف کار ګر کولای شي چې خپلې دندې ته ولاړ شي، خو د قضیې تر بشپړېدو به ورنه پلټنې روانې وي.

په ورته وخت کې د افغانستان د ولسي جرګې د اداري اصلاحاتو او له اخلاقي فساد سره د مبارزې د کمېسیون رئیس سید محمد شریفي بلخابي وايي چې لویه څارنوالي باید دغه قضیه په هر اړخیز ډول وڅېړي.

دی زیاتوي:

"معلومه ده چې په دې برخه کې باید هر اړخیزې مستندې او د اسنادو په استناد څېړنې وشي، په دې برخه کې باید اسناد وړاندې شي، هر هغه څه چې د یوې قضیې د پلټنې لپاره مهم دي، باید ترلاسه شي او بیا وروسته سمه پرېکړه وشي."

د افغانستان لویه څارنوالي وايي چې دغه قضیه د ټولو افغانانو لپاره زیاته مهمه ده، نو ځکه به په هر اړخیز او په بې پرې ډول وڅېړل شي.

راپور: رحمت الله افغان

XS
SM
MD
LG