د افغانستان د المپيک ملي کمېټه یوځل بیا د افغانستان له لويې څارنوالۍ غواړي چې په فوټبال فدراسیون کې د جنسي ځورونې د ادعاوو د قضیې پایلې له خلکو سره شریکې کړي.
سره له دې چې د افغانستان په فوټبال فدراسیون کې د جنسي ځورونې د ادعاوو له قضیې نږدې دوه میاشتې تېرېږي، خو لاهم د افغانستان لویې څارنوالۍ د دغې قضیې په اړه وروستۍ پرېکړه نه ده کړې.
د افغانستان د المپيک ملي کمېټه هم په قضیه کې د رامنځته شوي ځنډ په اړه اندېښنه ښیي او یوځل بیا د افغانستان له لويې څارنوالۍ غواړي چې په فوټبال فدراسیون کې د جنسي ځورونې د ادعاوو قضیه دې ژر تر ژره وروستۍ او پایلې یې له خلکو سره شریکې کړي.
د دغې کمېټې رئیس حفیظالله ولي رحیمي د شنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل چې تراوسه د قضیې پرمختګونه له دوی سره نه دي شریک شوي.
دی وایي:
"تراوسه پورې د دې قضیې په تړاو د لویې څارنوالۍ پرېکړه له مونږ سره نه ده شرېکه شوې، زمونږ غوښتنه داده چې دا قضیه باید په جدي ډول وڅېړل شي، ځکه فوټبال په افغانستان کې یو له مهمو لوبو شمېرل کېږي او باید ورته زیان ونه رسېږي."
دا په داسې حال کې ده چې نږدې دوه میاشتې وړاندې د افغانستان د نجونو د فوټبال د ملي ټیم د ځینو لوبغاړو پر وړاندې د جنسي ځورونې په اړه د ګارډین ورځپاڼې د راپور تر خپرېدو وروسته، ولسمشر غني د افغانستان لویې څارنوالۍ ته حکم وکړ چې د دغو ادعاوو د څېړلو لپاره دې يو پلاوی وټاکي.
دغه پلاوي تر دې مهاله د خپلو څېړنو په لړ کې د فوټبال فدراسیون د رئیس کرامالدین کریم په ګډون، د دغه فدراسیون د ځینو نورو مسؤلینو دندې ځنډولي او دوی یې ممنوع الخروج اعلان کړي دي.
دا شان د فوټبال نړیوال فدراسیون فیفا هم د ګارډين ورځپاڼې تر راپور خپرېدو یوه اوونۍ وروسته د خپلو لومړنیو څېړنو په پایله کې د ۹۰ ورځو لپاره د ښاغلي کریم دنده وځنډوله.
خو ښاغلي کریم څو ورځې وړاندې له فیفا وغوښتل چې په نوموړي لګېدلی بندیز لېرې کړي، خو د فوټبال نړیوال فدراسیون د نوموړي دا غوښتنه رد کړه او د دغه فدراسیون مسؤلینو وویل چې ښايي دغه بندیز ۴۵ ورځې نور هم اوږد شي.
د افغانستان د فوټبال د ښځينه ټيم پخوانۍ مديرې خالدې پوپل، د دغه ټيم روزونکې کيلي ليندسي او ځينو نورو لوبغاړو د افغانستان د فوټبال فدراسيون چارواکي د فوټبالرانو په جنسي ځورونه تورن کړي دي.
اغلې پوپل ویلي، له افغان ښځينه فوټبالرانو سره د فوټبال فدراسیون د چارواکو د ناوړه چلند او جنسي ځورونې فلم او عکسونه لري چې له فوټبال نړیوال فدراسیون او د افغانستان له لویې څارنوالۍ سرهیې شریک کړي دي.
خو له دې وړاندې د جنسي ځورونو په اړه خپاره شوي تورونه د افغانستان د فوټبال فدراسیون له خوا رد شوي دي.
دا په داسې حال کې د افغانستان لویې څارونوالۍ چارواکي ټینګار کوي چې په قضیه کې پرمختګونه شوي او ډېر ژر به وروستي نتایج له خلکو سره شریک شي.
د افغانستان د لویې څارنوالۍ ویاند جمشېد رسولي د شنبې په ورځ ازادي راډيو ته وویل، په دې قضیې کې ځيني مهم پرمختګونه هم شوي دي.
ده زیاته کړ:
"له افغان ښځينه فوټبالرانو سره د فوټبال فدراسیون د چارواکو د ناوړه چلند او جنسي ځورونې قضیې په اړه زمونږ همکاران جدي دا موضوع څېړي او مهم پرمختګونه هم شوي، هرکله چې دا موندنې په هغه کچه وي چې پرېکړه پرې وشي، ضرور به معلومات له خلکو سره شرېکوو."
په فوټبال فدراسیون کې د جنسي ځورونو د ادعاوو له خپرېدو وروسته بېلابېلو بنسټونو د افغانستان له لويې څارنوالۍ غوښتي چې د دغې قضیې پایلې دې ژر تر ژره له خلکو سره شریکې کړي، خو وبه کتل شي چې د افغانستان لویه څارنوالي وايي، ښايي په راتلونکو څو ورځو کې ګمارل شوی پلاوی په دې اړه وروستۍ پرېکړه وکړي.
راپور: ناجیه ساپۍ