د افغانستان د المپيک ملي کمېټه د افغانستان له لويې څارنوالۍ غواړي چې په فوټبال فدراسیون کې د جنسي ځورونې د ادعاوو قضیه دې ژر تر ژره وروستۍ او پایلې یې له خلکو سره شریکې کړي.
د افغانستان د المپیک ملي کمېټه وايي، په فوټبال فدراسیون کې د جنسي ځورونې د ادعاوو د قضیې پایلې چې هر څه وي، باید له خلکو سره شریکې شي.
د دغې کمېټې رئیس حفیظالله ولي رحیمي د دوشنبې په ورځ «۱۳۹۷ کال د سلواغې ۰۱» ازادي راډیو ته وویل چې دغه موضوع د افغانستان ټولې ورزشي کورنۍ په ځانګړې توګه، د فوټبال لپاره ډېره مهمه ده.
ده وویل:
"پرته له شکه چې دا د افغانستان د فوټبال فدراسیون لپاره تر ټولو مهمه موضوع ده چې رامنځته شوې، موږ غواړو چې په دې اړه جدي څېړنې وشي او پایلې چې د عدالت په ټینګښت سره هر څه چې وي، باید افغانانو او ټولو نړیوالو ته اعلان شي."
ښاغلی رحیمي وايي، ياده موضوعیې له پیله له ولسمشر او نورو چارواکو سره شریکه کړې او په دې اړهیې د جدي څېړنو غوښتنه کړې.
دا په داسې حال کې ده چې نږدې دوه میاشتې وړاندې د افغانستان د نجونو د فوټبال د ملي ټیم د ځینو لوبغاړو پر وړاندې د جنسي ځورونې په اړه د ګارډین ورځپاڼې د راپور تر خپرېدو وروسته، ولسمشر غني د افغانستان لویې څارنوالۍ ته حکم وکړ چې د دغو ادعاوو د څېړلو لپاره دې يو پلاوی وټاکي.
دغه پلاوي تر دې مهاله د خپلو څېړنو په لړ کې د فوټبال فدراسیون د رئیس کرامالدین کریم په ګډون، د دغه فدراسیون د ځینو نورو مسؤلینو دندې ځنډولي او دوی یې ممنوعالخروج اعلان کړي دي.
دا شان د فوټبال نړیوال فدراسیون فیفا هم د ګارډين ورځپاڼې تر راپور خپرېدو یوه اوونۍ وروسته د خپلو لومړنیو څېړنو په پایله کې د ۹۰ ورځو لپاره د ښاغلي کریم دنده وځنډوله.
خو ښاغلي کریم څو ورځې وړاندې له فیفا وغوښتل چې په نوموړي لګېدلی بندیز لیرې کړي، خو د فوټبال نړیوال فدراسیون د نوموړي دا غوښتنه رد کړه او د دغه فدراسیون مسؤلینو وویل چې ښايي دغه بندیز ۴۵ ورځې نور هم اوږد شي.
د افغانستان د فوټبال د ښځينه ټيم پخوانۍ مديرې خالدې پوپل، د دغه ټيم روزونکې کيلي ليندسي او ځينو نورو لوبغاړو د افغانستان د فوټبال فدراسيون چارواکي د فوټبالرانو په جنسي ځورونه تورن کړي دي.
اغلې پوپل ویلي، له افغان ښځينه فوټبالرانو سره د فوټبال فدراسیون د چارواکو د ناوړه چلند او جنسي ځورونې فلم او عکسونه لري چې له فوټبال نړیوال فدراسیون او د افغانستان له لویې څارنوالۍ سرهیې شریک کړي دي.
خو له دې وړاندې د جنسي ځورونو په اړه خپاره شوي تورونه د افغانستان د فوټبال فدراسیون لهخوا رد شوي دي.
خو له دې ټولو سره سره د افغانستان د لویې څارنوالۍ ویاند جمشید رسولي که څه هم په دقیق ډول د دغې قضیې د نهايي پایلو د اعلان په اړه څه نهوايي، خو په خبرهیې چې ښايي په راتلونکو څو ورځو کې ګمارل شوی پلاوی په دې اړه وروستۍ پرېکړه وکړي.
ده زیاته کړه:
"امکان لري چې دوی په نږدې څو ورځو کې پرېکړه وکړي، خو دا په دقیق ډول نهشم ویلی چې کله به وي، خو زه ډاډ ورکوم چې دغه قضیه شاته نهغورځول کېږي او دا هم باید احساس نهشي چې زموږ همکاران کار نهکوي، بلکې په پوره توان سره په دې اړه د دوی څېړنې جریان لري."
په فوټبال فدراسیون کې د جنسي ځورونو د ادعاوو له خپرېدو وروسته بېلابېلو بنسټونو د افغانستان له لويې څارنوالۍ غوښتي چې د دغې قضیې پایلې دې ژر تر ژره له خلکو سره شریکې کړي، خو د کابو دوو میاشتو له تېرېدو وروسته لا هم نهده معلومه چې دغه پایلې به کله په ډاګه شي.
راپور: محمد واصل وصال