د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۰۷

ارګ: له طالبانو سره به د سولې رسمي خبرې افغان مرکچي پلاوی مخته وړي


د افغانستان جمهوري ریاست وایي، له طالبانو سره به د سولې رسمي خبرې افغان مرکچي پلاوی مخته وړي.

د افغان سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړی استازی زلمی خلیل‌زاد د خپل ۱۸ ورځني سفر په وروستیو کې دی.

ده د امریکا د بهرنیو چارو د وزارت له اعلان سره سم د ډسمبر له دوهمې د افغان سولې له تقریباً ټولو ښکېلو خواوو سره خبرې وکړې، خو یوازې د لانجې یو غټ لوری طالبان پاتې دي.

د پاکستان صدراعظم عمران خان تېره جمعه ویلي، د ډسمبر په ۱۷مه همدا دوشنبه د پاکستان په وساطت له امریکا سره د طالبانو خبرې کېږي.

ده ویلي:

"اوس د خدای په فضل پاکستان همدا اولسم تاریخ له طالبانو سره د امریکا خبرې برابروي."

د افغانستان جمهوري ریاست سره له دې چې د افغان سولې لپاره د زلمي خلیل‌زاد او بېلابېلو هېوادونو هڅې ستايي، خو ټینګار یې دا دی چې له طالبانو سره د سولې رسمي خبرې یوازې افغان مرکچي پلاوي مخته وړي.​د ارګ مرستیال ویاند شاه حسین مرتضوي

د ارګ مرستیال ویاند شاه حسین مرتضوي تېره شپه ازادي راډيو ته وویل:

"ښاغلی خلیل‌زاد تل د خپلو سیمه‌ییزو سفرونو رپوټ له ولسمشر «افغان ولسمشر اشرف غني» سره مطرح کړی. خپل لیدلوری یې د سولې په رابطه شریک کړی. د امریکا متحده ایالاتو ټولې هڅې د افغان حکومت سره په همغږۍ کې دي او د سولې له پروسې په ملاتړ دي. د سولې په رابطه له طالبانو سره خبرې به د افغانستان د سولې مرکچي پلاوی کوي او هغه پلاوی چمتو هم دی. د افغان سولې په اړه د سیمې او نړۍ ټول هېوادونه چې هڅې کوي موږ یې له هڅو هرکلی کوو."

افغان حکومت طالبانو ته له قید او شرط پرته د سولې وړانډیز کړی، خو دې ډلې تر اوسه له دوی سره د رسمي خبرو لپاره زړه نه‌دی ښه کړی او ټینګار یې کړی چې یوازې له امریکا سره خبرې کوي.

افغانستان او امریکا څو واره په پاکستان غږ هم کړی چې د خبرو مېز ته د طالبانو په راوستلو کې رښتیني همکاري وکړي.

خو د سولې د هڅو فعال او سیاسي کارپوه نجیب ننګیال وايي، د پاکستان په هڅو ډېره اتکا نه‌ده په کار.

ده ازادي راډیو ته وویل ښه ده چې امریکا له طالبانو سره د خپلو مستقیمو خبرو هڅې جاري وساتي.

سیاسي کارپوه نجیب ننګیال
سیاسي کارپوه نجیب ننګیال

نوموړي زیاته کړه:

"په عمل کې باید ډېره مشکله وي چې پاکستان هر څه وايي، هغه ترسره هم کړي. ښه به دا وي چې د افغانستان د سولې په پروسه کې پاکستان باندې ډېره اتکا ونه‌شي، بلکې د طالبانو د قطر دفتر سره، د طالبانو سیاسي رهبرۍ سره او همدغسې د امریکا هغه مستقیم تعامل‌یې چې شروع کړی د مستقیمو مذاکراتو د پیلولو لپاره چې امریکا کومې هڅې شروع کړي چې د افغانستان د حکومت سره باید طالبان خبرې وکړي همغه چینل یو بریالی چینل دی."

طالبانو دوه واره په قطر کې د افغانستان د سولې لپاره د امریکا له ځانګړي استازي زلمي خلیل‌زاد سره خبرې کړي او ویلي یې دي چې درېیم وار به په متحده عربي اماراتو کې ورسره خبرې وکړي.

د طالبانو ویاند ذبیح‌الله مجاهد تېره شپه ناوخته په یوه بیان کې ویلي چې د دوشنبې په ورځ به په متحده عربي اماراتو کې د طالبانو د سیاسي دفتر غړي د امریکايي پلاوي سره خبرې وکړي.

ده ویلي چې په‌دې غونډه کې به د سعودي عربستان، پاکستان او متحده عربي اماراتو استازي هم ګډون وکړي.

د افغان سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي زلمی خلیل‌زاد هیله ښودلې چې وکولای شي د حمل تر میاشتې چې تمه ده د افغانستان د ولسمشرۍ انتخابات وشي د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ سوله وکړي.

راپور: صفي‌الله ستانکزی

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG