د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۱۲

د فعالو ځوانانو سازمان: حکومت دې د سولې په خبرو کې ځوانانو ته ونډه ورکړي


آرشیف
آرشیف

د افغانستان د فعالو ځوانانو سازمان له حکومته غواړي چې د سولې په مذاکراتو کې د هېواد ځوانانو ته ونډه ورکړي.

د افغانستان د فعالو ځوانانو سازمان د خپل فعالیت په لومړۍ ورځ پر حکومت غږ وکړ چې د سولې د مذاکراتو په روان بهیر کې د هېواد د ځوانانو له جسمي او فکري توان پوهې او نوښتونو نه ګټه واخلي.

د دغه سازمان مسوولینو د پنجشنبې په ورځ په کابل کې په یوې ناسته کې وویل، د هېواد په ۴۰کلنو ناامنیو کې ځوانانو د ټولنې د نورو قشرونو په پرتله زیاته قرباني ورکړې او اوس د دې وخت را رسېدلی چې حکومت د هېواد په ټولو پراختیايي چارو او په تېره د سولې په ټینګښت کې دوی ته لازمه ونډه ورکړي.

د افغانستان د فعالو ځوانانو د سازمان رئیس فوادالله قیامي د سولې په تړاو حکومت ته یوه طرحه وړاندې کړه او په عملي کیدو یې تاکید وکړ.

نوموړي زیاته کړه:

"د سولې په موضوعګانو کې د ځوانانو ونډه ضروري ده. حکومت او نړیوال بنسټونه باید له هغو سازمانونو ملاتړ وکړي او د همکارو سازمانونو په توګه یې وپېژني چې د سولې په پروسه کې ښکېل دي. له حکومت او نړیوالو بنسټونو غواړو چې د سولې په تړاو له ځوانانو نه د ملا د تېر په توګه حمایت وکړي او دغه موارد عملي کړي."

دوی وویل، اوس چې له وسله‌والو طالبانو سره د سولې د مذاکراتو لپاره هلې ځلې تیزې شوي، لیدل کېږي چې د افغانستان د ځوانانو مشورتي رول په کې کمرنګه دی.

دا په داسې حال کې ده چې د افغانستان د سولې لپاره د امریکا د متحدو ایالاتو ځانګړي استازي زلمي خلیل زاد له شاوخوا دوو میاشتو راهیسې هڅې پیل کړي چې له طالبانو او د پاکستان په ګډون د سیمې د یو شمېر هېوادونو له چارواکو سره وویني.

سربېره پر دې د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني هم د سولې د مذاکراتو لپاره د ټولنې له مختلفو قشرونو نه کمېټې جوړې کړي او مذاکره کوونکی ټیم او د سولې عالي مشورتي بورډ یې هم ځانګړی کړی دی.

په ورته وخت د افغانستان د سولې د عالي شورا غړي مولوي محمدامین وقاد ازادي راډیو ته وویل، د سولې په پروسه کې د ځوانانو ونډه کمرنګه نه بلکې پیاوړې ده.

امین وقاد
امین وقاد

نوموړي زیاته کړه:

"د افغانستان د سولې عالي شورا د ځوانانو نقش په جدي توګه مراعت کړی او په دغې شورا کې ځوانان غړیتوب لري، راتلونکی د ځوانانو دی او غواړو چې دغه قشر په سوله او کرارۍ کې ژوند وکړي. راتلونکې کې به هم د دوی ونډه مراعتوو."

پخوا تر دې ځوانانو په کابل او یو شمېر ولایتونو کې د غونډو په جوړولو سره ویلي چې په افغانستان کې د جنګ د پای ته رسولو یوازینۍ لار د سولې خبرې دي او د ځوانانو ونډه په کې باید له پامه ونه غورځول شي.

د افغانستان جمهور رئیس محمد اشرف غني د هېواد په بېلابېلو برخو کې د ځوانانو پر ونډې تاکید کړی او له طالبانو سره یې د سولې د خبرو په اړه په ۹ کمېټو کې یوه د ځوانانو لپاره ځانګړې کړې ده.

راپور: خان محمد سیند

XS
SM
MD
LG