د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۲:۳۰

ډيپلوماټ: د بیړې سوله به په افغانستان کې یوه لنډمهالې سوله وي


  • ډيپلوماټ

د بیړې سوله به په افغانستان کې یوه لنډمهالې سوله وي. دا د ډيپلوماټ خپرونې د یوې مقالې عنوان دی.

د لیکوال په باور سږ کال افغانستان د سولې د چټکو هڅو شاهد و.

په مقاله کې طالبانو ته د افغان ولسمشر محمد اشرف غني د سولې له قید او شرط پرته وړاندیز ته اشاره شوې ده.

د فبروري په وروستیو کې افغان ولسمشر طالبانو ته د سولې دا وړاندیز کړی و.

ډيپلوماټ: د اشیا فونډیشن د تازه سروې نږدې ۴۲ فیصده ګډونوال فکر کوي چې له طالبانو سره سوله ناممکنه ده.
ډيپلوماټ: د اشیا فونډیشن د تازه سروې نږدې ۴۲ فیصده ګډونوال فکر کوي چې له طالبانو سره سوله ناممکنه ده.

د ډیپلوماټ مقاله سږ دوبی د افغان حکومت او طالبانو تر منځ لنډمهالی اوربند او د افغان سولې په چارو کې د امریکا له خوا د زلمي خلیل‌زاد ګمارنه څو عمده کارونه یادوي.

د خپرونې په لیکنه د سولې په پروسه کې څو پرمختګونو ته په کتو باید انګیرنه دا وي چې عام افغانان د سولې غوښتونکي دي.

ډیپلوماټ: ښه ده د سولې خبرې په بیړه ونه شي.

خو ډیپلوماټ خپرونې ویلي سږ کال یوې سروې د سولې د هڅو په اړه د عامو خلکو د نظریاتو یو پيچلی تصویر وړاندې کړ.

ډیپلوماټ لیکي د دې سروې نتیجه دا ده چې ښه ده د سولې خبرې په بیړه ونه شي.

په دوام کې راغلي د اشیا فونډیشن د تازه سروې نږدې ۴۲ فیصده ګډونوال فکر کوي چې له طالبانو سره سوله ناممکنه ده.

  • ټایمز

ټایمز بریټانوي ورځپاڼې لیکلي چې د ستراسبورګ حملې وښوده چې د اروپايي افراطي وسله والو خطر هیڅکله نه دی رفع شوی.

د فرانسې په ختیځ ښار ستراسبورګ کې د سه شنبې په شپه یوه وسله وال بریدګر د کرسمس په یوه مشهوره بازار کې په خلکو ډزې وکړې.

د پنځه څلویښت کلن افغان – مسلمان کمال نقشبندي په شمول درې کسان ووژل شول او ۱۲ نور ټپیان شول چې د شپږو حالت یې ښه نه دی.

د فرانسې په ختیځ ښار ستراسبورګ کې د سه شنبې په شپه یوه وسله وال بریدګر د کرسمس په یوه مشهوره بازار کې په خلکو ډزې وکړې.
د فرانسې په ختیځ ښار ستراسبورګ کې د سه شنبې په شپه یوه وسله وال بریدګر د کرسمس په یوه مشهوره بازار کې په خلکو ډزې وکړې.

د نقشبندي ځینو ملګرو په خواله رسنیو ویلي بریدګر د نقشبندي د دریو ماشومانو او ښځې په وړاندې هغه په ډزو وویشت.

ټایمز ورځپاڼې لیکلي ډیری دا بریدونه چې بریتانیا او اروپايي هېوادونه ګواښي د هغو افراطیانو له خوا ترسره کیږي چې په دغو هېوادونو کې موجود دي.

ټایمز: خطر له هغو وسله والو افراطیانو هم زیات محسوسیږي چې د داعش یا اسلامي دولت له لیکو بېرته راګرځیدلي.

ورځپاڼې دا هم لیکلي خطر له هغو وسله والو افراطیانو هم زیات محسوسیږي چې یا په کور دننه پاتې دي یا د داعش یا اسلامي دولت له لیکو بېرته راګرځیدلي.

ټایمز لیکلي ۴۰۰ داسې فرانسویان ښایي بېرته راغلي وي. اوه سوه نور کسان یا وژل شوي او یا هم تر اوسه جنګیږي یا په عراق او سوریه کې نیول شوي دي.

په مقاله کې د فرانسې د جهادیانو د یوه شننونکي اولیویر ګیتا په حواله لیکل شوي چې ستراسبورګ تر پاریس او مارسیې وروسته ډېر وسله وال افراطیان لري.

۳۶ وسله وال افراطیان په دغه ښار کې تر څار لاندې دي.

XS
SM
MD
LG