د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۱۸ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۰۸

د کابل چاپ ورځپاڼو ننني اندونه څه دي؟


د کابل ورځپاڼو د نن ورځې د بحث زیاته برخه نن په کابل کې د افغانستان، پاکستان او چین د بهرنیو چارو وزیرانو درې اړخیزې غونډې او د سولې په تړاو رامنځته شویو پرمختګونو ته ځانګړې شوې ده.

ویسا:

ویسا ورځپاڼې لیکلي دي چې د افغانستان، پاکستان او چین د بهرنیو چارو وزیران به په دې غونډه کې د افغان سولې، سیمه ییزې همکارۍ او د ترهګرۍ پر خلاف د روانې مبارزې په څرنګوالي خبرې وکړي.

ورځپاڼې د ارګ ماڼۍ د یوه بیان په حواله لیکلي دي چې ولسمشر اشرف غني به هم په غونډه کې ګډون کوي او برخوالو ته به وینا وکړي.

د ورځپاڼې په وینا، دا غونډې د چین په نوښت جوړېږي چې خپله پکې د څارونکي په توګه له افغانستان سره د پاکستان د ژمنو د عملي کېدو بهیر څاري.

ورځپاڼه لیکي چې د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر به په دې غونډه کې د ګډون سربېره له افغان چارواکو سره ناستې هم ولري چې پکې د دواړو هېوادونو ترمنځ د همکارۍ پر څرنګوالي او له ترورېزم سره پر ګډې مبارزې خبرې کوي.

دنیا:

دنیا ورځپاڼې بیا لیکلي دي چې نن په کابل کې د افغانستان، پاکستان او چین د بهرنیو چارو وزیرانو په درې اړخیزه غونډه کې د افغانستان او پاکستان ترمنځ یو دوه اړخیز تفاهم لیک هم لاسلیک کېږي چې اساسي هدف یې د سولې په هڅو او د ترورېزم په خلاف روانه جګړه کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د همکارۍ زیاتول دي.

ورځپاڼې وړاندې د دې غونډې په اړه د ځینو کتونکو نظرونه هم راخيستي دي چې دا غونډه د وخت، ځای او اجنډا له مخې د افغانستان لپاره ډېره مهمه بولي.

ورځپاڼې لیکلي دي چې کتونکو دا باور هم څرګند کړی دی چې چین د افغان سولې په برخه کې مهم رول لوبولای شي.

د ور ځپاڼو د پاتې مطالبو د بحث مسله د سولې په تړاو رامنځته شوي وروستي پرمختګونه دي.

ملي ارمان:

ملي ارمان ورځپاڼې د سولې د عالي مشورتي بورډ د غړو پر اعلان بحث کړی چې د ورځپاڼې په وینا، د ولسمشر اشرف غني د فرمان له مخې ټاکل شوي دي.

ورځپاڼې لیکلي دي چې د سولې د عالي مشورتي بورډ ۳۱ غړي لري چې ۱۷ یې پخواني جهادي څېرې او د حامد کرزي د حکومت غړي دي.

ورځپاڼې وړاندې د امنیت شورا په حواله لیکلي دي چې د سولې د عالي مشورتي بورډ څلور اساسي دندې لري چې پکې دولت ته د سولې په تړاو د رغندو مشورو ورکول، د سولې د کاري کمېټو د وړاندیزونو ارزول، د سولې د خبرو لپاره د چوکاټ جوړول او د هغې څارل شامل دي.

خو ور ځپاڼې د سولې د عالي مشورتي بورډ او په تېره بیا له جهادي څېرو غوښتي دي چې د سولې د مبهمو برخو په اړه خپل دریځ خلکو ته اعلان کړي او په دې ډول دې د خلیلزاد د هڅو په اړه پوښتنې مطرح کړي چې دی په کوم صلاحیت د افغان دولت او خلکو په استازیتوب له طالبانو سره د سولې خبرې کوي.

انیس:

انیس دولتي ورځپاڼې بیا د ولسمشر اشرف غني په حواله لیکلي دي چې د افغانستان د خلکو د خوښې پرته د سولې هېڅ یو تړون به د پردې تر شا لاسلیک نشي.

ورځپاڼه لیکي چې ولسمشر د هرات له یو شمېر قومي مشرانو سره په لیدنه کې وویل چې دوی د یوې ملي اجماع له مخې سولې ته ژمن دي او سوله یو ضرورت بولي.

د ورځپاڼې په وینا، ولسمشر دا هم واضح کړه چې دوی د سولې لپاره د تدبیر لار غوره کړې چې د دیني عالمانو له خوا ټاکل شوې او د سولې په تړاو هره پرېکړه به د ملي شورا او خلکو له خوا کېږي.

ورځپاڼې لیکلي دي، چې ښاغلي غني په خپلو خبرو کې ښځو ته هم ډاډ ورکړ چې د سولې په خبرو کې به د دوی پر برخلیک لوبه ونشي.

ورځپاڼې د ښاغلي غني د خبرو دا برخه هم راخيستې چې ویلي یې دي، د دولت مذاکره کوونکی ټیم ټاکل شوی او کمېټې هم جوړې شوې دي، څو مذاکرات ژر تر ژره پیل شي.

ویسا:

ویسا ورځپاڼې بیا د خپل لومړي مخ په سر کې د پخواني ولسمشر حامد کرزي په حواله په غټو ټکو سره لیکلي دي چې د جمهوري ریاست له انتخاباتو مخکې دې سوله وشي.

ورځپاڼې وړاندې د ښاغلي کرزي د خبرو دا برخه هم راخيستې چې انتخابات مهم دي، خو د ښو او سراسري انتخاباتو لپاره باید سوله وشي او د افغانستان اوسني شرایط دغسې نه دي.

خو ورځپاڼې په یو جلا مطلب کې د ملي امنیت د پخواني سلاکار حنیف اتمر په حواله لیکلي دي چې مذاکره کوونکی ټیم غیر مشروع دی او د سولې د خبرو لپاره هېڅ راز مهارت نه لري.

ورځپاڼه لیکي چې ښاغلي اتمر په مذاکراتو کې د ټولو سیاسي لوریو ګډون د سولې د خبرو د بریا لپاره مهم بولي.

XS
SM
MD
LG