د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۳۱

خلیل‌زاد د افغانستان د سولې پروسې په اړه د ناټو مشرتابه ته معلومات ورکوي


زلمی خلیل‌زاد
زلمی خلیل‌زاد

د افغانستان د سولې لپاره د امریکا د بهرنيو چارو وزارت ځانګړی استازی نن په بروکسل کې د ناټو له مشرتابه سره د سولې په برخه کې پر خپلو هڅو معلومات وړاندې کوي.

د ناټو د پرونۍ اعلاميې په حواله زلمی خلیل‌زاد به د ناټو له سرمنشي ينس سټولټنبرګ سره هم ګوري.

په‌دې کتنه کې به دواړه لوري د سولې په روانو هڅو کې د ښاغلي خليل‌زاد پر نقش هم بحث وکړي.

ښاغلى خليل‌زاد به وروسته د شمالي اتلانتيک شورا ته وينا هم کوي.

ښاغلي خليل‌زاد وړمه ورځ په ترکمنستان کې د دغه هېواد د بهرنيو چارو له وزير رشيد مردوف سره د افغانستان د سولې په مسئله کې د ترکمنستان د همکارۍ په اړه خبرې وکړې.

زلمي خليل‌زاد په ټويټر کې ليکلي چې تردې مخکې يې په ازبکستان کې له ولسمشر شوکت مير ضيايف او د بهرنيو چارو له وزير عبدالعزيز کاملوف سره د افغانستان د سولې په مسئله کې د سيمې د هېوادونو د همکارۍ پر موضوع بحث وکړ.

د ښاغلي خليل‌زاد په خبره تردې مخکې د لنډې شېبې لپاره په مسکو او تر هغه مخکې په اسلام اباد کې و.

زلمي خلیل‌زاد افغانستان او سيمې ته خپل درېيم سفر ١١ ورځې مخکې «د ډسمبر پر دوهمه» پیل کړی چې تر را روانې پنجشنبې پورې به تر بلجيم وروسته متحده عرب اماراتو او قطر ته هم لاړ شي.

ځينې تحليلګران د سولې د هڅو لپاره د زلمي خليل‌زاد سفرونه مهم ګڼي، خو وايي بيا هم اصلي هدف نه دى ترلاسه شوى.

د دوى له ډلې محمد شفيق امين تېره شپه ازادي راډيو ته وويل:

"ښاغلى خليل‌زاد وتوانېد له طالبانو سره څو مخامخ غونډې وکړي. د سولې په اړه د طالبانو نيت او شرايط څرګند کړي. ښاغلى خليل‌زاد توانېدلى چې د افغانستان په سطحه د سولې لپاره يوه اجماع رامنځته کړي، د سيمې په سطحه هم نسبي اجماع تر سترګو کېږي چې د هغه نقش په کې ښکاره دى، خو د سولې په مسئله کې هغه څه چې نه‌دي ترلاسه شوي هغه دا دي چې طالبان تر اوسه نه دي چمتو شوي چې له افغان حکومت سره مخامخ خبرې وکړي."

وسله‌والو طالبانو په وار- وار ويلي چې غواړي د امريکا له متحدو ايالتونو سره مخامخ د سولې خبرې وکړي.

د افغانستان د سولې لپاره د امريکا د بهرنيو چارو وزارت ځانګړي استازي زلمي خليل‌زاد سيمې ته د خپل دويم سفر پر مهال هيله ښوولې چې تر را روانې اپرېل مياشتې ښايي له طالبانو سره د سولې يوه موافقه وشي.

افغان حکومت د سولې د هڅو د ګړندي کېدو لپاره تېره سې شنبه د سولې مشورتي بورډ د جوړېدو خبر اعلان کړ چې په ترکيب کې يې ځينې پخواني جهادي مشران او سياسي څېرې شاملې دي.

خو د امريکا د نورو حکومتي چارواکو په څېر زلمي خليل‌زاد هم ټينګار کړى چې د افغانستان د سولې پروسه به د افغانانو په مالکيت او مشرۍ پرمخ ځي.

XS
SM
MD
LG