د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۷ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۵۰

زلمی خلیل‌زاد د افغانستان د سولې په اړه د ترکمنستان له چارواکو سره غږېږي


زلمی خلیل‌زاد
زلمی خلیل‌زاد

د افغانستان د سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو د وزارت ځانګړی استازی زلمی خلیل‌زاد سیمې ته د خپل سفر په ترڅ کې ترکمنستان ته رسېدلی دی.

ښاغلي خلیل‌زاد پر خپل ټویټر لیکلي چې غواړي، د ترکمنستان د بهرنیو چارو له وزیر او نورو چارواکو سره د افغانستان د سولې په اړه خبرې وکړي.

ښاغلی خلیل‌زاد تردې مخکې تاشکند کې و. هلته نوموړی د ازبکستان له ولسمشر سره د افغانستان د سولې لپاره په هڅو سربېره، د افغانستان سره د اورګاډي د پټلۍ او لویې لارې د جوړولو او د افغانستان پولې ته نېژدې د کارګو د یو نړیوال مرکز په پراختیا هم خبرې کړي.

دواړو خواوو په‌دې لیدنه کې د زیربنايي تأسیساتو پراختیا د افغانستان د سولې او ثبات لپاره مهم بللي.

د ازبکستان دولتي رسنۍ وايي، ولسمشر شوکت میرضیایف له زلمي خلیل‌زاد سره له هراته تر مزارشریف پورې د اورګاډي د یوې پټلۍ او د ازبکستان له سرخانه د بغلان ولایت تر پلخمري ښار پورې د یوې انتقالاتي لویې لارې پر جوړولو خبرې وکړې.

ولسمشر شوکت میرضیایف
ولسمشر شوکت میرضیایف

په‌دې لیدنو کې چې په‌کې د ولسمشر ډونالډ ټرمپ د سلاکار مرستیاله او د امریکا د ملي امنیت په شورا کې د جنوبي او مرکزي اسیا د برخې مسوله لیزا کورتیز هم برخه لرله، د ازبکستان په ترمز ښار کې د د کارګو د یو نړیوال مرکز پر پراخولو هم خبرې وشوې.

دا مرکز چې د افغانستان پولي ته نېژدې پروت دی، د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ او ټرانزیټ د پراختیا په هدف رامنځته شوی دی.

د ازبکستان ولسمشر او د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي زلمي خلیل‌زاد همدارنګه ویلي، د افغانانو په مشرۍ د افغانستان د سولې د پروسې د بریالیتوب لپاره د نړیوالې ټولنې د ټولو غړیو د نژدۍ همکارۍ اړتیا ده او دواړو په‌دې برخه کې پر عملي همکاریو ټینګار کړی دی.

د شوکت میرضیایف د ولسمشرۍ په دوره کې ازبکستان حکومت څو ځلي د افغانستان په سوله کې پر خپلې همکارۍ ټینګار کړی دی.

د روان کال د وري په میاشت کې تاشکند د افغانستان په اړه د یوې نړیوالې غونډې کوربه و چې په‌کې افغان چارواکو د ازبکستان له لوري د همکارۍ ډاډ تر لاسه کړ.

له افغانستان سره د زیربنايي تأسیساتو پر پراختیا د ازبکستان د چارواکو له ټینګار سره په یو وخت د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر د افغانستان په سوله کې د سیمې د هېوادونو رول مهم بللی دی.

شاه محمود قریشي چې ټاکل شوې نېژدې ورځو کې کابل ته ولاړ شي، د پاکستان پارلمان ته په خپلې وروستۍ وینا کې وویل، د افغانستان د سولې لپاره د زلمي خلیل‌زاد وروستۍ هڅې مؤثرې دي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت شاه محمود قریشي
د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت شاه محمود قریشي

نوموړي وویل:

"امریکا د ټولې پروسې د څار لپاره زلمی خلیل‌زاد ټاکلی دی. هغه درې ځلي پاکستان ته راغلی او د دې بهیر د پرمخ بیولو لپاره موږ له دوی سره همکاري کوو او ښاغلی خلیل‌زاد هم موږ سره سلامشوره کوي. دا یوه سیمه‌ییزه هڅه ده او موږ په‌کې د سیمې د نورو هېوادونو د همکارۍ غوښتونکي هم یوو. مثلاً موږ د ازبکستان، تاجکستان، ایران، چین او نورو ټولو هېوادونو همکارۍ ته اړتیا لرو."

د امریکا متحدو ایالتونو د افغانستان د سولې لپاره د زلمي خلیل‌زاد په ټاکلو په‌دې برخه کې خپلې هڅې زیاتې کړي دي.

زلمي خلیل‌زاد خپل وروستی سفر د ډیسمبر په دوهمه نېټه سیمي ته پیل کړی چې تر اوسه یې په ترڅ کې پاکستان، افغانستان، روسیې، ازبکستان او ترکمنستان ته تللی دی.

تمه ده چې د ډیسمبر تر شلمې نېټې پورې د نوموړي دا سفر یو شمېر نورو هېوادونو لکه بلجیم، متحده عربي اماراتو او قطر ته دوام وکړي.

ځیني لویدیځې رسنۍ وايي، که څه هم د زلمي خلیل‌زاد هڅو تر اوسه کومه د پام وړ پایله نه‌ده لرلې، خو نوموړی د وري تر میاشتې پورې چې په افغانستان کې د ولسمشرۍ انتخابات ترسره کېږي د سولې یو توافق ته د رسېدو په اړه ډېره خوشبیني لري.

XS
SM
MD
LG