د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۴۶

سپیدار: د افغانستان د سولې په بهیر کې د روسیې همکاري مهمه ده


افغان حکومت وايي، روسیه په سیمه ییزو مسایلو کې د پام وړ رول لري او د افغانستان د سولې په بهیر کې د دغه هېواد همکاري مهمه ده.

وروسته له هغه چې روسي چارواکو له زلمي خلیلزاد سره په کتنه کې د افغانستان د جګړې په سوله ییزې حل لارې ټینګار وکړ، فغان حکومت وايي چې د افغانستان د سولې په بهیر کې مسکو د پام وړ رول لوبولای شي.

د اجرائیه رياست د ویاند مرستیال امېد میثم د شنبې په ورځ ازادي راډيو ته وویل چې روسیه د سیمې په چارو کې د يوه تاثیر لرونکي هېواد په توګه کولای شي چې د افغانستان د سولې په بهیر کې مهم رول ولري.

ښاغلی میثم مسکو ته د امریکا د بهرنیو چارو د وزارت د ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد سفر ته په اشارې سره وویل چې د افغانستان د سولې په پروسه کې د روسيې او د سیمې د نورو هېوادونو ترمنځ ګډه همکاري دغه بهر بریالیتوب ته رسولای شي.

امېد میثم
امېد میثم

ده وویل:

"روسیه په سیمه کې يو تاثیر لرونکی هېواد دی او د سیمې او افغانستان په مسایلو کې مهم رول لري، موږ هیله لرو چې د روسیې او د سیمې د نورو هېوادونو او د نړۍ د نورو پياوړو هېوادونو ترمنځ د افغانستان د سولې په برخه کې همکاري زیاته شي او د سولې روان بهیر بریا ته ورسېږي."

د افغانستان د سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو د وزارت ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد د جمعې په ورځ د روسيې د بهرنیو چارو وزارت د مرستیال او افغانستان لپاره د دغه هېواد د ځانګړي استازي سره په مسکو کې خبرې اترې وکړې.

ایترتاس خبري اژانس د روسیې د بهرنیو چارو وزارت او په مسکو کې د امریکا د سفارت په حواله راپور ورکړی چې له طالبانو سره د افغان حکومت د مخامخ خبرو مسئله له روسي چارواکو سره د ښاغلي خلیلزاد د خبرو اصلي موضوع وه.

یاد خبري اژانس دا هم لیکي چې د روسیې د بهرنیو چارو د وزارت مرستیال ایګور مارګلوف او د افغانستان لپاره د هغه هېواد ځانګړي استازي ضمیر کابلوف ټینګار کړی چې د افغانستان د جګړې د حل خبرې اترې د روسیې او سیمې په ګټه دي.

د افغانستان د سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو د وزارت ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد د سیمې هېوادونو ته د خپل درېیم سفر په ترڅ کې له دې مخکې له افغان او پاکستاني چارواکو سره هم کتلي دي.

زلمی خلیلزاد
زلمی خلیلزاد

دا په داسې حال کې ده چې مخکې تر دې د افغانستان د ملي شورا یو شمېر غړو په وار وار دا ویلي چې روسیه طالبانو سره همکاري کوي، خو طالبانو دا ادعاوې رد کړي او مسکو هم یوازې له یادې ډلې سره اړیکي تأيید کړي دي.

په ورته وخت کې د نړیوالو اړیکو کارپوه جاوید مهمند د افغانستان د سولې لپاره د سیمه ییزې اجماع په قالب کې د روسیې همکاري ډېره مهمه او حتمي ګڼي.

ده وویل:

"په سیمه ییزې اجماع کې د روسیې، چین او ایران همکاري ډېره مهمه ده او د افغانستان د سولې په برخه کې دې د دوی نظر واخيستل شي، د اجماع د رامنځته کولو لپاره د روسې رول ډېر مهم دی، څو په افغانستان کې شته ستونزې هوارې شي، پرته له دې فکر نه کوم چې په افغانستان کې ژر سوله ټینګه او ستونزه هواره شي."

د افغانستان د سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو د وزارت ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد د خپل دې سفر په لړ کې غواړي ترکمنستان، ازبکستان، بلجیم، متحده عربي اماراتو او قطر ته هم سفرونه وکړي.

که څه هم طالبانو تر دې مهاله افغان حکومت سره مستقیمو مذاکراتو ته چمتووالی نه دی ښودلی، خو له دې وړاندې زلمي خلیلزاد ویلي وو چې تمه لري چې تر راتلونکو څو میاشتو پورې د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ د سولې هوکړه وشي.

راپور: محمد واصل وصال

XS
SM
MD
LG