د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۲۶

ځيني افغان سیاسي ګوندونه: تر انتخاباتو وړاندې باید سولې ته لومړیتوب ورکړل شي


د افغانستان یو شمېر سیاسي ګوندونه وايي، تر انتخاباتو وړاندې باید سولې ته لومړیتوب ورکړل شي.

په افغانستان کې د سولې او د ولسمشرۍ د انتخاباتو د بحثونو په ګرمېدو سره د افغانستان یو شمېر سیاسي ګوندونه وايي، که چېري وسله وال طالبان غواړي چې په سیاسي پروسه کې شامل شي، نو سولې ته باید لومړیتوب ورکړل شي.

د دغو ګوندونو له ډلې د افغانستان د ملي جنبش ویاند بشیر احمد ته ینج د شنبې په ورځ ازادي راډيو ته وویل:

بشیر احمد ته ینج
بشیر احمد ته ینج

“که چېري وسله والو مخالفانو د سولې لپاره دا شرط ايیښی وي چې انتخابات وځنډېږي او هغوی په دې شرط غواړي چې په سیاسي پروسه کې شامل شي او سوله کوي، نو په دې اساس لومړیتوب باید سوله وي او باید د اجنډا په سر کې ورته ځای ورکړل شي او انتخابات وروسته ترسره شي، خو که چېري وسله وال طالبان په سیاسي پروسیې باندې باور نه لري، نو باید د افغانستان د اساسي قانون په اساس انتخابات په خپل وخت ترسره شي.”

دا په داسې حال کې ده چې تر دې وړاندې د افغانستان د سولې د پروسې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو د وزارت ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد او د افغانستان د سولې عالي شورا هیله مندي څرګنده کړې ده چې د افغانستان د ولسمشرۍ تر راروانو انتخاباتو دمخه به افغان حکومت او طالبان د سولې موافقې ته ورسېږي.

همدارنګه پخواني ولسمشر حامد کرزي هم ویلي چې د جمهوري ریاست له انتخاباتو مخکې دې سوله وشي.

ښاغلي کرزي ویلي چې انتخابات مهم دي، خو د ښو او سراسري انتخاباتو لپاره باید سوله وشي او د افغانستان اوسني شرایط دغسې نه دي.

په ورته وخت کې بیا د ګلبدین حکمتیار په مشرۍ حزب اسلامي وايي، انتخابات او سولې پروسه باید هم مهاله مخ ته لاړ شي.

د دغه ګوند د مطبوعاتي ټيم غړي فضل غني حقمل د شنبې په ورځ ازادي راډيو ته وویل:

“د سولې پروسه باید ونه ځنډول شي، دواړه مهمې پروسیې دي او باید مخ ته ولاړې شي، هم باید سوله وشي او هم باید ټاکنې په خپل وخت ترسره شي، د ټاکنو د ځنډ لپاره باید هېڅ دلیل موجود نه وي، حزب اسلامي لپاره سوله او ټاکنې دواړه لومړیتوب لري.”

خو له بلې خوا د افغانستان د ازادو او عادلانه انتخاباتو بنسټ وايي، سوله او امنیت د رڼو او سرتاسري ټاکنو لپاره اړین دي.

د دغه کمېسیون مشر یوسف رشید ازادي راډیو ته وویل، که چېري د سولې خبرې په ښه مسیر روانې وي، نو اړتیا ده چې ټاکنې وځنډېږي.

یوسف رشید
یوسف رشید

ده وویل:

“که چېري په رښتیا هم د سولې هڅې او خبرې په لوري روان وي او دا د ښو ټاکنو لپاره زمینه برابره کړي، مونږ هم د دې پلوي یوو چې لومړیتوب باید سولې ته ورکړل شي.”

خو نوموړي همدارنګه ټينګار وکړ، که چېري د سولې خبرې یوازې د شعار په بڼه وي او څه ترلاسه نه شي، نو ټاکنې باید په خپل وخت ترسره شي.

خو د افغانستان د انتخاباتو خپلواک کمېسیون ویلي چې د جمهوري ریاست انتخابات به له اساسي قانون سره سم په خپل وخت یعنې د راتلونکي لمریز کال د حمل په ۳۱ مه ترسره شي.

راپور: ناجیه ساپۍ

XS
SM
MD
LG