د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۰۶

افغان حکومت وایي، له طالبانو سره د مخامخ خبرو پوره چمتووالی نیول شوی


افغان حکومت وايي، د سولې د مذاکراتو لپاره د پلاوي له ټاکل کېدو سره حکومت چمتو دی چې له طالبانو سره مخامخ خبرې وکړي.

د سولې مذاکراتو ته د پلاوي له ټاکل کېدو وروسته افغان حکومت له طالبانو سره د مخامخ خبرو لپاره د تیاریو خبره کوي.

جرائیه رئیس عبدالله عبدالله (ښځې د سولې په پروسه کې) تر نامه لاندې په ملي کنفرانس کې وویل، دغه خبرې یوازې د یوه قشر په ګټه نه دي، بلکې د افغانستان ټول خلک به په کې شامل شي.

عبدالله عبدالله
عبدالله عبدالله

ده وویل:

"د مذاکراتو لپاره له قید او شرط پرته د افغان حکومت دریځ څرګند دی، مذاکره کوونکی پلاوی ټاکل شوی او کله چې فرصت برابر شي، دغه پلاوی به په کې ګډون وکړي."

ده یوځل بیا ډاډ ورکړ چې د سولې په مذاکراتو کې به لاسته راوړنې خوندي وي.

د ده په خبره، مذاکره شاته د بېرته تګ په معنی نه ده.

ښاغلي عبدالله وویل، د سولې د خبرو لپاره ښه موقع برابره شوې ده.

ده په دې برخه کې د امریکا وروستۍ هڅې وستایلې او ويې ویل چې د مذاکرې په پيل کې قید او شرط مطرح نه دی، خو د مذاکراتو په بهیر کې به نظریات تبادله شي .

ده په ډاډ سره وویل چې د سولې له ټینګښت وروسته به هېڅ څوک پښېمانه نه وي.

دا په داسې حال کې ده چې د سې شنبې په ورځ د افغانستان د ملي امنیت شورا وویل، د سولې عالي مشورتي بورډ جوړ شوی دی.

د افغانستان د ولسمشر محمد اشرف غني د یوه فرمان له مخې، د غه بورډ به د ده تر مشرۍ لاندې فعالیت ولري او هڅه به وکړي چې د پخوانیو جهادي مشرانو، سیاسي شخصیتونو او د ټولنې د بېلابېلو قشرونو په مشوره د سولې پروسه پرمخ لاړه شي.

د ویلو ده چې په افغانستان کې د سولې د ټینګښت هڅې تر بل هر وخته زیاتې شوې دي.

په ورته وخت کې په افغانستان کې د امریکا د متحدو ایالاتو سفیر جان بس په دغې ناسته کې وویل، حکومت یې په افغانستان کې د رښتینې سولې د راوستلو لپاره د دغه هېواد جدي ملاتړ کوي.

جان بس دا هم وویل، د سولې په پروسه کې باید د افغانستان ښځې برخه ولري او د دوی له مشارکته پرته به سوله بې مفهومه وي.

جان بس
جان بس

​ده زیاته کړه:

"سوله د ښځو له مشارکت او ملاتړه پرته ممکنه نه ده، نن د سولې دروازې د ښځو پرمخ خلاصې دي، موږ ژمن یوو چې ستاسې او ستاسي د حکومت ملاتړ وکړو چې رښتینې سوله تامین شي او یوه روښانه راتلونکې ولرئ."

خو د افغانستان د سولې د عالي شورا مرستیالې حبیبې سرابي په دغه ناسته کې د سولې د مذاکراتو لپاره په ټاکلي پلاوي انتقاد وکړ او ویې ویل چې د ښځو برخه په کې پیکه ده.

د دې په خبره، د سولې په خبرو کې د ښځو ونډه اړینه ده، حال دا چې د سولې په اکثرو پړاوونو کې ښځې له پامه غورځول کېږي.

راپور: خان محمد سیند

XS
SM
MD
LG