د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۱۲:۴۲

افغان حکومت وایي، د افغانانو په مشرۍ د سولې له هرې هڅې هرکلی کوي


په پاکستان کې د طالبانو او امریکايي چارواکو جوړېدونکې غونډې ته په کتو، افغان حکومت وايي چې دوی د افغانانو په مشرۍ د سولې له هرې هڅې هر کلی کوي.

وروسته له هغې چې د پاکستان صدراعظم عمران خان په پاکستان کې د طالبانو او امریکايي چارواکو تر منځ د خبرو اترو وویل، افغان حکومت وايي چې دوی د افغانانو په مشرۍ د سولې له بهیر سره د ملاتړ په خاطر له هرې هڅې هر کلی کوي.

د افغان ولسمشر د ویاند مرستیال شاه حسین مرتضوي د شنبې په ورځ له ازادي راډيو سره په خبرو کې که څه هم په دې اړه له ډېرو خبرو ډډه وکړه، خو ويې ویل چې دوی له هرې هغې هڅې هر کلی کوي چې په افغانستان کې د افغانانو په مشرۍ د سولې سبب ګرځي.

شاه حسین مرتضوي
شاه حسین مرتضوي

دی وایي:

"هره هغه هڅه چې د افغانانو په مشرۍ د سولې له بهیره د ملاتړ په خاطر کېږي، مونږ له هغې هر کلی کوو."

له دې سره یو ځای په کابل کې د امریکا سفارت د افغان سولې په اړه د پاکستان د منځګړیتوب د هڅې هرکلی کړی دی.

د یاد سفارت یوه ویاند بي بي سي ته ویلي چې امریکا د افغان سولې په اړه د پاکستان هر اقدام مهم بولي او هرکلی یې کوي.

دا په داسې حال کې ده چې د پاکستان صدراعظم پرون په پېښور کې یوې غونډې ته وویل، هېواد به يې په اولسمه نېټه د امریکا او طالب مشرانو ترمنځ د مخامخ خبرو کوربه وي.

هغه په خپلو خبرو کې دا نه ده واضح کړې چې په کومه اولسمه نېټه، خو که د دغې میاشتې اولسمه نېټه یې ښودلې وي، دا د دوشنبې په ورځ ده.

طالبانو بیا تر اوسه دا غونډه نه تأيید او نه هم رد کړې، د یادې ډلې ویاند ذبیح الله مجاهد د شنبې په ورځ ازادي راډيو ته وویل چې په دې اړه به وروسته معلومات شریک کړي.

له دې وینا سره د افغان سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد چې دوه ځله وړاندې يې هم له طالب استازو سره په قطر کې لیدلي، د دغې میاشتې تر ۱۸ مې نېټې د سیمې د هېوادونو په سفر وتلی دی.

د سولې د دغو هڅو په لړ کې د پاکستان او چین د بهرنیو چارو وزیران هم د شنبې په ورځ په کابل کې وو او د ترورېزم سره د مبارزې یو هوکړه لیک يې لاسلیک کړ.

د درې واړو هېوادونو چارواکو که څه هم له رسنیو سره په خبرو کې د افغانستان د سولې پر بهیر او باثباته افغانستان ټينګار وکړ، خو په پاکستان کې د دغې جوړېدونکې غونډې په اړه يې خبرې نه دي کړي.

د افغانستان د بهرنیو چارو د وزارت ویاند صبغت الله احمدي يې په اړه ازادي راډيو ته وویل:

صبغت الله احمدي
صبغت الله احمدي

"هغه څه چې تاسې يې وايئ، اوس مو واورېدل، خو په دې اړه د بهرنیو چارو وزیرانو په غونډه کې خبرې نه دي شوي، دوی د سولې په خبرو، باور جوړونې او له ترورېزم سره د مبارزې په برخو کې وغږېدل، خو په دې اړه چې تاسې يې وايئ، ځانګړي څه نه دي ویل شوي."

دا چې په دې غونډه کې له افغانستانه څوک ګډون کوي که نه، ښاغلی صبغت وايي چې دوی په دې اړه تر اوسه څه نه شي ویلای.

خو افغان حکومت له دې وړاندې د مسکو غونډې ته چې پکې طالب استازو ګډون کړی و، د سولې د عالي شورا یو پلاوی لېږلی و.

راپور: یوسف خان ځدراڼ

XS
SM
MD
LG