د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۲۳

اشرف غني افغان ځواکونو ته د لومړۍ درجې احضاراتو سپارښتنه وکړه


افغان ولسمشر اشرف غني افغان ځواکونو ته سپارښتنه کړې چې د اوربند پر مهال لومړۍ درجه احضارات ولري.

په کندهار ولایت کې د خرقې مبارکې صندوق تر څو لسیزو وروسته په علني ډول د روژې د ۲۷مې په شپه پرانیستل شو او په افغانستان کې د سولې د ټینګښت لپاره دُعا وشوه.

افغان ولسمشر محمد اشرف غني د دُعا په دې مراسمو کې ګډون درلود.

د ولسمشر مرستیال ویاند شاه حسین مرتضوي تر دغو مراسمو وروسته ازادي راډیو ته وویل چې افغان ولسمشر کندهار ته د خپل سفر په ترڅ کې وویل چې اوربند یو فرصت دی، څو دایمي سوله ترلاسه شي.

شاه حسین مرتضوي
شاه حسین مرتضوي

هغه زیاته کړه:

"د خرقې د «اومنا پلاوي» په حضور کې هغه ځانګړی صندوق چې خرقه په‎کې ساتل کېږي، پرانیستل شو او ولسمشر د «اومنا پلاوي» سره او دغه‌راز نورو علماوو چې هلته حاضر وو؛ د سولې، ثبات، د افغانستان د خلکو د یووالي لپاره دُعا وکړه او وروسته ولسمشر په یوه وینا کې وویل، دغه اوربند یې اعلان کړی، څو یو فرصت وي چې د افغانستان پر تل پاتې سولې تمرکز وکړو."

افغان حکومت سر له نن نه د کوچني اختر تر پنځمې نېټې پورې د وسله‎والو طالبانو پر وړاندې اوربند اعلان کړی دی.

افغان ولسمشر سپارښتنه کړې چې افغان امنیتي ځواکونه دې په‎دې ورځو کې پر وسله‎والو طالبانو بریدونه بند کړي.

طالبانو هم د دې په ځواب کې د اختر په درېیو ورځو کې د اوربند اعلان وکړ.

ولسمشر غني په کندهار کې
ولسمشر غني په کندهار کې

افغان حکومت وایي، د دوی اوربند له قوي دریځه دی.

شاه حسین مرتضوي ازادي راډیو ته وویل، د خرقې مبارکې تر مراسمو دمخه ولسمشر د کندهار له امنیتي چارواکو سره هم ولیدل.

دی وايي:

"ولسمشر د کندهار له امنیتي مسؤلینو سره غونډه درلوده او هلته‌یې وویل چې د اوربند موده کې هم باید لومړۍ درجه احضارات اوسي. اوربند د یوه قوي دریځه شوی دی."

د ولسمشر له‎خوا د اوربند اعلان د بېلابېلو هېوادونو او سازمانونو د مشرانو له‎خوا وستایل شو.

همدا تېره ورځ د ناټو عمومي منشي ینس سټولټنبرګ د دغه اوربند په هرکلي سره وویل چې هیله لري دا مؤقت اقدام د افغانستان د بحران د دایمي هواري سبب شي.

د ناټو عمومي منشي ینس سټولټنبرګ
د ناټو عمومي منشي ینس سټولټنبرګ

ینس سټولټنبرګ د دوشنبې «۱۳۹۷ کال د غبرګولي ۲۱» په ورځ په ایټالیا کې په یوه خبري غونډه کې ویلي چې له طالبانو غواړي دا اوربند په بشپړ ډول رعایت کړي.

د افغانستان ولسمشر د یکشنبې «۱۳۹۷ کال د غبرګولي ۲۰» په ورځ د شانګهای د همکاریو سازمان په غونډه کې وویل چې په تېرو ۲۳ کلونو کې دا لومړی ځل دی چې دوه اړخیز اوربند نافذېږي.

وسله‎والو طالبانو تر دې وړاندې هېڅ‎کله اوربند نه‎وو کړی.

د افغان حکومت په وینا داعش ډله، د القاعده شبکه او نورې بهرنۍ وسله‌والې یاغي ډلې له دې اوربنده مستثنی دي.

دغه‌راز طالبانو هم ویلي چې د دوی په درې ورځني اوربند کې بهرني ځواکونه شامل نه‌دي او پر هغو ځواکونو به د دوی بریدونه دوام ولري.

XS
SM
MD
LG