د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۴ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۰۹

د ناټو عمومي منشي وايي له خپلو شریکانو سره د افغانستان روان مأموریت څېړي


د ناټو عمومي منشي نن وویل چې موږ به له خپلو شریکانو سره د افغانستان روان مأموریت وڅېړو.

که څه هم د ینس سټولټنبرګ په وینا په افغانستان کې لاهم ګواښونه ګڼ دي، خو افغان ځواکونه بې‌ساری فعالیت کوي او ظرفیتونه‌یې لوړ شوي دي.

د ناټو عمومي منشي بیا وویل چې موږ به له افغان ځواکونو سره مادي مرسته زیاته کړو او هلته به نور روزونکي ولېږو.

سټولټنبرګ په دې برخه کې دې ته اشاره وکړه چې روان کال د غوڅ ملاتړ مأموریت په چوکاټ کې درې زره نور بهرني ځواکونه افغانستان ته تللي او اوس هلته د غوڅ ملاتړ مأموریت په چوکاټ کې ناټو او شریکان‌یې نږدې ۱۶ زره سرتېري لري.

نړیوالو ځواکونه
نړیوالو ځواکونه

د ناټو عمومي منشي د ناټو سرمشریزې ته هم اشاره وکړه چې نېږدې یوه میاشت وروسته دلته په بروکسل کې ده.

ده وویل چې په دې غونډه کې داسې اټکل کوم چې د ناټو غړي هېوادونه به موافقه وکړي چې له افغان ځواکونو سره له ۲۰۲۰ تر دوه ۲۰۲۴ مېلادي کلونو پورې د مرستو ژمنې وکړي.

سټولټنبرګ دا خبره هم وکړه چې د ناټو حضور په افغانستان کې له افغانانو سره په خپل هېواد کې د ثبات راوستو لپاره، همداراز له نړیوال ترورېزم سره د جګړې لپاره او د داسې چاپېریال د رامنځته کولو لپاره دی چې سولې ته لار هواروي.

د ولسشمر اشرف غني د اوربند د وړاندیز په برخه کې چې د روژې له ۲۷مې وروسته‌یې د اختر تر اخره پورې اعلان کړی، ینس سټولټنبرګ وویل چې دا د سولې لور ته یو مثبت ګام دی او ناټو د افغانانو په مشرۍ د افغانانو د سولې او پخلاینې د بهیر بشپړ ملاتړ کوي.

سټولټنبرګ بیا وویل، د ولس

د افغانستان ولسمشر د اوربند اعلان وکړ
هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:01:00 0:00

مشر غني د اوربند وړاندیز د سولې په برخه کې د هغه د جدیت څرګندونه کوي او د ناټو عمومي منشي زیاته کړه چې دی د دې پیاوړې ژمنې هرکلی کوي.

د ناټو عمومي منشي بیا وویل چې طالبان د جګړې له لارې بریالي کېدای نه‌شي او د دوی لپاره د حل یوازنۍ لار دا ده چې دوی د سولې له بهیر سره یوځای شي.

سټولټنبرګ دا هم وویل چې دی پر طالبانو غږ کوي چې خپلې وسلې پر ځمکه کېږدي او د مذاکراتو لار خپله کړي.

تمه ده چې سبا په بروکسل کې د ناټو په نوې ودانۍ کې د ناټو د ۲۹ غړو هېوادونو دفاع وزیران او د هغو هېوادونو دفاع وزیران چې د غوڅ ملاتړ مأموریت په چوکاټ کې پوځیان لري د افغانستان پر امنیتي وضعیت خبرې وکړي.

XS
SM
MD
LG