د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۲۱ مرغومی ۱۴۰۳ کابل ۰۰:۱۳

د افغانستان دفاع وزارت له ۲۰۲۰ کال نه وروسته هم د ناټو د مرستې غوښتونکی شو


د ناټو د دفاع وزیرانو له غونډې سره هم‎مهاله د افغانستان دفاع وزارت وايي چې افغان امنیتي ځواکونه د یاد تړون دوامداره مرستو ته اړتیا لري.

دغه وزارت وايي، په دغه هېواد کې روان وضعیت ته په پام سره افغان امنیتي ځواکونه تر۲۰۲۰ میلادي کال وروسته هم د ناټو همکاریو ته اړ دي.

د دغه وزارت د ویاند دفتر سرپرست محمد رادمنش د پنجشنبې په ورځ «۱۳۹۷ کال د غبرګولي ۱۷» ازادي راډيو ته وویل چې افغان ځواکونو له ترورېستي ډلو سره د جګړې په لومړۍ کرښه کې دي، نو ځکه د ناټو او امریکا دایمي مرستو ته اړتیا لري.

نوموړی وايي:

"ملي اردو باید له ۲۰۲۰ میلادي کاله وروسته هم د ناټو مرستې له ځانه سره ولري چې ناټو به هم په روانه ناسته کې په‎دې اړه ټینګار وکړي. موږ د ناټو له غړو هېوادونو او امریکا غواړو چې موږ سره د ترورېزم په وړاندې د مبارزې په برخه کې همکاري وکړي."

دا غوښتنه داسې مهال مطرح کېږي چې د ناټو د غړو هېوادونو د دفاع وزیرانو غونډه نن پنجشنبه «۱۳۹۷ کال د غبرګولي ۱۷» د بلجیم په پلازمېنه بروکسل کې پیل شوه او دوه ورځې به روانه وي.

د ناټو عمومي سرمنشي ینس سټولټنبرګ د چهارشنبې په ورځ «۱۳۹۷ کال د غبرګولي ۱۶» یوې خبري غونډې ته وویل چې د ناټو دفاع وزیران او په غوڅ ملاتړ مأموریت کې د دوی شریکان به د جمعې په ورځ د افغانستان د وضعیت په اړه خبرې وکړي.

ناټو او امریکا له افغانستان سره په کړو ژمنو لازم عمل نه‎دی کړی.

د ناټو د دفاع د وزیرانو په غونډه کې د افغانستان دفاع وزیر طارق‌شاه بهرامي او په‎دغه هېواد کې د نړیوالو ځواکونو عمومي قوماندان جنرال جان نېکلسن هم ګډون لري.

په ورته وخت کې د نړیوالو اړیکو کارپوه مشتاق رحیم د افغانستان په اړه د ناټو غونډه مهمه بولي.

نوموړی وايي چې په‎دغه غونډه کې باید د افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو په دوامدار ملاتړ ټینګار وشي.

ښاغلی رحیم وايي:

"په‎دغه ناسته کې باید داسې تصمیمونه ونیول شي چې افغان حکومت په‎کې د ناټو اوږدمهاله مرستې ترلاسه کړي، همداراز د ناټو غړي هېوادونه باید هغه ستراتېژي تعقیب کړي چې له مخې یې په افغانستان کې د سیمې مداخله کوونکو هېوادونو باندې فشار زیات شي او سمیه‎ییزې اجماع او همغږۍ ته زمینه برابره شي."

په ورته وخت کې د افغانستان د ولسي جرګې یو غړی عبیدالله بارکزی وايي، په تېر کې څه ډول چې لازم وو، ناټو او امریکا له افغانستان سره په کړو ژمنو عمل نه‎دی کړی.

نوموړی وايي، د ناټو د دفاع وزیرانو په ناسته کې باید دغه موضوع په پام کې ونیول شي او له افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو سره هر اړخیزه پوځي مرسته وشي.

راپور: اجمل تورمان

XS
SM
MD
LG