د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۲۱ مرغومی ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۲۶

د ناټو سرمنشي د سولې په برخه کې د ولسمشر اشرف غني وړاندیزونه وستایل


د ناټو عمومي منشي ینس سټولټنبرګ په بروکسل کې د ناټو په نوې مرکزي ودانۍ کې نن وویل، د ناټو د دفاع وزیرانو په غونډه کې به دا وڅېړو چې له افغان ځواکونو سره تر ۲۰۲۰ کال وروسته ناټو او متحدان‌یې څه ډول مرسته کولای شي.

د نوموړي په وینا د غونډې بل مهم ټکی دا دی چې افغانستان ته به د ناټو غړي هېوادونه او متحدان‌یې نور څومره روزونکي واستوي.

ینس سټولټنبرګ
ینس سټولټنبرګ

ینس سټولټنبرګ د نورو ځواکونو په ارتباط وویل چې تېر کال نړیوالو ژمنه وکړه چې ۳۰۰۰ نور روزونکي افغانستان ته ولېږي، دا پوځیان رسېدلي او اوس د بهرنیو ځواکونو شمېر په دغه هېواد کې شااوخوا ۱۶ زرو ته لوړ شوی.

د ناټو تر غونډې مخکې بریتانیا، جرمني او چک جمهوریتونو ویلي وو چې د نورو پوځیانو پر لېږلو به غور وکړي.

د راپورونو له مخې دا ځل عربي متحده امارات هم غواړي چې افغانستان ته روزونکي ولېږي.

ینس سټولټنبرګ افغان ځواکونه وستایل او ویې‌ویل چې د طالبانو د دې هدف مخه‌یې نیولې ده چې د افغانستان د کوم ولایت مرکز ونیسي.

سټولټنبرګ په ځانګړي ډول د افغان ځانګړو ځواکونو او هوایي ځواکونو پياوړتیا ته اشاره وکړه.

ده وویل چې د غوڅ ملاتړ مأموریت هدف دا دی چې طالبان پوه شي چې کله هم په زوره واک ته نه‌شي رسېدلی.

د سولې په برخه کې د ناټو عمومي منشي د ولسمشر اشرف غني د وړاندیزونو ستاینه وکړه.

افغان ولسمشر د فبرورۍ پر ۲۸مه د کابل پروسې پر مهال طالبانو ته د سولې یو لړ وړاندیزونه کړي وو.

سټولټنبرګ په ورته وخت کې د افغانستان له حکومت څخه د اداري اصلاحاتو او د بشري حقونو د رعایت په برخو کې د هلو ځلو د زیاتېدو هیله وکړه.

د ناټو عمومي منشي په افغانستان کې د معارف مسئلې ته هم اشاره وکړه او ویې‌ویل چې ما داسې راپورونه ترلاسه کړي دي چې تېر کال د افغان زده‌کوونکو شمېر زیات شوی وو، خو په کومو سیمو کې چې د نجونو او هلکانو ښوونځي بند شوي دي باید پرانیستل شي او د پرانیستلو لپاره بنیادي لار دا ده چې سولې ته ورسېږو.

ده د دوشنبې په ورځ په کابل کې د شااوخوا دوه زره دیني عالمانو غونډې ته اشاره وکړه او د سولې په برخه کې یې د هغوی پرېکړې وستایلې.

د ناټو د ۲۹ غړو هېوادونو دفاع وزیران او د هغو هېوادونو دفاع وزیران چې د غوڅ ملاتړ مأموریت په چوکاټ کې په افغانستان کې ځواکونه لري د افغانستان په ارتباط بحثونو کې برخه اخلي.

په دې غونډه کې به په افغانستان کې د بهرنیو ځواکونو عمومي قوماندان جنرال جان نېکلسن او د افغانستان دفاع وزیر طارق‌شاه بهرامي هم ګډون وکړي.

د ناټو د دفاع وزیرانو په غونډه کې سبا او بل سبا د اروپا دننه یو شمېر موضوعات، د عراق مسئله، له داعش سره مبارزه، له روسیې سره اړیکې او ځیني نور نړیوال مسایل څېړل کېږي، خو د جمعې په ورځ به تر ډېره د افغانستان په اړه بحث وي.

XS
SM
MD
LG