د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۲۱ مرغومی ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۳۴

دفاع وزارت د خپلې جنګي ستراتېژۍ د بدلولو هڅې پيل کړي


د افغانستان دفاع وزارت وايي، په هېواد کې روانو تهديداتو ته په پام سره‌يې د خپلې جنګي ستراتېژۍ د بدلولو هڅې پيل کړې دي.

دغه وزارت وايي، په دې هدف‎يې د سيمه‎ييز ځواک د تشکيل چارې ګړندۍ کړې دي.

د دفاع وزارت د وياند دفتر سرپرست بريد جنرال محمد رادمنش ازادي راډيو ته وويل، دغه سيمه‎ييز ځواک به په تصفيه شویو سيمو کې ځاى پر ځاى کېږي.

نوموړی وايي:

"موږ هم په افغانستان کې داسې تګ‎لاره جوړه کړې چې په راتلونکي کې مو بايد عمليات په هغو سيمو کې دوام ومومي چې تهديدات په‎کې وي. بيا هلته د منطقوي قوې په مرسته امن ټينګ شي. د ملي اردو تر څنګ يو منطقوي ځواک يا قطعات ايجادېږي چې د پوځيانو د ستراتېژۍ له مخې به ډېر ښه تأثير ولري. دوى به هم په راتلونکي کې د ملي اردو غوندې خپل وظايف مخ ته وړي."

محمد رادمنش
محمد رادمنش

د سيمه‎ييز ځواک د تشکيل چارې له لغمان ولايت څخه پيل شوي چې اوس د لغمان تر څنګ په کاپيسا، کندهار، هرات کې هم دا پروسه روانه ده.

د دفاع وزارت د وياند دفتر سرپرست وايي، د دغه ځواک د غړيتوب لپاره تر زرو زياتو کسانو نوم‌ليکنه کړې ده.

هغو کسانو ته چې په‎دغه ځواک کې شامل شوي، درې مياشتنۍ روزنه ورکړل شوې، د دې تر څنګ به دوه مياشتې د دوى په خپلو سيمو کې روزنه ورکول کېږي.

تر دې مخکې د افغانستان د کورنيو چارو وزير په افغانستان کې د وضعيت د ښه کېدو لپاره د امنيتي ادارو د جنګي ستراتېژۍ د بدلون خبره کړې وه.

ویس احمد برمک
ویس احمد برمک

ويس احمد برمک د چهارشنبې په ورځ «۱۳۹۷ کال د غبرګولي ۱۶» د ولسي جرګې استجوابيه غونډې ته وويل:​

"د کورنیو چارو او دفاع وزارتونو او همداراز د ملي امنیت عمومي ریاست پر دې کار پیل کړی چې که وکړای شو چې د جګړې ستراتېژي تقریباً د دښمن د ستراتېژۍ په څېر تغییر کړو. زموږ ډېر تمرکز پر دې مسئلې دی چې څنګه وکړای شو له ځانګړو ځواکونو، کمانډو، هوايي ځواکونو او استخباراتو څخه استفاده وشي، څو د دښمن مرکزونه وپېژنو او له هغې وروسته دغه مرکزونه له‌منځه یووړل شي."

دا څرګندونې په‎داسې حال کې کېږي چې په افغانستان کې په وروستيو کې د ناامنيو پېښې زياتې شوې دي.

د افغانستان پر امنيتي وضعيت او د افغانستان له امنيتي ځواکونو سره د همکارۍ پر لارو چارو په بروکسل کې د ناټو په مقر کې هم نن او سبا بحث کېږي.

XS
SM
MD
LG