د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۴۵

ووټل: پر طالبانو به پوځي فشار زیات شي او دا ډله هېڅکله نشي بریالۍ کېدای


د امریکا د پوځ د مرکزي قوماندې مشر وايي، پر طالبانو به پوځي فشار زیات شي او دا ډله هېڅکله نشي کولای چې د جګړې په ډګر کې بریالۍ شي.

د متحده ایالاتو د پوځ د مرکزي قوماندې مشر جنرال جوزیف ووټل وايي، پر طالبانو د پوځي فشار د زیاتولو لپاره یو لړ پروګرامونه عملي کېږي.

جنرال ووټل د جمعې په ورځ د تاجکستان په مرکز دوشنبه کې خبریالانو ته وویل، د افغان ځانګړو ځواکونو او هوايي ځواک شمېر به زیات شي او تر پخوا زیات به د طالبانو مالي سرچینې په نښه شي.

جوزیف ووټل
جوزیف ووټل

نوموړي زیاته کړه:

"مونږ د افغان ځانګړو ځواکونو د اندازې په دوه چنده او د هوايي ځواک په درې چنده زیاتولو کار کوو، مونږ په فعاله توګه د نشه يي موادو د قاچاق او تولید لارې چې له طالبانو سره مرسته کوي، په نښه کوو."

د افغانستان د دفاع وزارت په وینا، دا مهال د افغان ځانګړو سرتېرو شمېر شااوخوا ۱۷ زره دی او تر ۲۰۲۲ کال پورې به افغان هوايي ځواک سلګونه جنګي الوتکې او هیلیکوپترونه ولري.

د امریکا د مرکزي قوماندې مشر جنرال جوزیف ووټل وویل، سږ کال د جګړې ابتکار زمونږ په لاس کې دی او زیات تمرکز به مو د استوګنې د سیمو د امنیت په ټینګولو او د راروانو انتخاباتو لپاره د امن فضا په برابرولو وي.

دغه لوړ رتبه امریکايي جنرال وویل، دا د طالبانو وسله وال فعالیت دی چې په افغانستان کې یې د داعش په شان ډلو ته د فعالیت زمینه برابره کړې ده.

نوموړي طالبانو ته خبرداری ورکړی چې د جګړې په ډګر کې به کامیاب نشي او دا ډله باید د روغې جوړوې د خبرو لپاره د افغان ولسمشر محمد اشرف غني له پېشنهاد ګټه پورته کړي.

ده وویل:

"دوی له پوځي لارې نشي بریالي کېدای، د امریکا په مشرۍ نړیوال ائتلاف پر طالبانو د پوځي فشار په زیاتولو تمرکز کوي، دا به له ټولنیزو او ډیپلوماتیکو فشارونو سره یو ځای طالبان اړ کړي چې د خبرو میز ته کېني، دوی باید د ولسمشر غني د سولې له پېنشهاد ګټه واخلي."

د متحده ایالاتو د مرکزي قوماندې مشر وویل، د افغانستان او جنوبي اسیا لپاره د ولسمشر ډونالد ټرمپ ستراتیژي ګټوره تمامېږي او په افغانستان کې به حالاتو ته په پام سره پرېکړې کېږي.

خو جنرال ووټل وویل، په افغانستان کې د امریکا د ستراتیژۍ د اهدافو ترلاسه کېدل ښايي یو څه نور وخت هم ونیسي.

د امریکا د پوځ د مرکزي قوماندې مشر پرون په کابل کې و او له افغان ولسمشر محمد اشرف غني او نورو مقاماتو سره يې د راروانو انتخاباتو او له ترورېزم سره د مبارزې په اړه خبرې وکړې.

XS
SM
MD
LG