د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۲۱ مرغومی ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۱۰

برمک: غواړو خپله جنګي ستراتېژي د مخالفینو ستراتېژۍ ته ورته جوړه کړو


افغان حکومت غواړي د افغان پوځیانو په جنګي ستراتېژۍ کې تقریباً د وسله‌والو مخالفینو جنګي ستراتېژۍ ته ورته تغییرات رامنځته کړي.

د افغانستان د کورنیو چارو وزیر ویس احمد برمک چې د چهارشنبې په ورځ «۱۳۹۷ کال د غبرګولي ۱۶» د ولسي جرګې له لوري د امنیتي وضعیت په تړاو د جرګې عمومي غونډې ته وربلل شوی و په خپلو خبرو کې وویل چې وسله‌والو مخالفینو په ځینو ولایتونو کې ډله‌ییزې حملې کړې دي.

د نوموړي په خبره وسله‌والې ډلې په غیر منظمه توګه جګړه کوي او تر ډېره له چریکي تاکتیکونو استفاده کوي.

د ښاغلي برمک په خبره افغان ځواکونه د وسله‌والو مخالفینو پر وړاندې له پلان شویو عملیاتو استفاده کوي.

نوموړی وايي، امنیتي بنسټونو په دې کار پیل کړی چې جنګي ستراتېژي د وسله‌والو مخالفینو د ستراتېژۍ په څېر تغییر کړي.

ویس احمد برمک
ویس احمد برمک

ښاغلي برمک زیاته کړه:

"د کورنیو چارو او دفاع وزارتونو او همداراز د ملي امنیت عمومي ریاست پر دې کار پیل کړی چې که وکړای شو چې د جګړې ستراتېژي تقریباً د دښمن د ستراتېژۍ په څېر تغییر کړو، زموږ ډېر تمرکز پر دې مسئلې دی چې څنګه وکړای شو له ځانګړو ځواکونو، کمانډو، هوايي ځواکونو او استخباراتو څخه استفاده وشي ترڅو د دښمن مرکزونه وپېژنو او له هغې وروسته دغه مرکزونه له‌منځه یووړل شي​."

د کورنیو چارو وزیر په دغه ناسته کې همداراز وویل چې که څه هم د افغانستان پولیس ملي دي، خو جوړښت‌یې سیمه‌ییز دی.

ښاغلی برمک وايي، هغه وسله‌والو چې د کورنیو چارو پر وزارت‌یې ډله‌ییزه حمله کړې او زرې موټرې ورسره وې د حملې پر مهال‌یې ځانونه سینګار کړي و چې د بهرنیو ځواکونو سره‌یې توپیر ونه‌شي.

د ولسي جرګې د چهارشنبې د ورځې په عمومي غونډه کې وکیلانو پر امنیتي بنسټونو انتقاد وکړ چې د امنیت په ټینګښت کې پاتې راغلي دي.

الله ګل مجاهد
الله ګل مجاهد

د ولسي جرګې غړي الله ګل مجاهد وویل:

"د افغانستان خلک اوبه او قیر سړک نه‌غواړي، بلکې ژوند غواړي. زموږ لپاره د خلکو ژوندي پاتې کېدل مهم دي، تاسو خپله شاهدان یاست چې هره ورځ او په میاشتنۍ کچه زموږ څومره خلک شهیدان کېږي."

دا څرګندونې په داسې حال کې کېږي چې وسله‌والو مخالفینو په ځانګړې توګه طالبانو د الخندق د عملیاتو په پیلولو سره د هېواد په ځینو برخو کې ډله‌ییزې او انتحاري حملې کړې دي.

د ولسي جرګې د غړو په خبره د وسله‌والو مخالفینو ګواښونه دا مهال د بغلان، فراه، فاریاب، ارزګان، غزني، هلمند او یو شمېر نورو ولایتونو په ځینو برخو کې پر خپل ځای دي.

د وسله‌والو مخالفینونو د ډله‌ییزو حملو سربېره د ثور پر ۱۰مه نېټه پر افغان خبریالانو انتحاري حمله، د کورنیو چارو پر وزارت ډله‌ییزه حمله او په روانه اوونۍ کې پر دیني عالمانو برید خونړي هغه وو.

  • خو د افغان ځواکونو د منظمې جګړې د ستراتېژۍ تغییر به وکړای شي چې وسله‌وال مخالفین په نامنظمه جګړه کې مات کړي؟
میرزا محمد یارمند
میرزا محمد یارمند

د کورنیو چارو وزارت پخوانی معین میرزا محمد یارمند په دې اړه وايي:

"ښايي د کورنیو چارو وزیر، د امنیت شورا او دفاع وزیر په دې عقیده وي چې جنګي ستراتېژي بدله کړي، د ستراتېژۍ تغییر کولای شي حکومت بریالی کړي، ځکه روانه جګړه استخباراتي ده او د استخباراتي جګړې په مقابل کې منظمه جګړه نتیجه نه‌ورکوي، په استخباراتي جګړه کې په دقیقه توګه کشف کېږي او د دښمن په ساحه کې له بشري قوې استفاده کېږي."

د ښاغلي یارمند په خبره له کلونو راهیسې پر دې بحث کېده چې جنګي ستراتېژي باید تغییر شي.

نوموړی وايي، د جنګي ستراتېژۍ په تغییر سره به امنیتي بنسټونه وکړای شي چې د وسله‌والو مخالفینو د استخباراتي جګړې مخه ونیسي او انتحاري حملې خنثی کړي.

راپور: محمد حدیث پردېس

XS
SM
MD
LG