د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۲۱ مرغومی ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۰۳

ماندګار ورځپاڼه: طالبانو د عالمانو فتوا په انتحار سره ځواب کړه


کابل چاپ ورځپاڼو په خپلو نننیو ګڼو کې تر ډېره د افغانستان د دیني عالمانو د غونډې او د دغه غونډې په پای کې د انتحاري حملې په اړه لیکنې او سرلیکنې چاپ کړې دي.

  • ویسا

ویسا خپلواکې ورځپاڼې په دې اړه په خپل یوه مطلب کې لیکلي، په زرګونه دیني عالمانو په افغانستان کې اوسنی جنګ او انتحاري حملې ناروا وګڼلې او ویلي یې دي چې دا جنګ هېڅ ډول دیني او شرعي صبغه نه‎لري.

دا جنګ د عالمانو په فتوا نه‎دی شروع شوی او د عالمانو په فتوا هم نه‌ختمېږي.

په مطلب کې د دغو عالمانو په حواله دغه‌شان راغلي چې دې جګړې بهرنیو مداخلو ته زمینه برابره کړې او د افغانستان او اسلام د بدنامۍ لامل ګرځېدلې ده.

د مطلب لیکوال دا هم لیکلي چې د چارو یو شنونکي فاروق اعظم ویلي چې دا جنګ د عالمانو په فتوا نه‎دی شروع شوی او د عالمانو په فتوا هم نه‌ختمېږي، بلکې دغه جنګ بهرني عوامل لري.

  • ماندګار

ماندګار ورځپاڼې لیکلي چې طالبانو د عالمانو فتوا په انتحار سره ځواب کړه.

په مطلب کې د پرونۍ حملې په اړه د چارو د شنونکو په حواله راغلي، حقیقت دا دی چې طالبانو تل د پاکستاني پوځیانو په خبرو عمل کړی، نو ځکه پرونۍ حمله هم له طالبانو نه د هغه هېواد د پوځیانو غوښتنه وه.

ورځپاڼې په خپل دغه مطلب کې وړاندې لیکلي، څو ورځې مخکې د شاهین ۲۰۹ قطعې په خپل یو راپور کې ویلي و چې پاکستاني پوځیانو له طالبانو غوښتي چې د افغانستان په مهمو ښارونو کې خپلو انتحاري حملو ته زور ورکړئ او افغان امنیتي ځواکونه بوخت وساتئ.

  • سرخط

سرخط خپلواکې ورځپاڼې بیا په خپل یو مطلب کې دغه غونډه ډېره با اهمیته ګڼلې او لیکلي یې دي چې په‎دغه غونډه کې د افغانستان د جګړې د ناروا ګڼلو په تړاو د عالمانو فتوا هغه عوام غولوونکې پاکستاني فتوا‎ګانې رد کړې، کوم چې د افغانستان جګړه په‎کې روا ګڼل شوې وه.

د مطلب لیکوال لیکلي:

دا خبره له عالمانو سره واضح وه، خو د عامو خلکو او هغوی چې د جنګ جګړو او عوام وژنې لاملین دي، د دوی سره‌یې په اړه ابهام موجود وو.

  • ملي ارمان

ملي ارمان خپلواکې ورځپاڼې په‎دې اړه په خپل یو مطلب کې تبصره کړې او لیکلي یې دي چې د طالبانو جنګ حرام دی او دیني او اسلامي صبغه نه‎لري.

په مطلب کې د تېرې ورځې د غونډې د اعلامیې بر بنسټ راغلي چې افغانستان یو اسلامي هېواد دی، ۹۹ سلنه خلک‌یې مسلمانان دي او اساسي قانون‌یې هم د نړۍ په کچه یو اسلامي قانون دی، نو ځکه د جهاد په نوم‎یې په وړاندې جګړه هېڅ ډول شرعي جواز نه‎لري.

  • انیس

انیس دولتي ورځپاڼې هم په خپله سرمقاله کې همدې ټکو ته اشاره کړې او ورځپاڼې لیکلي دي چې د افغانستان عالمان دا فتوا داسې مهال ورکوي چې د روان لمریز کال د ثور میاشتې په ۲۱مه نېټه په اندونیزیا کې د افغانستان، اندونزیا او پاکستان عالمانو هم انتحاري حملې د دیني او اسلامي اصولو خلاف وګڼلې او د افغانستان د جګړې له ښکېلو خواوو یې وغوښتل چې سوله وکړي.

XS
SM
MD
LG