د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۲۱ مرغومی ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۱۳

د کابل ګارنېزیون قوماندان: د امنیتي وضعیت په اړه ښاریانو ته ډاډ نه‌شم ورکولای


د کابل ګارنېزیون قوماندان کابل ښاریانو ته د امنیتي وضعیت ډاډ نه‌ورکوي.

په داسې حال کې چې په یوه میاشت کې په کابل ښار کې څو پرله‌پسې انتحاري حملې وشوې او خلک‌یې اندېښمن کړي، د کابل ګارنېزیون قوماندان وايي له امنیتي وضعیت نه ډاډمن نه‌دی.

افضل امان د سې شنبې په ورځ «۱۳۹۷ کال د غبرګولي ۱۵» له ازادي راډیو سره په یوه ځانګړې مرکه کې وویل چې امنیتي ګواښونه نه ډېر لوړ او نه هم کم دي.

ښاغلي امان وویل وسله‌والو مخالفینو د جګړې په ډګرونو کې ماته خوړلې او وايي چې اوس‌یې په ښار کې ترورېستي حملو ته مخه کړې ده.

امان: له بده مرغه موږ خلک په کلي توګه هیله‌مند کولای نه‌شو.
امان: له بده مرغه موږ خلک په کلي توګه هیله‌مند کولای نه‌شو.

نووموړي زیاته کړه:

"له بده مرغه موږ خلک په کلي توګه هیله‌مند کولای نه‌شو چې ګواښونه په کامل توګه په ښار کې خنثی شوي دي، داسې نه‌ده موږ دا هم نه‌شو ویلی چې ګواښونه کم دي، خو په هر حال د ترورېستي فعالیتونو د مخنیوي لپاره زموږ فعالیتونه تر بل هر وخت زیات شوي دي."

ښاغلي امان همداراز وویل انتحاري حملې ډېرې پېچلې دي او ترورېستان له بېلابېلو تاکتیکونو کار اخلي، نو له همدې امله یو شمېر یې هدفونو ته رسېږي.

د کابل ګارنېزیون قوماندان زیاتوي چې د کابل ښار د امنیتي وضعیت د ښه‌والي لپاره‌یې د کابل اړوند ولسوالیو خاک جبار او موسهي کې تصفیوي عملیات پيل کړي او اوس هم روان دي.

دا په داسې حال کې ده چې تېره ورځ د کابل پولې‌تخنیک پوهنتون مخې ته په یوه انتحاري حمله کې ۷ تنه ووژل شول او ۲۲ نور ټپیان شول.

له دې وړاندې پر کورنیو چارو وزارت باندې په انتحاري او وروسته ډله‌ییزه حمله کې یو کس ووژل شو او ۶ نور ټپیان شول.

د یادونې ده چې څه موده وړاندې وسله‌والو طالبانو په یوه بیانیه کې کابل ښاریانو ته خبرداری ورکړ چې له پوځي مرکزونو دې ځانونه ځکه لیرې کړي چې دغه ډله په پوځي او استخباراتي مرکزونو باندې د نورو حملو د چمتووالي په لټه کې ده.

په همدې حال کې د پوځي چارو یو شمېر کارپوهان وايي چې په امنیتي بنسټونو کې ضعف خپل اوج ته رسېدلی دی.

کابل ښاریان
کابل ښاریان

د پوځي چارو افغان کارپوه محمدا ګل مجاهد زیاته کړه:

"د کابل ګارنېزون هغه امکانات چې لري یې او په ښار کې کمرې لګېدلي دي، امنیتي کمربندونه رامنځته شوي او پولیس د امنیت په تأمین مصروف دي، نو بیا د امنیت د ټینګښت په اړه ډاډ نه‌شي ورکولای ځکه چې ضعف موجود دی."

هېوادوال هم د امنیتي وضعیت څخه اندېښنه لري او وايي چې د ښار په هېڅ ځای کې د امنیت احساس نه‌کوي.

راپور: رحمت‌الله افغان

XS
SM
MD
LG