د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۲۱ مرغومی ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۲۰

په کابل کې د وروستۍ انتحاري حملې په اړه د یو شمېر لوېدیځو ورځپاڼو تبصرې!


  • نيويارک ټايمز

نيويارک ټايمز ورځپاڼې په کابل کې د دوشنبې د ورځې د ځانمرګي بريد په اړه یوه مقاله خپره کړې ده.

ورځپاڼې مقاله په دې عنوان پیل کړې چې يوه حمله کوونکي ديني عالمان هدف وګرځول چې د تاوتريخوالي د کمولو لپاره سره راټول شوي وو.

په کابل کې د لويې جرګې په خیمه کې شااوخوا دوه زره ديني عالمان راټول شول او د يوې فتوا په صادرولو سره‎یې په افغانستان کې ځانمرګي بريدونه حرام وبلل.

خو یو ساعت وروسته يوه ځانمرګي بریدګر په ځان پورې تړلي چاودېدونکي توکي دغې غونډې ته نږدې وچاودول چې په نتيجه کې يې د نيويارک ټايمز په وينا ۱۲ کسان ووژل شول.

  • واشنګټن پوسټ

بلې امریکايي واشنګټن پوسټ ورځپاڼې هم په کابل کې د دوشنبې پېښې ته کتلي دي.

ورځپاڼې په‎دې عنوان يوه مقاله خپره کړې ده، ځانمرګي بريدګر هغه افغان ديني عالمان په نخښه کړل چې د تاوتريخوالي کمولو په خاطر راټول شوي وو.

د واشنګټن پوسټ ورځپاڼې په مقاله کې د وژل شویو شمېر ۱۴ کسانو ته پورته شوی دی.

د پوليسو له قوله ويل شوي چې اووه قربانيان ديني عالمان وو چې د افغانستان له بېلابېلو برخو دغې غونډې ته ورغلي وو.

د مقالې لیکوال ويلي، د حملې پر مهال ډېری ګډون‎وال د غونډې له ځایه تللي وو.

په مقاله کې د یوه افغان سرتېري عکس هم خپور شوی چې تر حملې وروسته د پېښې ځای ته رسېدلی دی.

تر اوسه هېڅ یوې وسله‌والې ډلې د دې حملې مسؤليت نه‎دی منلی.

  • ټايم

ټايم ورځپاڼې هم پر همدې موضوع مقاله خپره کړې ده.

په‎دې مقاله کې راغلي چې د افغانستان ديني عالمانو د دوشنبې په ورځ وويل چې په دغه هېواد کې روانه جګړه مشروع نه‎ده او هېڅ شرعي جواز نه‎لري.

وروسته په مقاله کې راغلي چې ديني عالمانو همداراز له طالبانو غوښتي چې د افغان حکومت د قید او شرط پرته د سولې وړانديز ته دې ځواب ووايي.

خو طالبانو پرته له‎دې چې د افغان حکومت د سولې دغه وړانديز ته مثبت ځواب ووايي، د روان کال په اپرېل مياشت کې د الخندق په نوم پسرلني عملیات پيل کړل او وېې‌ويل چې امريکايان او داخلي ملاتړي به‎یې په نخښه کوي.

XS
SM
MD
LG