د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۴ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۱۴

کورنیو چارو وزارت چې د نورو د امنیت مسؤلیت لري، خپله تر حملې لاندې راغی

نن چهارشنه شااوخوا یوه بجه په کابل کې د کورنیو چارو وزارت مخې ته چاودنه شوې ده. د کورنیو چارو وزارت ویاند نجیب دانش له ...

نن چهارشنه شااوخوا یوه بجه په کابل کې د کورنیو چارو وزارت مخې ته چاودنه شوې ده.

د کورنیو چارو وزارت ویاند نجیب دانش له ازادي راډیو سره په خبرو کې پېښه تأیید کړه او زیاته‌یې کړه چې په سیمه کې چاودنه شوې چې کېدای شې انتحاري حمله وي.

په سیمه کې تر چاودنې وروسته د ډزو غږونه اورېدل شوي دي.

ښاغلي دانش زیاته کړه چې کېدای شې یادې ډزې تر چاودنې وروسته افغان سرتېرو کړې وي.

ښاغلي دانش په دغې چاودنه کې د اوښتې مرګ ژوبلې په اړه څه ونه‌ویل.

تر دا مهاله د دغې چاودنې مسؤلیت کومې وسله‌والې ډلې په غاړه نه‌دی اخیستی.

په دې اړه نور جزئیات وروسته ...

د افغانستان د کورنيو چارو وزارت وايي، د دغه وزارت پر نوې ودانۍ د وسله‌والو نننۍ ډله‌ييزه حمله د ټولو حمله کوونکو په وژل کېدو سره پاى ته ورسېده.

دا په کابل کې د خپل ډول له مخې اوله حمله نه‌ده، بلکې تر دې مخکې هم د دولت وسله‌والو مخالفانو پر ځينو مهمو ودانيو، تأسيساتو او دفترونو ډله‌ييزې حملې کړې دي.

صالح محمد صالح له ورځپاڼه ليکونکي او د سياسي مسايلو له تحليلګر محب‌الله شريف څخه د مرکې په پيل کې پوښتنه کړې، وسله‌وال څنګه توانېږي له وسلو او مهماتو سره ځانونه خوندي سيمو ته ورسوي؟

د دې مرکې د اورېدو لپاره لاندې لېنک کېکاږئ:

هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:03:13 0:00
مستقیم لېنک

د افغانستان د کورنیو چارو پر وزارت وسله‌واله حمله د ټولو حمله کوونکو په وژلو پای ته ورسېده.

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت چې د نورو وګړو د امنیت مسؤلیت پر غاړه لري، نن خپله د وسله‌والو حمله کوونکو تر حملې لاندې راغی.

د یاد وزارت ویاند نجیب دانش وايي، په پیل کې یوه انتحاري حمله کوونکي په لومړي قراول کې چاودېدونکو موادو ته چاودنه ورکړه او اووه نور کسان د پولیسیو په مقابلو ډزو کې ووژل شول.

ښاغلي دانش نن چهاشنبه مازیګر په کابل کې خبریالانو ته وویل چې حمله کوونکو غوښتل د کورنیو چارو وزارت ودانۍ ته ننوځي.

نوموړی وايي، په دغې حمله کې د پولیسو ۶ منسوبین ټپیان شوي او عامو خلکو ته په‌کې څه تلفات نه‌دي اوښتي.

نجیب دانش
نجیب دانش

نوموړي زیاته کړه:

"له یو ساعت جګړې وروسته ټول اووه حمله کوونکي چې کورنیو چارو وزارت ته د ننوتلو پلان‌یې درلود له‌منځه یوړل شول، له بده مرغه چې د اولې چاودنې په نتیجه کې زموږ شپږ پولیس ټپیان شوي دي چې یو د ټولي قوماندان بل د قرارګاه یو منصبدار او څلور پولیس په‌کې شامل دي."

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت نوې ودانۍ د حامد کرزي نړیوال هوايي ډګر ته پر غځېدلي سړک دغه ډګر ته نږدې موقعیت لري او ټینګ امنیتي تدابیر لري.

د کورنیو چارو پر وزارت له دغې حملې مخکې همدا نن ورځ وسله‌والو د لوګر په مرکز پل عالم کې هم د پولیسو پر لومړۍ حوزې انتحاري حمله او وروسته مخامخ جګړه وکړه.

خو د لوګر د امنیه قوماندانۍ ویاند محمد ابدالي ازادي راډیو ته وویل، حمله کوونکي په لومړیو دقیقو کې له‌منځه یوړل شول.

د نوموړي په وینا په دغې حمله کې د حوزې د امر په شمول درې پولیس وژل شوي، څلور پولیس او اته ملکي کسان ټپیان دي.

د لوګر د پولیسو پر لومړۍ حوزې د حملې مسؤلیت وسله‌والو طالبانو منلی، خو د کورنیو چارو وزارت پر نوې ودانۍ د برید مسؤلیت بیا اسلامي دولت نومې ډلې یا داعش اخیستی دی.

د پولیسو پر مرکز او په کابل کې د کورنیو چارو وزارت پر ودانۍ نننیو بریدونو د خلکو ترمنځ جدي اندېښنې راپارولې دي.

لوګر
لوګر

دوی پوښتنه کوي چې وسله‌وال څرنګه تر داسې ځایونو رسېږي چې مسؤلیت‌یې د امنیت ساتنه ده او سخت امنیتي تدابیر لري.

د امنیتي چارو کارپوه محمدا ګل مجاهد هم ورته نظر لري:

"نننۍ حملې چې د کورنیو چارو پر وزارت او د پولیسو پر یوه حوزه وشوې د امنیتي ځواکونو په تېره بیا د کشفي ارګانونو په مدیریت کې کمزورتیا ښيي، تر هغې چې کشفي ارګانونه پیاوړي نه‌شي او د دښمن له‌منځه معلومات ونه‌لري، نه‌شو کولای د داسې حملو مخه ونیسو."

وسله‌والو طالبانو د پسرلي له پیلېدو سره د الخندق په نوم عملیات پیل کړل چې ورسره د افغانستان په بېلابېلو سیمو کې د دغې ډلې عملیاتو او حملو زور اخیستی دی.

خلک وايي، امنیتي مسؤلینو تل د ځانګړو امنیتي تدابیرو ویلي دي، خو دوی وايي، په عمل کې بیا امنیتي بنسټونه د وسله‌والو مخالفینو د حملو په مخینوي کې پاتې راغلي دي.

راپور: یوسف خان ځدراڼ

پر کورنیو چارو وزارت حمله د ۱۰ برید کوونکو په وژلو سره پای ته ورسېده.

د کورنیو چارو وزارت ویاند نجیب دانش ازادي راډیو ته وویل چې حمله کوونکو تر غرمې وروسته کورنیو چارو وزارت ته په ننوتلو سره حمله پیل کړه چې پولیسو یې مخه ونیوله.

د نوموړي په وینا درې حمله کوونکو په لومړي سر کې په لومړي قراول کې ځان پورې تړلو موادو ته چاودنه ورکړه او اووه نور حمله کوونکي له پولیسو سره په نښته کې ووژل شول.

نجیب دانش وايي، په دغې پېښه کې یو پولیس وژل شوی او پنځه نور ټپیان شوي دي.

څو شپې وړاندې د کورنیو چارو وزارت ودانۍ ته څېرمه له چاودېدونکو موادو یو ډک موټر هم خنثی شوی و.

د دغې حملې مسؤلیت کومې وسله‌والې ډلې په غاړه نه‌دی اخیستی.

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت ویاند نجیب دانش ازادي راډیو ته وویل چې د دغه وزارت مخې ته په چاودنو کې تر دا مهاله یو پولیس ټپي شوی دی.

نور راوښيه

XS
SM
MD
LG