د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱۵ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۴۱

کورنیو چارو وزارت چې د نورو د امنیت مسؤلیت لري، خپله تر حملې لاندې راغی

نن چهارشنه شااوخوا یوه بجه په کابل کې د کورنیو چارو وزارت مخې ته چاودنه شوې ده. د کورنیو چارو وزارت ویاند نجیب دانش له ...

نن چهارشنه شااوخوا یوه بجه په کابل کې د کورنیو چارو وزارت مخې ته چاودنه شوې ده.

د کورنیو چارو وزارت ویاند نجیب دانش له ازادي راډیو سره په خبرو کې پېښه تأیید کړه او زیاته‌یې کړه چې په سیمه کې چاودنه شوې چې کېدای شې انتحاري حمله وي.

په سیمه کې تر چاودنې وروسته د ډزو غږونه اورېدل شوي دي.

ښاغلي دانش زیاته کړه چې کېدای شې یادې ډزې تر چاودنې وروسته افغان سرتېرو کړې وي.

ښاغلي دانش په دغې چاودنه کې د اوښتې مرګ ژوبلې په اړه څه ونه‌ویل.

تر دا مهاله د دغې چاودنې مسؤلیت کومې وسله‌والې ډلې په غاړه نه‌دی اخیستی.

په دې اړه نور جزئیات وروسته ...

د کورنیو چارو وزارت ویاند نجیب دانش ازادي راډیو ته وویل چې لومړی د دغه وزارت په لومړي قراول کې چاودنه شوې چې کېدای شي انتحاري حمله به وه او تر هغه وروسته دوې درې پرله‌پسې نورې چاودنې هم شوي.

نوموړي زیاته کړه چې د پېښې په ځای کې نښته روانه ده.

XS
SM
MD
LG