د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۲۱ مرغومی ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۱۷

د کورنیو چارو وزیر: د کابل په ځینو شخصي کورونو کې ترورېستان ساتل کېږي


د افغانستان د کورنیو چارو وزارت وايي، د کابل په ښار کې په ځینو شخصي کورونو کې ترورېستان ساتل کېږي.

دغه وزارت وايي، په دغه وزارت باندې د چهارشنبې د ورځې د انتحاري او ډله يیزې حملې د څرنګوالي په اړه پلټنې روانې دي.

د افغانستان د کورنیو چارو وزیر ویس احمد برمک وايي، له بشپړې پلټنې وروسته به معلومه شي چې په دوو زرهي موټرو کې سپرو حمله کوونکو له کوم ځایه او څنګه د وزارت تر دروازې ځان رسولی و.

ښاغلي برمک د جمعې په ورځ ازادي راډیو ته وویل چې دا مهال هم په یو شمېر شخصي کورونو کې ترورېستان ساتل کېږي.

د افغانستان د کورنیو چارو وزیر ویس احمد برمک
د افغانستان د کورنیو چارو وزیر ویس احمد برمک

دی وایي:

"لومړنۍ څېړنې روانې دي، دا باید تر اخره وپلټل شي، د کمرو له لارې به ولیدل شي چې دغه وسایط له کومې لارې راغلي، تراوسه هم په ښار کې داسې شخصي کورونه شته چې په هغه کې تروېستان ساتل او روزل کېږي، ایا دوی له دغو کورنو راوتلي، یا له بېلابېلو لارو ښار ته داخل شوي، دا هر اړخیزې څېړنې ته اړتیا لري."

د چهارشنبې په ورځ له زرهي موټرونو په استفادې اتو وسله والو په کابل ښار کې د کورنیو چارو وزارت پر ودانۍ لومړی انتحاري او وروسته ډله يیزه حمله وکړه.

د کورنیو چارو وزارت وايي، حمله کوونکي ونه توانېدل چې د وزارت ودانۍ ته ننوځي او په لومړي قراول کې د پولیسو له لورې له منځه یوړل شول.

اسلامي دولت یا داعش وسله والې ډلې د دغې حملې مسؤلیت منلی دی.

خو په افغانستان کې د غوڅ ملاتړ د ماموریت قوماندان جنرال جان نیکلسن چې له کابله یې د ویډیویي کنفرانس له لارې واشنګټن کې خبریالانو ته خبرې کولې، ویلي چې د دغې حملې تر شاه د حقاني شبکې لاس دی، ځکه د نوموړي په وینا، دغې شبکې له دې وړاندې هم له ورته تاکتیکه استفاده کړې ده.

هغه سوال چې امنیتي بنسټونه یې باید ځواب کړي، دادی چې حمله کوونکو له پوځي یونیفورم او زرهي موټرو په استفادې څنګه وتوانېدل چې د کورنیو چارو وزارت تر دروازې ځان ورسوي؟

د کابل امنیه قوماندان وايي، هغه موټر چې حمله کوونکو ورنه استفاده کړې، اسناد نه لري او د پېژندنې لپاره یې څېړنې روانې دي.

داود امین د جمعې په ورځ ازادي راډيو ته وویل، په کابل ښار کې حمله کوونکو موټرو ته ورته بې اسناده موټر اوس هم تګ راتګ کوي.

د نوموړي په وینا، د ملي شورا یوشمېر غړي، جنرالان او حکومتي چارواکي له داسې زرهي موټرو استفاده کوي.

دی وایي:

"زموږ ځیني وکیلان شته چې له داسې بې پلیټه موټر لري او یا په پلیت باندې(و ج) نصب کړی وي، ځیني لویان چې په حکومت کې دي او ځیني جنرالان هم دي چې داسې موټر لري، د دې لپاره چې دغه موټر ارزانه دي او ژر ترلاسه کېږي او له خپل نفوذه په استفادې په داسې موټرو کې ګرځي."

ښاغلی امین تأییدوي چې پولیس داسې موټر نه دروي، ځکه دوی پوهېږي چې دا موټر د حکومتي چارواکو دی.
د کابل د امنیې قوماندان په وینا، دښمن له داسې ضعیفې نقطې په استفادې د چهارشنبې د ورځې حمله کړې ده.
بل خوا د ولسي جرګې دوهم منشي عرفان الله عرفان د جمعې په ورځ ازادي راډيو ته وویل چې د دغې جرګې ځیني غړي له بې اسنادو موټرو استفاده کوي، د نوموړي په وینا، دغه موټر د کورنیو چارو وزارت په توافق د ملي شورا په اجازه لیک ګرځي.

ښاغلي عرفان له امنیتي بنسټونو په ځانګړې توګه، له پولیسو غواړي چې بې اسناده او مشکوک موټر باید د تلاشۍ لپاره ودرول شي.

راپور: رحمت الله افغان

XS
SM
MD
LG