د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۳۸

زیمرمن: د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ غیر رسمي خبرې روانې دي


په افغانستان کې د ناټو جګپوړی ملکي استازی د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ د غیر رسمي خبرو د دوام خبر ورکوي.

دا په داسې حال کې ده چې په افغانستان کې د نړیوالو ځواکونو عمومي قوماندان جنرال جان نېکلسن هم له دې مخکې ویلي وو چې د افغان حکومت او وسله‌والو طالبانو د استازو ترمنځ پټې خبرې پیل شوې دي.

په افغانستان کې د ناټو ملکي استازي کورنلیوس زیمرمن د بلجیم په پلازمېنه بروکسل کې د ناټو د دفاع وزیرانو د غونډې پر مهال له ازادي راډیو سره په ځانګړې مرکه کې که څه هم ونه‌ویل چې دا غیر رسمي خبرې په کومه کچه روانې دي، خو د هغو هرکلی یې وکړ.

نوموړي وویل:

"هغه څه چې موږ ترې خبر یوو دا دي چې خبرې روانې دي، خو غیر رسمي خبرې، دا ښيي چې لږ تر لږه یو شمېر طالبان په دې اړه فکر کوي، زما په نظر دا د خوشبینۍ لپاره یو دلیل دی او باید دا هېره نه‌کړو چې افغانستان له څلورو لسیزو راهیسې له جګړې سره لاس او ګرېوان دی، نو خامخا وخت غواړي چې دا وضعیت له جګړې څخه په سوله بدل شي، موږ باید پر دې ذهنیت کار وکړو او فکر کوم چې له جګړې سره په یو وخت کې د بې‌قید او شرطه خبرو د تګلارې ترکیب پر سم لوري ګام اخیستل دي."

د ناټو چارواکي په داسې حال کې له وسله‌والو طالبانو سره د خبرو د پیل خبر ورکوي چې افغان حکومت او وسله‌والو طالبانو د اختر په درېیو ورځو کې موقت اوربند اعلان کړی دی.

په افغانستان کې د ناټو ملکي استازي ښاغلي زیمرمن د افغان ولسمشر له‌خوا د اوربند اعلان د زړورتیا نښه وبلله او وزیاته‌یې کړه:

"ناټو او په تېره عمومي منشي د ولسمشر غني له‌خوا د یو اړخیز اوربند د اعلان ستاینه کوي، فکر کوم چې دا ډېر زړور اقدام د بې‌قید او شرطه خبرو د هغه وړاندیز پر بنسټ ولاړ دی چې طرحه‌یې ولسمشر غني په فبرورۍ میاشت کې وړاندې کړه."

ولسمشر اشرف غني د پنجشنبې په ورځ د جوزا په ۱۷مه اعلان وکړ چې دولتي ځواکونه به د روژې له ۲۷مې څخه د اختر تر پنځمې ورځې پورې اوربند په پام کې ونیسي.

له دې اعلان څخه دوه ورځې وروسته طالبانو د لومړي ځل لپاره اعلان وکړ چې د کوچني اختر په ورځو کې به اوربند وکړي.

د طالبانو له‌خوا په دې اړه په خپاره شوي بیان کې ویل شوي چې دوی به د اختر په درېیو ورځو کې یوازې پر افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو حملې بندې کړي، خو پر بهرنیو پوځیانو حملو ته به دوام ورکړي.

XS
SM
MD
LG