د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۰۷

د هلمند د سولې ولسي حرکت غړي سبا سې شنبه له غزني د کابل پر لوري روانېږي


د هلمند د سولې ولسي حرکت غړي چې په هېواد کې د ١٧ کلنې جګړې د ختمولو لپاره پلي روان دي، د سې شنبې په ورځ له غزني د کابل پر لوري روانېږي.

د جګړې ضد دغه حرکت اول د ٨ کسانو له‌خوا له هلمنده پيل شو چې اوس‌يې د برخه‌والو شمېر تر ٦٠ اوښتى دى.

«له هلمنده تر کابله» د هلمند د سولې ولسي حرکت غړي چې کله غزني ته ورسېدل، د ښوونځيو د زده‌کوونکو په ګډون‌يې ګڼ کسان هرکلي ته ورغلل.

د دغه حرکت غړو تر اوسه له هلمنده تر غزني شااوخوا ٥٠٠ کېلو متره مزل کړى او تر کابله شااوخوا ٢٠٠ کېلو متره نور مزل ورته پاتې دى.

دوى غواړي چې تر کوچني اختره مخکې ځانونه کابل ته ورسوي او هلته افغان چارواکو ته د سولې د ټينګښت لپاره خپلې غوښتنې وسپاري.

دوى د روژې لوږه، تنده، د هوا ګرمي او د لارې ستړيا پر ځانونو منلې ده.

د دوى په ډله کې د زهير احمد زنداني په نوم يو ځوان هم شامل دى چې څو کاله مخکې يې په يوه چاودنه کې خور ووژل شوه او ده خپلې دواړه سترګې وبايللې.

هغه د فرانسې خبري اژانس سره په خبرو کې وويل:

"د جګړې او ماين له کبله مې دواړه سترګې له لاسه ورکړي، د کندهار هرات پر لويه لار په مسافر وړونکي موټر کې سپور وم چې د ماين چاودنه وشوه، ماتو ښيښو مې سترګې ړندې کړې، ما معلومات کړي، په هند کې مې سترګې تداوي کېدلاى شي، خو زه سترګې نه‌غواړم، سوله غواړم."

د سردار محمد سروري په نوم بل تن چې په پښو تګ نه‌شي کولاى، دا اوږده او ستونزمنه لار په لکړو وهي.

د دغه حرکت مطبوعاتي مسؤل بسم‌الله وطندوست ازادي راډيو ته وويل، په هره سيمه کې ځايي خلک د دوى تود هرکلى کوي او د غړو شمېر يې تر ٦٠ اوښتى دى.

وروسته له هغې چې د مارچ پر ٢٣مه د هلمند په مرکز لښکرګاه کې په يوه بمي حمله کې ګڼو ملکيانو ته مرګ ژوبله واوښته، فعالانو په هلمند کې د سولې د پرلت يا تحصن خیمه ودروله.

کله چې افغان حکومت او د دولت وسله‌والو مخالفينو د دغو پرلتوالو د اوربند او د سولې د مذاکرو غوښتنې عملي نه‌کړې، د دوى څو غړو له لښکرګاه د کابل پر لوري د سولې د غوښتنې لپاره په پلي ډول مزل پيل کړ.

د دغه حرکت برخه‌والو د دوشنبې په ورځ له خپلې فېس‌بوک پاڼې په ژوندۍ يا لايف وېډيو کې له حکومته او وسله‌والو طالبانو د اوربند د غځولو غوښتنه وکړه.

قيس احمد وایي:

"تر کابله مو شعار دا دى چې د اوربند اوږدول غواړو."

د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني د تېرې پنجشنبې په ورځ د روژې له ٢٧مې د کوچني اختر تر پنځمې د لنډمهاله اوربند اعلان وکړ، ورپسې وسله‌والو طالبانو د ولسمشر تر اعلان دوه ورځې وروسته د اختر په درېيو ورځو کې د اوربند اعلان وکړ.

د سولې د ولسي حرکت غړو پر سرونو او ځينو يې پر خپلو مټو شنې پټۍ تړلي چې ورباندې ليکل شوي:

"موږ سوله غواړو."

XS
SM
MD
LG