د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۱۳ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۴۶

د پاکستان د پوځ مشر جنرال قمر جاويد باجوه نن کابل ته راځي


قمر جاوید باجوه
قمر جاوید باجوه

افغان چارواکي وایي، د پاکستان د پوځ مشر جنرال قمر جاوید باجوه له افغان مشرانو سره د سولې په ګډون پر مهمو مسایلو خبرې کوي.

ټاکل شوې جنرال باجوه نن سې شنبه «۱۳۹۷ کال د غبرګولي ۲۲» د یوه لوړپوړي پلاوي په مشرۍ کابل ته ورسېږي.

دا سفر د افغان دولت له لوري پر طالب وسله‎والو د اته ورځني اوربند د لومړۍ ورځې سره سمون لري.

دا پرمختګ په‎داسې حال کې شوی چې افغان او پاکستاني چارواکو د يو بل سره د بهرنيو چارو وزارتونو په لوړه کچه خبرې پیل کړي.

د افغانستان د چارو امريکايي پوه، بارنټ روبين د جون په ۱۱مه د ازادي راډیو مشال څانګې ته وويل چې اوربند د پاکستان، امريکا، افغان او نورو خواوو ترمنځ د پرله‎پسې کار نتيجه ده.

ښاغلي روبین زیاته کړه:

"په لومړي سر کې داسې ښکارېده چې اوربند د ولسمشر غني له‎خوا يوه ناڅاپي وي، خو اوس داسې ښکاري چې د دې لپاره ډېر تياری شوی دی. د هغه تر خبرو دوه اوونۍ مخکې افغانستان او پاکستان په ډېره لوړه کچه خبرې وکړې. چين او امريکا هم په‎دې مذاکراتو کې د څارونکو په توګه ناست وو. داسې ښکاري چې دا هر څه د دغو ټولو په مشوره روان دي چې خبرې سمې خوا ته یوړل شي."

د جون په ۷مه د امريکا بهرنيو چارو وزیر مايک پامپیو د پاکستاني پوځ مشر جنرل قمر جاويد باجوه او په سبا یې د امريکا مرستيال ولسمشر مايک پنس د پاکستان له مؤقت صدراعظم ناصر الملک سره پر ټيليفون د افغانستان د امن په اړه خبرې کړې وې.

د جون په ۱۰مه اسلام‎اباد کې افغان سفير ډاکتر عمر زاخېلوال د ازادي راډیو مشال څانګې ته وويل چې له طالبانو سره د خبرو لپاره د پردې تر شا ډېرې هڅې روانې دي.

د افغانستان د چارو پاکستانی څېړونکی احمد رشيد وايي، هيله لري چې دا وروستې هلې ځلې به له طالبانو سره عملي خبرو ته لار هواره او جګړه کمه کړي.

احمد رشید
احمد رشید

نوموړي زیاته کړه:

"موږ ټولو له ډېر وخت راهيسې داسې انتظار درلود چې پاکستان به پر طالب مشرانو د مذاکراتو پیلولو لپاره فشار واچوي. اوس هيله لرو چې موږ پر سمه خوا روان يو. هيله لرو چې د طالبانو درې ورځنی اوربند لا نور وغځېږي. دا امېد هم لرم چې په همدغه مهال کې د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ مذاکرات پیل شي. طالبان ټينګار لري چې د امريکايانو سره خبرې کول غواړي نو په‎کار ده چې واشنګټن دريځ نرم او د طالبانو ځينو مشرانو سره د افغان حکومت د مذاکراتو تر څنګ موازي خبرې پیل کړي."

دا پرمختګونه په‎داسې حال کې مخې ته راغلي چې فايننشل ايکشن ټاسک فورس په روانه میاشت کې پرېکړه کوي چې ایا پاکستان د هغو هېوادونو په خړ لېست کې شامل کړي چېرته چې سخت دريځې ډلې په اسانۍ پېسې پیدا کولای شي، که څنګه؟

څېړونکي بارنټ روبين د ازادي راډیو مشال څانګې ته وويل، که پاکستان له دې لېسته د ژغورل کېدو لپاره د امريکا او افغانستان سره د طالبانو مذاکراتو له لارې د سولې لپاره موقتي مرسته هم کوي، نو معنی دا چې دوی په خپلو پالېسيو کې يو څه بدلون کړی دی، نو ځکه بايد ورته په محتاط ډول په مثبت نظر وکتل شي.

XS
SM
MD
LG