د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۳۸

کابل ته له راروان پاکستاني پلاوي څخه د افغان حکومت تمې او غوښتنې!


افغان حکومت به کابل ته د پاکستاني چارواکو د سفر پر مهال له اسلام‌اباده وغواړي چې د ډیورند کرښې اخوا دې د ترهګرو ځالې بندې کړي.

د دغه پلاوي د سفر پر مهال، کابل له اسلام‌اباده تمه لري چې د امنیت په تأمینولو او له ترورېزم سره په مبارزه کې مرسته وکړي.

د افغانستان دفاع وزارت وايي، له دغه سفره به د افغانستان هیله دا وي چې پاکستان، افغانستان ته د ترورېستانو د تګ مخه ونیسي.

محمد رادمنش
محمد رادمنش

د دغه وزارت د ویاند دفتر سرپرست محمد رادمنش د دوشنبې په ورځ «۱۳۹۷ کال د غبرګولي ۲۱» ازادي راډیو ته وویل:

"موږ به ترې وغواړو چې په افغانستان کې د سولې د ټینګښت لپاره له موږ سره مرسته وکړي او کومې ډلې چې د ډیورند له کرښې اخوا موجودې دي، د هغو ځالې دې بندې، له تجهیزولو دې لاس واخلي او افغانستان ته دې یې له رالېږلو مخه ونیسي، په دې برخو کې دې له افغانستان سره همکاري وکړي او بحث به هم پر همدغو موضوعاتو وي."

ځینو رسنیو خپره کړې چې په پام کې ده د راتلونکې سې شنبې په ورځ یو پاکستانی پلاوی کابل ته سفر وکړي.

د افغانستان د بهرنیو چارو د وزارت ویاند په دې اړه له څه ویلو ډډه وکړه، خو په پاکستان کې د افغانستان سفیر عمر زاخېلوال یو شمېر رسنیو ته ویلي چې دغه پاکستانی پلاوی چې افغانستان ته سفر کوي، د پاکستان لوی درستیز قمر جاوید باجوه او د هغه هېواد د استخباراتو د ادارې رئیس په‌کې شامل دي.

ښاغلي زاخېلوال ویلي چې دغه پلاوی به له افغان چارواکو سره د سولې او همدا شان په یو لړ نورو موضوعاتو خبرې وکړي.

دا په داسې حال کې ده چې پخوا تر دې د افغانستان د ولسمشر د ملي امنیت سلاکار حنیف اتمر په مشرۍ یوه پلاوي، پاکستان ته سفر کړی و او دواړو لورو د ترورېزم پر وړاندې په مبارزې خبرې کړې دي.

پاکستان ته د افغان پلاوي له دغه سفره مخکې د پاکستان پخوانی صدراعظم شاهد خاقان عباسي افغانستان ته راغلی و او له ولسمشر اشرف غني سره‌یې توافق کړی چې دواړه لوري باید د عمل د پلان په اړه ګډ کار وکړي.

محمد اشرف غني او شاهد خاقان عباسي
محمد اشرف غني او شاهد خاقان عباسي

افغانستان تل پاکستان د ترورېستانو په ملاتړ تورن کړی، خو پاکستان پر ځان دغه تورونه نه‌دي منلي.

د چارو ځیني افغان پوهان وايي، د دواړو لورو د چارواکو له دغو سفرونو پاکستان ډېره ګټه اخیستې ده.

د دغو کارپوهانو له ډلې ناصر شفیق ازادي راډیو ته وویل:

"څرنګه چې تجربو ښودلې، پاکستان له افغانستان سره داسې تعامل کوي چې مساویانه نه‌دی، دغه تعامل تل د پاکستان په ګټه څرخي، له دې وروسته موږ باید داسې تعامل وکړو چې که یو څه له لاسه ورکوو، نو یو څه باید لاس ته راوړو."

خو د افغانستان د دفاع وزارت د ویاند دفتر سرپرست محمد رادمنش وايي، د دواړو لورو د پلاوو پرله‌پسې سفرونه کولای شي چې مثبتې نتیجې ورکړي.

د ده په خبره، هغه څه چې پخوا له پاکستان سره مطرح او هوکړې پرې شوي، په راتلونکي کې به پرې هم بحث وشي.

راپور: خان محمد سیند

XS
SM
MD
LG