د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۲۸ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۵۲

امریکايي او پاکستاني مقاماتو د ټولو ترهګرو پر ضد د عملیاتو پر ارزښت خبرې کړي


د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پامپیو د پاکستان د پوځ له مشر جنرال قمر جاوید باجوه سره د افغانستان د سولې د پروسې او په سیمه کې د ټولو ترهګرو ډلو پر ضد د عملیاتو په اړه خبرې کړې دي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په دې اړه په یوې خبرپاڼه کې ویلي:

"پامپیو د چهارشنبې په ورځ د پاکستاني پوځ له مشر سره په ټلیفوني خبرو کې د امریکا او پاکستان د دوه اړخیزه اړیکو د پراختیا پر لارو چارو او په افغانستان کې د سیاسي روغې جوړې د اړتیا په اړه خبرې اترې کړې دي."

د بهرنیو چارو وزارت خبرپاڼه همدا شان کاږي، په دغو خبرو کې پامپیو د پاکستاني پوځ له مشر سره په جنوبي اسیا کې د ټولو ترهګرو ډلو پر ضد له توپیر پرته ځپلو په ارزښت هم خبرې کړې دي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر په داسې وخت کې د پاکستاني پوځ له مشر سره د افغانستان و سیمې په اړه خبرې کړي چې په دې وروستیو کې د امریکا او پاکستان اړیکي د پخوا په پرتله ډېرې کړکېچنې شوي.

امریکا او افغانستان پر پاکستان تور لګوي چې پر خپله خاوره‌یې افغان طالبانو او حقاني شبکې ته پناه څایونه ورکړي چې له دې ځایه په افغانستان کې دننه پر افغان او بهرنیو ځواکونو بریدونه کوي.

د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ د تېر کال په اګست میاشت کې د جنوبي اسیا لپاره د خپلې تګلارې د اعلانولو پر مهال پر پاکستان سختې نیوکې وکړې چې پر خپله خاوره‌یې ترهګرو ته پناه ورکړې ده.

ډونالد ټرمپ
ډونالد ټرمپ

نوموړي همدا شان د روان کال پر لومړۍ ورځ هم په یوه ټویټ کې پاکستان د ترهګرۍ پر ضد جګړه کې په دوه مخۍ تورن کړ او ویې‌ویل:

"پاکستان له امریکا نه ۳۳ میلیارده ډالر اخیستي، خو په بدل کې یې ورته دروغ ویلي دي."

خو پاکستان بیا دا تورونه ردوي او ټینګار کوي چې په قبایلي سیمو کې یې د روانو پوځي عملیاتو پر مهال له توپیر پرته ټول ترهګر ځپلي او د هغوی نېټورک‌یې (شبکه) له‌منځه وړی دی.

د یادونې وړ ده چې امریکا دا مهال پر پاکستان پوځي مرستې هم بندې کړي او دا یې د ترهګرو پر ضد له کوټلو او کارنده ګامونو سره مشروط کړي دي.

XS
SM
MD
LG